د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ولسمشر محمد اشرف غنی وایی: د موقت حکومت پلویان به د موقت حکومت خوب ګور ته یوسی. دولت جوړوونکى ټیم ټینګار کوی،چې په افغانستان کې د موقت حکومت پلویان پاتې راغلل او هېواد، د انتخاباتو او د جمهوریت د پیاوړتیا په لور روان دی.د دولت جوړوونکی انتخاباتی ټیم مشر محمد اشرف غنی د پنجشنبې په ورځ د احمدزیو د قوم په غونډه کې، چې د لویې جرګې په خېمه کې جوړه او خپل ملاتړ یې له دغه ټیمه اعلام کړ ،وویل : انتخابات د ځواک رسېدو ته یوازنۍ لاره ده.محمد اشرف غنی په دغه غونډه کې د احمدزیو د قوم زرګونو قومی مشرانو، ځوانانو او مخورو په کې کډون کړى و، وویل: چا چې په افغانستان کې یې د موقت حکومت خوبونه لیدل، دغه هیله به ګور ته یوسی.ده زیاته کړه: د موقت حکومت هیله به ګور ته یوسی، دا هېواد نظام لری، سوله غواړی، خو انتخابات یې شرط دی، چې صلاحیت راته تفویض کړی، ایا بیا غواړی چې مذاکراتو ته۲۵۰ کسان لاړ شی؟ مخکې له دې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د نهو دورو خبرو په جریان کې ځینو سیاسیونو او د ولسمشریزو انتخاباتو کاندیدانو د انتخاباتو په پرتله له طالبانو سره سولې ته لومړیتوب ورکاوه او په دې موضوع یې ټینګار درلود.آن تر دې چې د پخوانی ولسمشر حامد کرزی په ګډون یو شمېر یې ویلی وو ،چې که په افغانستان کې سوله ټینګه شی، د موقت حکومت له جوړولو سره ستونزه نه لری. د ولسمشر محمد اشرف غنی په مشرۍ د دولت جوړوونکی ټیم لومړی مرستیال امرالله صالح بیا وایی، چې دغه سوله جعلی وه.ده وویل: زه په ویاړ سره ویلى شم، چې موږ په لومړی ځل په جنګ کې د بریا ترڅنګ په مذاکراتو کې هم بریالی کېږو او دا د محمد اشرف غنی له برکته وو، خلکو ته دا روښانه شوه، چې موږ د سولې مانع نه یوو، بلکې موږ نه غوښتل او نه غواړو، چې د افغانستان د خرڅولو په بدل کې جعلی سولې ته ورسېږو.په دغه راټولېدنه کې د دولت جوړوونکی ټیم په ملاتړ د احمدزیو قومی مشرانو وویل، چې دوی هم د ټاکنو د ترسره کېدو او جمهوری نظام د ساتنې پلوی دی ،خو دوی ټینګار وکړ، چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت، د امنیتی او دفاعی ځواکونو د پیاړتیا او د ټولینز عدالت د پلی کېدو لپاره جدی هڅې وشی.