روزنامه هیواد

د مور مقام د بشریت په تاریخ کې څومره لوړ او د قدر وړ دی

دوهمه برخه

دغې ښوونکې په ۱۹۰۷ م کال کې اجازه ترلاسه کړه  د خپلې  مور د مرگ دوهمه کلیزه چې هغه هم د یوه کشش لور وه او په کلیساکې یې نورو ته ښوونه کوله په هماغه کلیساکې  په ځانگړو مراسمو سره ونمانځی، چېرې چې د دې مور هره یکشنبه هلته عبادت کاوه  یعنې په کلیساکې د خپلې  مور د مرگ دوهمه کلیزه ونمانځی.آنا جارویس ((Anna Jarvis )) د خپلې مور د مرگ دکلیزې په خاطر په خپلو پیسو ټوله کلیسا په سپین رنگو  گل میخکو ډکه کړه او پنځه دستې سپین ګلان یې کلیسا ته راوړل .کله چې دې خپلې مور ته د درناوی ځانگړی مراسم پای ته ورسول،له همدې گل میخ یاسپین گلی یې یوه یوه دسته هغو کسانو ته د مننې د څرگندولو په توگه ورکړه کوم چې له دې سره یې په دې مراسموکې برخه اخیستې وه، په همدې دلیل په زیاتو هېوادونوکې همدا گل د مور په ورځ  نورو کسانو ته ډالۍ کېږی .

البته د څولسیزو په تېرېدو او په ځانگړې توگه کله چې په ۱۹۲۵ م کال په دې ورځ دگلانو خرڅوونکو یوازې د سپین گل میخک له خرڅولو ډډه وکړه ،همدا وو،چې نور رنگونه یې هم را نیول او د سپین رنگه پرځای  یې رنگه گلان ډالۍ کول . اوس  سپین  رنگه میخک گل کله چې مور مړه شی د دې پر قبر ږدی . بالاخره په  ۱۹۱۰م کال  د غربی ویرجینیا د ایالن په سیمه کې د مور د ورځې مراسم په رسمی بڼه تر سره شول،چې وروسته یې تر ټولې امریکا‎ پورې ورسول .جارویس او نورو دوستانو یې د لیکونواو پیغامونو په وسیله له دولتی چارواکو، سیاستوالو اوسوداگرو نه غوښتنه وکړه،چې د دې ورځې په ملی کېدوکې ورسره مرسته وکړی .په ۱۹۱۴ م کال  د امریکا ولسمشر ((وودرو ویلسون ))W.Wilson  د مور د ورځې د نمانځلو لپاره د مې میاشتې دوهمه ( یکشبنې) د یوې اعلامیې په صادرولو  وټاکله . له هغه وخت نه بیا تر اوسه پورې دا ورځ په امریکا کې عمومی رخصتی ده. سویډن له لومړنیو هېوادونو څخه و، چې د امریکا د ولسمشر له دې فرمان څخه  یې هرکلی وکړ  .د اناجارویس د زیاتو هلو ځلو په پایله کې له لومړۍ  نړیوالې جگړې وروسته د مور د ورځې نمانځلو اروپایی هېوادونو ته هم لاره پیداکړه. دا ورځ  په ۱۹۱۷ م کال  کې په سویس او په ۱۹۲۲ میلادی کال په جرمنی کې ونمانځل شوه .البته د نازستانو د حاکمیت په دوران کې  دغه ورځ  تر دې نامه لاندې چې مور د آریایی  نژاد د دوام لامل ده نمانځل کېده .له ۱۹۱۷ م کال را په دې خوا دا ورځ د اروپا او نړۍ په زیات شمېر هېوادونوکې په ځانگړو مراسمو سره نمانځل کېږی،په  هغو هېوادونوکې چې دا ورځ  د جمعې له ورځې سره برابره نه ده د مور د ورځې عمومی رخصتی اعلام شوې ده .د مور د ورځې سمبول  د هغو میندو  لپاره چې ژوندۍ  دی سور گل مېخک او د هغو میندو لپاره چې مړې دی،سپین گل مېخک ټاکل شوی دی . د یادولو وړده چې دا یوازې په امریکا او لږ شمېرنورو هېوادونو کې معمول دی،البته په زیات شمېر هېوادونوکې نور گلان هم مورته دالۍ کېږی داچې  جارویس دلومړی ځل لپاره په سپین گل میخک کلیسا ډکه کړه،له هغې ورځې را په دې خواگل میخک زیات ډالۍ کېږی ،چې هغه تاریخی رېښه یی ورکه نشی آنا جارویس د مور د ورځې بنسټ اېښودونکې د فلادلفیا د ښار د زړوکسانو د اوسېدو په کورکې د ورپېښې ناروغۍ له امله په ۱۹۴۸ م کال له نړۍ څخه سترګې پټې کړې .د یادولو وړده، چې د زړو د اوسېدو په کور کې د هغې داوسېدو‎،ټول لگښت د ژوند تر وروستۍ  سلګۍ د گل مېخک د خرڅوونکو پر غاړه وو.

په سویډن کې یو وخت د امریکا په څېر د مې  میاشتې دوهمه یکشنبې د مور د ورځې په نامه نمانځل کېده. البته اوس په سویډن کې د یوه وتلی سویډنی فرهنگی شخصیت  (( Cecillia Bååth Holmberg )) پر وړاندیز دکلیسا دکشیشانو او نورو پوهانو په مرسته دا ورځ د مې د دوهمې یکشنبې پر ځای د مې  په وروستۍ یکشنبه نمانځل کېږی .دهغه دلیل داو چې د مې په وروستیو ورځوکې طبیعت د ژمی له خوبه راویښېږی، ونې اوگلونه غوړېږی،هره خوا شنه ښکاری،کورنۍ کولای شی دا ورځ په آزاده فضاکې له کوره بیرون ونمانځی اوجشنونه په کې جوړکړی .په دې ورځ د سویډن په ټولوکورونوکې د سویډن بیرغ ځوړندېږی  د یادولو وړ ده چې  کله دا ورځ د مې وروستۍ یکشنبه وټاکل شوه،عام خلک نه پوهېدل دا ورځ څرنگه او د کومو مراسمو په ترسره کولو سره ونمانځی؟ په همدې خاطر د(( Cecillia Bååth Holmberg ))  له خواچې د دې ورځې د تغییر مبتکر و، د مورد ورځې د مراسمو د اجرا اوڅرنگوالی په خاطر خلکو لاندې لارښوونې  وښودلې :

۱- په کورونوکې د سویډ ن بیرغ ځړول کېږی.

۲-  د هرې کورنۍ  ماشومان باید سهار وختی چې مور لاویده وی د ځانگړو شعرونواو ترانو په ویلو سره مورته ورشی  .

۳- مخکې له دې چې مور له بسترې پورته شی باید د هغې لپاره د سهارچای او نور خواږه خواړه تیار او هغې  ته له گل اوډالۍ سره یوځای  ور وړل شی .

زما په باور دغه عنعنه په هندوستان کې هم له ډېر پخوانه مروجه ده البته هلته نه یوازې مورته چې ډېره گرانه ده، بلکې  ښځې خپل مېړه او یا مېړه خپلې مېرمنې ته د محبت د څرگندولو د بېلگې په توگه کله ناکله مخکې تردې چې هغه له خوبه را پورته شی ور وړل کېږی .

۴- په دې ورځ  د سهارچای څښلو پر وخت ،غرمه او یا د ماښام ډوډۍ خوړلو پر وخت د ماشومانو پلار هم د خپلې مېرمنې له زیارګاللو څخه مننه کوی . د یادولو وړ ده ، چې د ماشومانو پلرونه به کله ناکله  خپلې مېرمنې ته په همدې ورځ ځانگړې ډالۍ تیاروی  .

۵-په دې ورځ باید مور دکورله کارونو څخه وزگاره وی او دکور نور غړی باید کارونه  سرته ورسوی .هغه زامن اولوڼې چې له خپلو کورنیو نه ډېر لرې ژوند او یا کار کوی په دې ورځ  د تلېفون او یا پست کارټ په لېږلو سره مورته مبارکی وایی او له هغه ځایه یې هغې ته ډالۍ ورلېږی .اوس تجارتی کمپنۍ د دې ورځې لپاره ځانگړی توکې تولیدوی او د هغو د پلورلو له لارې زیاتې پسې ترلاسه کوی،یوازی دگلانو د خرڅلاو له درکه په میلیونو ډالر ترلاسه کېږی  .

په افغانستان کې هم لکه د نړۍ نور ولسونه له څو لسیزو را په دې خوا په جنتری کې د جوزا ۲۴ مه د مور د ورځې په نامه ځای کړه. دا ورځ په لومړیوکې یوازې په ارگ کې نمانځل کېده،د وخت په تېرېدو سره له ارگ نه راووتله اوبیاکرار ،کرار د نورو ولایتونو تر مرکزونو پورې ورسېده او دلته یې د تل یا زیات وخت لپاره کډه واړوله ، ځکه خو تر اوسه یوازې د ولایاتون په مرکزونو کې د دولتی چارواکو له خوا نمانځل کېږی . یوازې هغه کورنۍ چې د لیک اولوست له نعمته برخمنې دی او یا په اصطلاح ښاری ژوند لری  یو شمېر اولادونه یې په دې ورځ د مور لپاره څانگړې ډالۍ تیاروی او له گلانو سره یوځای  یې هغې ته وړاندې کوی. په حقیقت کې  زموږ په هېواد کې دولتی چارواکو او ډله ییزو رسنیو د دغې ورځې ارزښت او اهمیت ته له څنګه چې لازمه ده هومره پاملرنه نه ده کړې  او نه یې د دې لپاره هومره ځانگړی تبلیغ کړی، ځکه خو یې د نمانځلو رېښه  زموږ د ټولنې تر کلیو او بانډو پورې نه ده رسېدلې، هغوی ته دا یوه خو ډېره پر ځای اوکره خبره شوې چې جنت د مور او پلارتر پښو لاندی دی،باید درناوی یې وشی اوبس  . نور ځکه د مور ورځ نه پېژنې اونه څوک د دې ورځې په هکله له هغوی سره خبرې کوی .

اسپانیا: په اسپانیا کې د مور ورځ د مې په لومړۍ یکشنبې نمانځل کېږی . په دې ورځ په اسپانیاکې هغه کورنۍ چې مالی حالت یې ښه وی رستورانتونو ته ځی او هلته ډوډۍ خوری، چې په دې ورځ مور په کورکې کار ونه کړی  . البته په هغو هېوادونوکې  چې کاتولیک عیسویان دی د هغوی لپاره د دوی د مذهب له مخې دغه میاشت د بی بی مریمې  مقدسې  میاشت  ده .د اسپانیا په لرې پرتو سیمو اوقریوکې  تر اوسه هغوی په دې ورځ  سپین گلان مریمې ته د ډالۍ په توگه کلیسا ته وړی  .

اېټالیا : په اېټالیا کې هم د امریکا په څېر د مې په دوهمه یکشنبه د مور ورځ نمانځل کېږی . تر کومه ځایه چې د مې میاشت په اېټالیاکې هم مقدسه او د بی بی مریمې میاشت بلل کېږ ی، په ټوله میاشت کې د مور د مقام او منزلت په اړوند په ډله ییزو رسنیو کې تبلیغات کېږی او په تلوېزیونی پروگرامونو کې ځانگړې خپرونې او د مشهورو هنرمندانو هغه سندرې خپرېږی کومې چې د مور په ویاړ ویل شوې دلته هم لکه د نړۍ په هېوادونوکې له ډالۍ سره یوځای دښکلوگلانو دسته مور ته ډالۍ کېږی . د یادولو وړده، چې په اېتالیاکې دگلانود خرڅلاوله درکه د پیسو یوه برخه د بسپنې موسسو او د سرطان له ناروغۍ سره د مبارزې او مخنیوی ادارو ته لېږل کېږی .

برازیل: برازیلیان هم د مې دوهمه یکشنبه د مور مقام  درناوی  ته په نښه کړې،په دې ورځ د مور درناوی د ځانگړو مراسمو په ترسره کېدو سره ترسره کوی . په دې ورځ د امکان تربریده دکورنۍ ټول غړی ( مور، پلار، انا، نیکه،ناوې،اخښیان اونور) پر یوه د سترخوان سره را ټولېږی او یو ځای ډوډۍ خوری . په دې ورځ ځانگړې سندرې ویل کېږی  او د خوښۍ مراسم دومره تاوده او له خوشحالیو ډک وی چې کله ناکله میندې له خوښیو ژاړی او تر سترگو یې د خوښۍ اوښکې جاری شی.

بلجیم: په بلجیم کې  هم دا ورځ د مې پر دوهمه تجلیلېږی ،د پام وړخبره داده، چې په بلجیم کې دا ورځ په مختلفو ورځو نمانځل کېږی، د بېلگې په توگه په یوشمېر سیمو کې د اگست پر ۵ ۱مه  چې  د  ماری  (Marie) ورځ بلل کېږی، د مور ورځې نمانځنه کېږی او په دې ورځ مورته دگلونو د ډالۍ  په وړاندې کولو سره ځانگړی مراسم ترسره کېږی .

مکسیکو : په مکسیکوکې له زیاتو کلونو را په دې خوا د مور ورځ د مې پر لسمه نمانځل کېږی  او مور ته خاصې ډالۍ ورکوی.

په مکسیکو کې د مې پر  ۹ مه  په نیمه شپه ځوانان  سره را ټولېږی له گیتار سره ځانگړې سندرې وایی  کور په کور گرځی ،چې مور د دوی پر مخ دروازه پرانیزی، دوی هغه کورته ننوزی او د میوې تر خوړلو وروسته بل کورته ځی.  دا مراسم اکثره د شپې له ۱۱ بجو پیلېږی او د سهار تر شپږو بجو دوام مومی معمولاً ځوانان ۱۷ کورونو ته سر ورښکاره کوی.

د چک اوسلواک هېوادونه: د چک او سلواک په جمهوریتونو کې  مخکې تر دې چې پر دوو برخو ووېشل شی، د نورو سوسیالستی هېوادونو غوندې د مور له ورځې هم  د مارچ پر اتمه چې د ښځو د نړیوال پیوستون ورځ ده یادونه کېده، په دې ورځ مورته  ډالۍ ورکول کېدې ،خو وروسته له هغې چې په نړۍ  کې سوسیالستی نظامونه  ړنگ شول او چکسلواکیا پر دوو برخو (چک اوسلواک ) ووېشل شوه،د مور ورځ د امریکا په دود د مې پر دوهمه تجلیلېده . د چک په جمهوریت کې په دې ورځ په ښوونځیو کې میندو ته ځانگړی محفلونه جوړېږی او هلته میندو ته تحفې اوگلان ډالۍ کېږی.

هنگری: په مجارستان یا هنگری  کې بیا له دې ورځې  د مې پر لومړۍ یکشنبه یادونه کېږی .د سوسیالستی نظام په دوره کې دا ورځ د هنگری  د گنریانو د هویت پېژندنې ورځې په نامه یادېدله. د مور د ورځې لپاره په هنگری او چک کې په ښوونځیوکې شاگردان ځانگړې ډالۍ  جوړوی او ښکلی شعرونه لکه د مور (mama) په نامه  شعر او د ساندور پتوفی (sandor petofi)  شاعر شعرونه یادوی،چې د مور په ورځ یې مورته ډالۍ کړی  . ساندور پتوفی  د هنگری د ۱۹ مې پېړۍ مشهور او وتلی شاعر ، چې د مور په ویاړیې زیات شعرونه لیکلی او د هغه د شعرونو په ویلوسره د هنگری ځوانان د خپلې  مور زړونه ترلاسه کوی . په دې ورځ د هنگری په ټولو ښارونوکې گل باران وی او هر لوری هنرمندان کنسرتونه جوړوی ،د تیاتر لوبغاړی هم له سندر بولو شاته نه پاتېږی هغوی هم په واټونو او میدانونوکې د دې ورځې په ویاړ ځانگړې نندارې وړاندې کوی، ښځې او نارینه د ملی او نورو ښکلو جامو په اغوستلو سره د خوښیو په لویو او وړو محفلونوکې گډا او نڅاوې کوی .

ممکن است شما دوست داشته باشید