روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د منځنی ختیځ په اړه د واشنګټن له نوی سیاست د جرمنی هرکلی

جرمنی د منځنی ختیځ په اړه د واشنګټن د نوی سیاست هرکلی کړی.د جرمنی د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وړمه ورځ په پاریس کې وویل: امریکا د فلسطینیانو او اسرائیلو د کړکېچ په مسئله کې د دوو دولتونو د تاسیس حللاره غواړی. ده زیاته کړه ،چې دا د جرمنی لپاره هیله بخښونکې خبره ده.ښاغلی ماس دا څرګندونې د فرانسې د بهرنیو چارو په وزارت کې په هغه غونډه کې وکړې ،چې د فرانسې، مصر او اردن د بهرنیو چارو وزیران هم په‌کې حاضر وو.د دې څلورو هېوادونو په ګډون ډله په فبرورۍ میاشت کې د مونشن په امنیتی کنفرانس کې جوړه شوه او تر اوسه‌یې څو ځلې غونډې کړې دی.د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان لودریان څو ځلې د منځنی ختیځ د کړکېچ د حل لپاره د کوچنیو ګامونو د یوې پالیسۍ د جوړېدو غوښتنه کړې.

ممکن است شما دوست داشته باشید