روزنامه هیواد

د مور مقام د بشریت په تاریخ کې څومره لوړ او د قدر وړ دی

درېیمه او  وروستۍ برخه

انگلیستان: په انگلیستان کې د پسرلی څلورمه یکشنبه د مور د ورځې په نامه نمانځل کېده او په دې ورځ د((((  Simnel Cake په نامه ځانگړې شیرنی له یوې دستې گلانو سره مور ته ډالۍ کېږی .په انگلستان کې  د لومړی ځل لپاره د(Mothering Sundy) (( مور د یکشنبې )) دکلیسا د درناوی په خاطر د مذهبی مور په نامه  د هنری درېیم ( ۱۲۱۶ تر ۱۲۳۹ میلادی)  پاچا له خوا نه په رسمی بڼه بنسټ کېښودل شو، هغه د مارچ درېیمه یکشنبې د دې ورځې دنمانځلو لپاره وټاکله،چې تقریباً زموږ د نورو له ورځې سره نږدې راځی.

استرلیا: په استرلیا کې  د مور ورځ  د جون  میاشتې پر۱۰ مه نمانځل کېږی په دې هېواد کې هم لکه د نړۍ په نورو هېوادونو کې د دې ورځې لپاره ځانگړې تیارۍ نیول کېږی او مور د ځانگړو مراسمو په نیولو سره په بېلابېلو ډالیو نازول کېږی  .

مراکش: په مراکش  د مې وروستۍ یکشنبه د مور ورځې ته ځانگړې شوې . په هغو سیمو کې چې وگړې یې غریب او نالوستی دی،د دې ورځې له نمانځلو نه تېرېږی . په دغو سیموکې د مور ورځ نه نمانځل کېږی، یوازې په ښوونځیوکې شاگردانو ته د دې ورځې یادونه کېږی ،چې هغوی خپلې مورته مبارکی ووایی او د خپلې خوښې یوڅه ورته ډالۍ کړی . معمولاً ماشومان خپله یو کارت جوړوی او هغه  د یو شعر په ویلو سره
مورته ډالۍ کوی .

چین: په چین کې د مور ورځې په درناوی د دغه هېواد په جنتری کې یادونه نه ده شوې، خو له دې سره بیا هم له۹۰ یمو کلونو را په دې  خوا په لویو ښارونوکې ځوانان د مور د ورځې په ویاړ جشنونو کې برخه اخلی . دوی هم د امریکا په څېر د مې په دوهمه یکشنبه مورته په غربی بڼه د هغې د ورځې مبارکی وایی او ځینې گلونه ورته ډالۍ کوی  .چینایان له  ۳۵کلنۍ وروسته د مور لپاره جشن نه جوړوی، د دوی په نظر دا یوازې د ځوانو میندو لپاره دی،ځکه سپین ږېرو اوسپین سرو ته دوی په عنعنوی توگه له ډېر پخوا نه زیات احترام لری اود هغوی درناوی کوی .

ناروې: په ناروې کې  د فبرورۍ دوهمه یکشنبه د مور ورځې ته ټاکل شوې، په دې ورځ په هر کورکې د خوښیو  او خوشحالیو مراسم جوړېږی  او مور ته له گلانو سره ځانگړې ډالۍ تیارېږی  .

ډنمارک: په ډنمار ک کې دوهمه یکشنبې د مور ورځې ته په گوته شوې. په دې ورځ مور ته یوه دسته  گل له یوې قطې ښکلو چاکلېټو سره ډالۍ کېږی.مور ته  دغه ډول ډالۍ تر ټولو درنه، ښکلې او په زړه پورې ډالۍ وی . په یو شمېر هېوادونو او سیمو کې د مور په ورځ ټوله کورنۍ رستورانتونو ته د ډوډۍ خوړلو لپاره ځی دا هم د ټولو لپاره په زړه پورې وی، ځکه ټول سره یوځای کېږی .

د عاج ساحل: د عاج په ساحلو کې بیا د مور ورځ  د فرانسې غوندې د مې  په وروستۍ یکشنبه نمانځل کېږی .

هغه کورنۍ چې مالی حالت یې ښه وی دا ورځ په ځانگړو مراسمو تجلیلوی . ځوانان له خپلو ملگرو اوهمصنفیانو سره یوځای په گډه د خپلو میندو لپاره مېلمستیا جوړوی . په دې هېواد کې یوه اوونۍ وړاندې  د  Ahouan په نامه تلوېزیونی پروگرام کې چې د هرې چهارشنبې په ورځ خپرېږی یوه اوونۍ وړاندې د همدې پروگرام له لارې خپلې مور ته ډالۍ وړاندې کوی او د مبارکۍ په ویلو سره یې نازوی .  په دې پروگرام کې د ثبت لپاره ډېر پخوا ځوانان نومونه ثبتوی.په دغه پروگرام کې له برخې اخیستو سره ځوانان ډالۍ تر لاسه کوی،چې د همدې پروگرام له لارې یې خپلې مور ته ډالۍ کړی . دا پروگرام د هغو لپاره جوړ شوی، چې غریب دی د ډالیو رانیولو توان نلری،ځکه نو دوی په دې ورځ په دغه تلوېزیونی پروگرام کې برخه اخلی. په دې نامه د ادارې له خوا یوه وړه ډالۍ ورته جوړېږی، چې دغه غریب ماشوم وکولای شی خپلې مور ته ډالۍ ورکړی .دا پروگرام چې  درې ساعته دوام کوی ځوانان خپلو میندو ته شعرونه اوغزلونه وایی . په سویس کې هم د مې دوهمه یکشنبه د مور ورځې ته ځانګړې شوې او په دې ورځ د مور لپاره جشن نیسی .

فرانسه: په  فرانسه کې اولین وارناپلیون یوه ورځ د مور د ورځې په نامه ونوموله، دکلونو په تېرېدو سره د دې ورځې د نمانځلو په شکل اومحتوا کې یوه سلسله تغییرات راغلل، جنرال دوگل د مې میاشتی وروستۍ یکشنبه د مورد ورځې د نمانځلو په خاطر رسماً وټاکله. هرکال د فرانسی د ښارونو والیان اوښاروالان د میندولپاره مډالونه جوړوی او مخکښو او د ډېرو ماشومانو درلودونکو میندو ته یې ډالۍ کوی :

د طلامډال ، کله چې  یوه مور ۸ یاتر دې هم  زیات  زامن ولری .

د نقرې مډال ، کله چې یوه مور ۶ یا ۷ زامن ولری

.د ژېړو یا برنزو مډال کله چې یوه مور ۴ یا ۵ زامن ولری .

کامرون:  په کامرون  کې هم د فرانسې غوندې د مور ورځ نمانځل کېږی .دلته هم ماشومان په ښوونځیو کې د مور لپاره ډالۍ تیاروی اوبیا یې مور ته ډالۍ کوی . په دې هېوادکې میندې لکه په یو زیات شمېر هېوادونوکې له ځانگړی درناوی او احترام څخه برخمنې دی .کامرون یوه مرد سالاره ټولنه ده،چې هلته ښځې له بل هر ځایه زیاتې متحدې او یو له بل سره مرستندویی دی، په همدې دلیل دوی دغې ورځې ته هرچا زیات د قدر او درناوی په سترگه گوری .

کاناډا: په کاناډاکې  د مور ورځ د مې پر دوهمه یکشنبه نمانځل کېږی. په دې ورڅ په ټوله کاناډاکې میندې د خوښیو او خوشحالیو محفلونه جوړوی ،دگکو اوست کارتونو په ډالۍ کېدو سره خپلې میندی نازوی .

پرتگال: په پرتگال کې هم د مور ورځ د اسپانیا هېواد په شان  د ډسمبر پر ۸ مه په ځانگړو مذهبی مراسمو په کلیساکې نمانځل کېږی . په دې ورځ دوی نه یوازې دا چې د میندو د درناوی مراسم ترسره کوی بلکې حضرت عیسی (ع) له مور بی بی مریم څخه هم شکرایستولی او مننې مراسم تر سره کوی .

په پخوانی یو گوسلاویاکې یو شمېر خلکو د  ډسمبر په میاشت کې د مور ورځ د ((ماتریس ))  نمانځله، دکریسمس له جشن دوې اوونۍ وروسته نجونو اوهلکانو د مور پښې اولاسونه په داسې حال کې تړل، چې دا به ویده وه،کله به چې راویښه شوه،خپلو ماشومانو ته  به یې هغه  وړې  ډالۍ ورکولې،کومې چې به دى د شپې تر خپل بالښت لاندې ایښې وې، بیا به یې اولادونو د خپلې مور پښې او لاسونه خلاص کړل .

پخوانی شوروی  جمهوریتونه:  پخوانی شوروی  جمهوریتونه چې اوس خپلواک هېوادونه دی هغه د مارچ ۸ مه د ښځو د نړیوال  پیوستون ورځ  د ښځو د ورځې په نامه نمانځی .

ایران: په ایران کې د مور ورځ د ۱۳۵۷ کال له انقلابه وړاندې د قوس ( لیندۍ ) پر ۲۵ مه چې د ایران د پاچاه د مور د زېږېدو ورځ وه نمانځل کېده .  وروسته له  هغې چې اوسنی آخوندان دولتی واک ته ورسېدل دا ورځ  په رسمی بڼه  د جمادی الثانی  پر ۲۰ مه د حضرت محمد (ص) د لور فاطمه الزهرا د زیږېدو ورځ بلل شوې او نمانځل کېږی

ترکیه: په ترکیه کې د مې دوهمه یکشنبه  د مور د ورځې په نامه نمانځل کېږی، دلته لکه نور اروپایی هېوادونه مور ته ځانگړې  ډالۍ تیارېږی اوله گلونو سره یوځای ورکول کېږی، البته په ترکیه کې له مور سره یوځای اناگانو او نورو مشرو ښځو ته هم ډالۍ ورکول کېږی .

فنلنډ: په فنلنډ کې د مې دوهمه یکشنبه د مور ورځ ده او په دې ورځ میندو ته دگلونو په ډالۍ سره د مور ورځ نمانځل کېږی .

جاپان : په جاپان  کې د پخوانی امپراطور د مېرمنې د زېږېدو ورځ د مور د ورځې په نامه یادېږی او د مې دوهمه یکشنبه هم د مور ورځ بولی. دا ورځ د ماشومانو له خوا د مور په اړه په رسمونو نمانځل کېږی .په دې  ورځ ماشومان له شپږ کلنۍ نه تر ۱۴ کنۍ د رسمونو په ډالۍ کېدو سره د مور درناوی  پر ځای کوی . په هرو څلورو کلونو کې یوځل له دغو رسمونوڅخه ،چې میندو ته ډالۍ شوی د(( زما مور )) په نامه نندارتون جوړېږی.

عربی  هېوادونه : په لبنان، فلسطین او یوشمېر عربی هېوادونوکې د مارچ  ۲۱ مه چې د پسرلی لومړۍ ورځ ده د مور د ورځې په نامه نمانځل کېږی او په دې ورځ میندو ته د هغوی د اولادونو له خوا ښکلې ډالۍ وړاندې کېږی  .

الجزایر: یوازې په الجزایر کې  د مارچ  ۲۸ مه د مور د ورځې نمانځنې ته ځانگړې شوې ده .په  هانگ کانگ ، پاکستان ، قطر ، سعودی عربستان  او متحدو عربی اماراتو کې هم دا ورځ د مې په میاشت کې نمانځل کېږی . په دې هېوادونوکې هم مور ته ځانگړې قیمتی او زینتی  ډالۍ چې د دې ورځې لپاره تیارې وی له گلونو اوکېک سره یوځای مور ته  ډالۍ کېږی  ،لوی او واړه چې مور یې ژوندۍ وی په دې ورځ ډالۍ په لاس مورته ورځی او د هغې درناوی کوی .

هندوستان : په هندوستان کې د اکتوبر په میاشت کې د مور د درناوی لپاره لس ورځې ځانگړې مراسم نیول کېږی .دا جشن  د دورگاپوجا(  Durga Puja) د هندی مقدسې  مور او ښځې ((دورگا)) په نامه نومول شوې .د دوی د مذهب د افسانو پر اساس د خدایۍ مور لس لاسونه لری  او په هر لاس کې یې د شیطان  د له منځه وړلو لپاره وسله نیولې .

په هندی مهب کې مورته زیات درناوی کېږی د دوی شاعرانو له بل قوم څخه د مور په نامه زیات شعرونه ویلی آن تردې ،چې دوی فکر کوی د دوی د خدای څېره د مور څېره لری، ځکه خو په ټولو معبدونواو عبادت ځایونو کې هندوان د خدایانو مجسمو ته چې ښځینه څېره لری،عبادت کوی .

آرجنټاین: په ارجنټاین کې بیا د مور ورځ  د اکتوبر په دوهمه یکشنبه د ځانگړو مراسمو په لړ کې نمانځل کېږی.

سومالیا  او سوډان :   په سومالیا  او سوډان کې  هم  د مارچ ۲۱ مه چې د پسرلی لومړۍ ورځ ده د مور له مقام او زحمتونو مننه کېږی او دا ورځ د مور د ورځې په نامه یادېږی  . البته دلته هم لکه په یو شمېر وروسته پاتې هېوادونو کې د مور له ورځې د دولتی چارواکو له خوا یادونه کېږی  . عام وگړی له اقتصادی  او ټولنیزو ستونزو سره لاس او گرېوان دی چې د مور  ورځ یې ورڅخه هېره کړې.

البته په یوشمېر افریقایی هېوادونو کې د مور ورځ  د امریکا، فرانسې او انگلستان  هېوادونو سره ورته نمانځل کېږی دلیل یې دا دی چې هلته هر اوسنۍ ازاد هېواد چې دکوم زبرځواک هېواد تر مستعمرې لاندې وو د هغه هېواد تر کلتوری او ټولنیز تاثیر لاندې راغلى دى .

که څه هم د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د مور ورځ او د هغې مقام ته د درناوی په ویاړ یوه ورځ ځانگړې شوې او له بلې خوا مور ده او پر هرچا لکه چې پورته ورته اشاره وشوه گرانه ده ،خو له بدمرغه د مور یا ښځې پر وړاندې دغې انسانی  عاطفې  تر اوسه لا د بشریت په عملی کولو لکه چې اړتیا ورته برېښی او د دوی طیبعی حق دی،ځای نه دی موندلى  . په ډېرو  ځایونو کې ښځې ته چې مور ده،د انسان په سترگه نه کتل کېږې اوکله ناکله خو د هغې مقام ته د درناوی نه د سیاسی سوداگریو په موخه پراخه استفاده کېږی . په دې وروستیو کې د ښځو گډون د هېوادونو په ټولنیز اوسیاسی ژوند کې د دموکراسۍ د پلی کېدو بېلگه بولی چې داسې هم ده ،خو دغه گډون زموږ د هېواد په شمول سمبولیک  وی ، په عمل کې هغوی ته د پراخ کار اوعمل صلاحیت نه دی ورکړ شوی . د بېلگې په توگه څه موده وړاندې  دکابل چارواکو د سولې  جرگې په نامه له مرکز اوولایتونو څخه خپل دوستان راوبلل، د امریکا او اروپایی نړۍ د فشار له امله دلته هم د ښځو گډون د فیصدۍ پر بنیاد وټاکل شو او دوی ته هم دگډون اجازه ورکړ شوه . مگر تراوسه له  خلکو سره سوال دی چې خدای مکړه داسې گونگیانې یې راغوښتې وې اوکه دوی ته د خبرو اجازه نه وه ،ځکه ټولو یوازې د نورو ننداره کوله او د دوی یوه خبره چا وانه ورېده ‎ او په دې بڼه په نورو ټولنیزو اوسیاسی پروسو کې د دوی گډون د بهرنیانو له ډار او د هغوی په اشاره سمبولیک دی

تر اوسه افغان مور د نورو وروسته پاتې هېوادونو د ولسونو میندو په شان  تر زیات جبر او ستم لاندې ژوند کوی  .

په حقیقت کې همدا اوس له دواړو لوریو نه (دولت اومخالفین ) یې تر هر څه وړاندې زموږ میندې کړوی اوهر  ورځ د دولتی واک د ترلاسه کېدو پر سر د سیالانو  زور آزموینې د قربانیانو زنې تړی .

په دې هیله چې یوه ورځ افغانه مور هم د خندا او هوسا ژوند کولو حق او امکان تر لاسه کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید