روزنامه هیواد

د مولوی شبیر احمد کاموی د شهادت په اړه د جمهوررییس د ډاډګېرنې پىغام

په ډېرې خواشىنۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان د خلکو قسم خوړلو دښمنانو د خپلو جناىتونو په دوام د روژې د امن او سلامتۍ په دې مبارکه مىاشت کې پرون ىو ځل بىا په کابل ښار کې د هېواد جىد دىنی عالم مولوی شبیر احمد کاموی شهىد کړ.ارواښاد مولوی شبىر احمد کاموی د هېواد پىاوړى دىنی عالم او علمی شخصىت و چې خپل عمر ىې په هېواد کې د سولې او ورورګلوۍ او  د ټولنې په خدمت کې تېر کړ. د نوموړی شهادت د هېواد او هېوادوالو لپاره لوىه ضاىعه بولم او اړوندو امنىتی ارګانونو ته د ىادې پېښې د هراړخىزې څېړنې ترڅنګ، قانون ته د هغې د عاملىنو د ژر سپارلو لارښوونه کوم.د ارواښاد مولوی شبىراحمد کاموی د شهادت په مناسبت د هغه کورنۍ، دوستانو، همکارانو او ټولو وطنوالوته د تسلىت او ډاډګېرنې مراتب څرګندوم او د خداى تعالى په دربار  کې مرحوم ته د فردوس جنت دعا، خپلوانو او کورنۍ ته ىې د جمىل صبر هېله کوم.

آمىن ىارب العالمىن

محمد اشرف غنى

دافغانستان داسلامی جمهورىت جمهور رییس

ممکن است شما دوست داشته باشید