روزنامه هیواد

د مور مقام د بشریت په تاریخ کې څومره لوړ او د قدر وړ دی

لومړۍ برخه

د مور د ورځې نمانځل له نن  څخه ۱۰۳  کاله  وړاندې په امریکا کې  پیل شول.

که د ژوندیو موجوداتو تر منځ اړیکو ته ژوره پاملرنه وشی، نو دا به راته څرگنده شی ،چې ټول ژوندی موجودات مورلری او مور پرې گرانه ده، دا ځکه چې د هغوی مور نه یوازې داچې خپل بچی یې نړۍ  ته راوړی، په مختلفو بڼو له خپل بچی څخه د بهرنۍ حملې په مقابل کې دفاع کوی، بلکې په لویېدوکې یې هم کړاوونه گالی.  تاسو وگورئ هغه حیوانات چې هگۍ اچوی هم کوښښ کوی خپلې هگۍ داسې ځای واچوی، چې له زیانه خوندی وی ،چې چېچۍ یې هم تر څو لویېږی خوندی پاتې وی  .

زه نه غواړم پر دې مسئله زیات بحث وکړم دومره ویلای شم ،چې ټول موجودات  په یوه او بله بڼه مور لری، دا د خدای (ج) حکمت دی، چې پر ټولو مور او پر مور اولادونه تر هر څه گران وی . له مورڅخه دفاع اوساتنه په خپل ذات کې د هغې درناوی دی،ځکه خو ډېر حیوانات هغه وخت په غوسه کېږی اوځان حملې ته تیاروی کله چې یې مور له کوم گواښ سره مخامخ شی  .

که له حیوانانو او نورو ژوندیو موجوداتو را تېر شو او انسانی ټولنه وڅېړو، نو دلته بیا مور هغه لوړ مقام لری او نازول کېږی لکه چې انسان له نورو موجوداتو سره توپیر لری .

انسانانو تل د مور درناوی کړی او هغه یې نازولې ده، ځکه په حقیقت کې مور تر هر چا پر سړی گرانه وی.که څه هم انسان له مور او پلار نه نړۍ ته راځی ، پلار  د اولادونو لپاره نفقه برابروی او مور ساتی،خو پلار هېڅکله د مور ځای نشی نیولای.

په بشریت کې په مختلفو ډولونو د مور درناوی شوی، خوکه یې رېښې ته ځیرشو، نو رېښه یې له مذهبی علایقو اوعقیدو نه را ټوکېدلې ده . دا چې په زرگونه کلونه پخوا لومړنیو  انسانانو خدایان او هغه څه چې دوی ورته عبادت کاوه د مور په څېره کې لیدل دا په دې معناده، چې د مور مقام د بشریت په تاریخ کې څومره لوړ او د قدر وړ و.

د تاریخی روایاتوله مخې،  د عیسی  علیه السلام له  پیدایښته ۲۵ کاله پخوا په یونان کې دوی یو معبد ته د خدای په نامه  عبادت کاوه، د یونان خلکو په کال کې یوځل دغه معبد ته د مور دورځې جشن جوړاوه او په دغې ځانگړې ورځ یې د هغې لپاره د مور د ورځې په نامه ځانګړی مراسم ترسره کول .

د مورد ورځې د نمانځنې په هکله  له ټولو پخوانی لاسته راغلی سند له پخوانی یونان  څخه لاسته راغلی، چې هلته ۲۵۰ کاله  وړاندې له میلاده یونانیانو له پسرلنۍ مېلې سره یوځای د خدای د مور ((Rhea)) په نامه جشن جوړاوه ،همدا ډول په روم کې د خدایانو د مور په نامه  ((Kybele)) ځانگړی جشنی مراسم نیول کېدل .

په پخوانی یونان کې د میاشتې په نیمایی کې د دوی په باور د خدایانو  ((رئا مور)) ،(( زئوس )) د خدایانو له خدای  څخه  د درناوی په خاطر د مور د ورځې یادونه کېدله. په همدې بڼه په نورو سیمو کې هم د مور له ورځې نه د هغو سیمود مذهبې اړیکو او عقیدو پر بنیاد یادونه شوې ده.

په ۱۳ مه پېړۍ کې  رومیانو او یونانیانو یوه ورځ د مور د ورځې په نامه ونوموله او د دې ورځې د ویاړ مراسم یې په کلیساکې تر سره کول .

له ۱۶ مې پېړۍ را په دې خوا په انگلستان کې په عنعنوی ډول  هرکال  د یکشنبې په ورځ جشونه جوړېدل، چې د ((مورنۍ یکشنبې ))په نامه یې شهرت موندلی و. دغه مراسم  د مسیحیت  د څلوېښتو  ورځو د روژې  په وروستۍ یکشنبې جوړېدل .

په هغه وخت کې خلک ډېر غریب وو، د انگلستان خلک مجبور وو ډېرو لرې ځایونو ته دکارلپاره ولاړ شی . په دغې مورنۍ یکشنبه دغه کارگران رخصت وو،چې وکولای شی خپلو کورونو ته راشی، له خپلې مور اوکورنۍ سره یوځای د دې ورځې په خوښیو کې برخه واخلی . په دې ورځ د مېوې،کېک پخېده اوپر
د سترخوان ایښودل کېده.

کله چې مسیحیت تر ټولې اروپا ورسېد دغې د موریکشنبې خپل ځای د ((کلیسا مور))   ته پرېښود . دا په دې خاطر، چې هغه وخت د عسیوی دین ملایانو غوښتل د خلکو پام کلیسا ته راواړوی اوکلیسا د یوه مقدس اود دوی د خلاصون د مرکز په توگه ور وپېژنی . د وخت په تېرېدو سره دا دواړه مراسم یوځای شول او په یوه ورځ ترسره کېدل او په دې ورځ له کلیسا او مور څخه یوځای یادونه اونمانځنه کېده .

په ۱۷ مه میلادی پېړۍ کې د انگلوساکسون په فرهنگ کې  هم یوه ورځ د مور د ورځې په نامه موجوده وه . هغو کسانوچې په مختلفو برخو کې کار کاوه په دې ورځ رخصت اخیسته،چې له خپلې کورنۍ سره یوځای شی . په دې ورځ یې مورته ډالۍ ورکولې اوځانگړی خواړه یې تیارول،البته معمولاً دغه ټول مراسم  په کلیساکې ترسره کېدل  .

داسې تاریخی روایتونه هم شته چې د تمدن اومدنی ژوند له پیل سره  زر کلونه وړاندې د ښځې  د مقام او اهمیت د درناوی په ویاړ یوه ورځ د ښځې د ورځې  په نامه ونومول شوه . له لاسته راغلو اسنادو اولیکنو داسې ښکاری چې په دې ورځ  ښځو خپلې غوښتنې مطرح کولې ،د ستونزو اوناخوالو په هکله یې خبرې کولې او د حل لارې چارې یې سنجولې . په دې ورځ  زامنو،میندو،وروڼو، خویندواود ښځو یا مادینو خاوندانو خپلو مېرمنو ته ډالۍ ورکولې اوله هغوی نه یې مننه کوله .

ابوسعید عبدالحی بن ضحاک ابن محمود گردیزی په خپل تاریخی اثر ((زین الاخبار )) کې له اسلام د مخه زموږ په هېوادکې د ښځې  په باب لیکلی:(( این روز پنجم اسفندارمذ باشد، و این نام فرشته است که بر زمین موکل است و بر زنان پاکیزه مستوره، و اندر روزگار پیشین، این عید خاصه مر زنان را بودی و این روز را مرد گیران گفتندی، که به مراد خویش مرد گرفتندی.)) ۱

له ((مرد گیران )) څخه موخه داده چې پېغله کولای شی په خپله خوښه ځانته د ژوند ملگری وټاکی . له اسلام د مخه نجونو په خپله خوښه  د مېړه د انتخاب حق درلود.

ابور یحان بیرونی هم له دې ورځې د (( الباقیه )) په نامه خپل کتاب کې یادونه کړې او لیکی : (( سفندارمذ ماه روز پنجم آن روز اسفندارمذ است و برای اتفاق دو نام آن را چنین نامیده اند و معنای آن عقل و حلم است و اسفندارمذ فرشته موکل به زمین است و نیز بر زن ها درست کار و عفیف و شوهر دوست و خیر خواه موکل است و در زمان گذشته این ماه به ویژه این روز عید زنان بوده و در این عید مردان به زنان بخشش می نمودند.)) ۲

د نړۍ ټولو ولسونو له ډېر پخوانه په کال کې یوه ورځ د مور د ورځې په نامه نومولې ده اوله دې ورځې په ډېره لوړه کچه له خوښیو او خوشحالیو نه د ډکو محفلونو په جوړولو سره نمانځنه کوی .

په ۱۸۰۶ م کال کې ناپلیون  د لومړی ځل لپاره د مورد ورځې په رسمیت پېژندلو وړاندیز وکړ .

په ۱۸۷۲ م کال آغلې جولیا وارد هووه (Julia Ward Howe) ،چې یوه امریکایی لیکواله اوحقوق پوهه ده، وړاندیز وکړ چې یوه ورځ باید د مور په نامه و نمانځل شی .

د مورد ورځې نمانځنه یوازې د هغو میندو په خاطرنه ده کومې چې ژوندۍ دی، بلکې د هغو یاد هم تازه کوی ، چې اوس ژوندۍ نه دی ،ځکه نو په غیر اسلامی ټولنو کې یې اولادونه د خپلو میندو قبرونو ته ځی او پر قبریې  گلان ږدی،خو په اسلامی ټولنو کې بیا د هغې روح ته دعاکوی  او د خدای د رضامندۍ لپاره خیراتونه کوی .

د دې لپاره چې مورته درناوی اوله هغې سره مینه نړیواله پدیده ده ځکه د نړۍ په هرگوټ کې د مور د ورځې په نامه یوه ورځ ټاکل شوې او په  دې ورځ د مور له مقام او ارزښت نه درناوی کېږی  .

په معاصره بڼه د مور ورځې د نمانځلو د تاریخ رېښه له امریکا پیل شوې . په امریکا کې د دې ورځې بنسټ اېښودونکې  یوه ښوونکې داننا جارویس ((Anna Jarvis)) په نامه ده ، چې په ((  ۱۸۶۴- ۱۹۴۸  )) کلونوکې یې د ویرجینیا په غرب کې ژوندکاوه.

له  اننا جارویس  سره هغه وخت چې د دې مور په ۱۹۰۵ م کال د مارچ پر اتمه مړه شوه دافکر پیداشو، چې باید له ټولو میندوڅخه د هغوی په ژوندکې  قدر اودرناوی  وشی او د مور د درناوی لپاره یوه ورځ وټاکل شی  . په همدې خاطر یې زیات کوښښ کاوه،چې په خپل  دغه هدف کې بریالی شی. نوموړې  لومړۍ د هغې سیمې چې دا په کې اوسېده دکلیسا له کشیش نه وغوښتل په ټولنه کې  (( د مورد رول او ارزښت )) په اړه یوه وینا وکړی . پس له هغه نه یې ټولو مذهبی او سیاسی شخصیتونو ته یو لیک ولېږه، دی  د ډله ییزې رسنۍ په مرسته (( مور ته د درناوی په خاطر د یوې ورځې ځانگړتیا به د هغوی یاد ابدی کړی )) تر نامه لاندې خپل پیغام  تر ټولو پورې ورساوه . اننا جارویس  په لومړی ځل په  ۱۹۰۷ م کال د خپلې مور د یادونې  په خاطر په کلیساکې ځانگړی مراسم جوړ کړل اوکلیسا یې له سپینو گل مېخکو ډکه کړه،دا دی تر اوسه د نړۍ  په ټولو هېوادونوکې د مور ورځ په بېلابېلو بڼو نمانځل کېږی او د دې ورځې بنسټ اېښودونکې  اننا جارویس چې هېڅکله مور نشوه هم یې یادونه کېږی   .

ممکن است شما دوست داشته باشید