روزنامه هیواد

د مور په شېدو د تغذیې نړیواله اوونۍ ونمانځل شوه

 داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د جندر آمریت دعامې روغتیا  وزارت په همکارۍ پرون  د مور په شېدو د تغذیې  نړیواله اوونۍ ونمانځله .   په هغو مراسمو کې ،چې له همدې امله پرځاى شوی و  ، لومړى  دعامې روغتیا وزارت  د ماشوم او مور  دتغذیې مسوول ډاکتر محمد سرور د مور په شېدو  د تغذیې په باب  خبرې وکړې او ویې ویل:  د مور شیدې  د ماشوم لپاره  لومړى واکسین دى . ده وویل: څېړنو ښودلې ده،چې  له زیږون وروسته په لومړی یو ساعت کې  د مور په شېدو تغذیه د ماشومانو د مړینې په سلو کې د ٢٢  کمښت  سبب کېږی او دژوند  په لومړیو شپږو میاشتو کې دمور په شېدو خالصه تغذیه د نویو زیږیدلو ماشومانو د مړینې کچه  په سلو کې  ١٣ کموی . دغه راز  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د خپرونو د چارو سلاکار  سیدجعفر راسیتن  په پوهاوی ورکولو کې  درسنیو درول په باب خبرې وکړې او ویې ویل، د مور په شېدو  تغذیه  او دغه راز  خوراکی مصئوونیت  دوه مهم اصلونه دی  چې باید  پاملرنه ورته وشی .   دده دڅرګندونوله مخې ، دخوراکی  مصئوونیت  او د مور په شېدو  د تغذیې په باب  د خلکو عامه پوهاوى  ډېر ناڅېز دى .  ده  دناسالمې تغذیې او له جګړې او ناامنی سره د هغې داړیکو په باب  اوږدی خبرې وکړې . د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جندر آمرې  محبوبې سعادت خبرې وکړې او ویې ویل:  سره له دې چې په تېرو وختونوکې  د مور په شېدو د تغذیې  نړیواله اوونۍ  په افغانستان کې نمانځل کیده،خو  د دغې اوونۍ په پیغامونو درسولو او هغې ته درسېدو په مقصد ستراتیژیکی  او پرله پسې هڅو ته  اړتیا ده .  دې وویل:  په  ٢٠١٨ میلادی کال کې  د عامې روغتیا وزارت د تغذیې ریاست  هڅه وکړه  چې دخوراکی مصئوونیت او تغذیې  د ملی اجندا تر چتر لاندې  افغانستان دغه تشه  ډکه کړی او دمور په شېدو  د ماشومانو د تغذیې  په ښېګڼو د خلکو  د پوهاوی په برخه کې اغېزمن اقدامات ترلاس لاندې  ونیسی .    ددې د څرګندونو له مخې ، نوښتونه د هېواد داجرائیه رییس  په مشرۍ  دتغذیې  او دخوړو دمصئوونیت  د ملی اجندا  درهبرى  دعالی کمېټې  په لومړى غونډه کې  ونیول شول او په هغو کې دعامې روغتیا وزارت ته دنده وسپارل شوه  ،چې  د اطلاعاتو او فرهنګ  ،  د ښځو دچارو ، کرنې اوبو لګولو او مالدارى او دکار ، ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو دوزارتونو دخوراکی  مصئوونیت  اوتغذیې  دملی اجندا  درهبرى  دعالی کمېټې  د تخنیکی سکرتریت ،  د ملی او نړیوالو  همکارو موسسو،  مدنی ټولنې او دخصوصی برخې  داستازو په ګډون  یو کمېسیون  جوړ او د مور په شېدو د تغذیې  د نړیوالې اوونۍ د نمانځنې د پروګرام  طرحه دې  د یوې میاشتې  په موده  کې  برابره  او د ملی اجندا اجرائیه کمېټې ته دې  وړاندې کړی .  دغونډې په پاى کې  هغه هراړخیز معلومات  چې دعامې روغتیا وزارت له خوا برابر شوى و ، برخه والو ته
 وړاندې شول .   باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید