روزنامه هیواد

د منفی فکرونو د مخنیوی لپاره د موسیقۍ زده کړه ګټوره ده

هارمونیه دافغانستان دموسیقۍ له دودیزو آلوڅخه شمېرل کېږی او کابو سل کلنه مخینه لری. دغه دموسیقۍ آله له بریتانیې څخه افغانستان ته رالېږدول شوې ده. څوک ، چې موسیقی زده کوی په پیل کې دهارمونیې زده کړه ورته اړینه ده، ځکه دموسیقۍ دنورو آلو په زده کولو کې ورسره مرسته کوی. داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دموسیقۍ د زده کړی په ریاست کې دنورو آلاتو ترڅنګ دهارمونیې زده کړه له ځانګړی ارزښت څخه برخمنه ده. ښاغلی آمان الله دموسیقۍ دروزنې په ریاست کې دهارمونیې داساساتو او اصولو دزده کړې پرمهال داسې وویل: له منفی فکرونو څخه دمخنیوی لپاره دموسیقۍ زده کړه ګټوره ده. ما دهارمونیې له زده کړې سره له وړاندې مینه او علاقه لرله، ددغې مینې له مخې مې دموسیقۍ دروزنې په ریاست کې زده کړې پیل کړې، چې په راتلونکی کې ښه هارمونیه غږوونکى شم. خپلو مشوقینو او دوستانو راته ویلی و، چې دموسیقۍ دروزنې په ریاست کې ښه ښه استادان شته او ته کولى شی چې هارمونیه په اساسی ډول زده کړې.

ده زیاته کړه: کله، چې په یوه محفل یا غونډه کې حضور پیدا کوو، یوازې دهارمونیې په غږولو سره کولى شو مجلس ته خوښی ورو بخښو او احساسات یې راوپاروو اوکله، چې له مجلس څخه خلاصېږو، دستومانۍ او ستړیا احساس نه کوو. زه په طلوع تلویزیون کې دهارمونیې غږولو په برخه کې کله ناکله په مجلسونو کې ګډون کوم. دهرې ورځې په تېرېدو سره دموسیقۍ دمینوالو شمېر ډېریږی اوددې ترڅنګ ډېروسندرغاړو اوموسیقۍ غږوونکوته اړتیا پیدا کېږی، نو څوک، چې غواړی سندرغاړى او موسیقی غږوونکى شی باید په اساسی اواصولی ډول موسیقی وکاروی، چې دهېوادوالو مجلسونه خواږه اوتاوده وساتی.

ښاغلی امان الله څرګنده کړه: کله، چې مادموسیقۍ دروزنې په ریاست کې دزده کړې لپاره غوښتنه وکړه راته وویل شول، چې هارمونیه اوسندرغاړى کېدل له یو بل سره تړاو لری، نواوس زه دسندرغاړی کېدو لپاره هم زده کړه کوم، خو دهارمونیې له زده کړې سره ډېره مینه او علاقه لرم او غواړم ، چې دهارمونیې زده کولو دپړاوپه بشپړېدو سره مسلکی او اصولی سندرغاړى شم. ده دموسیقۍ دروزنې ریاست داغیزمنتیا په اړه وویل: موسیقی او دموسیقۍ زده کړه دانسان روحیه او عزم غښتلى کوی، نو دموسیقۍ دروزنې ریاست همداسې یو ځاى دى، څوک چې په کې دموسیقۍ اوسندرو زده کړه پیلوی روحیه او عزم یې غښتلى کیږی. دلته دموسیقۍ پوه اومسلکی استادان دموسیقۍ دتدریسولو چارې پرمخ بیایی. زه له دغې ادارې او له استادانو یې منندوى یم. افغان ځوانان یوې خوندی او آرامې فضا ته اړتیا لری، ځکه موږ ټول له جګړې  او له ځان وژونکو اوویجاړوونکو عملونو سره مخامخ یو، نو ځوانانو راځئ دموسیقۍ نړۍ ته را داخل شئ.

ښاغلی امان الله ډاګیزه کړه: پوه اوتجربه لرونکو استادانو ته ډېره اړتیا ده، زه هم غواړم ، چې دهمدغسې استادانو ترلارښوونې او روزنې لاندې دموسیقۍ زده کولو بهیرته دوام ورکړم. اوس زه په مسلکی توګه دهارمونیې زده کړه کوم. هغه ځوانان، چې له دې وروسته دموسیقۍ د روزنې ریاست ته دزده کړې لپاره راځی، دوى باید خپل وخت ضایع نه کړی او دپوهو استادانو ترروزنې لاندې موسیقی په اساسی او مسلکی ډول زده کاندی، چې په راتلونکې کې ښه سندرغاړی او موسیقۍ غږوونکی شی.

ده وویل: اوس زه داستاد احسان (( عرفان)) په لارښوونې هارمونیه زده کوم. دغه استاد له کابو ۴۵ کلونو راهیسې دافغانستان دموسیقۍ په ډګر کې دنده ترسره کوی، نوموړى یو پوه او تجربه لرونکى استاد دى او دموسیقى په ډېرو آلو پوهېږی. اوس دموسیقۍ دروزنې چارې دهمدغه پوه استاذ ترلارښوونې لاندې پرمخ بیول کېږی.

دموسیقۍ د روزنې رییس ښاغلی محمداحسان عرفان دهارمونیې د زده کړې اومخینې په تړاو داسې وویل: هارمونیې ته دموسیقۍ په څانګه او صنف کې بادی آله وایی، چې پردې لری اودغږولو پرمهال برنجی پردو ته فشار ورکوی او دهوا په واسطه غږتولیدوی. هارمونیه دموسیقۍ افغانی آله نه ده، بلکې برتانوى آله ده، چې له سلوکلونو راهیسې دافغانستان دموسیقۍ په آلاتو کې شامله شوې ده. هارمونیه په ډېرو برخوکې کارول کېږی او سندرغاړى دهارمونیې په غږولو سره سرونه پیدا کوی. دهارمونیې بله ښیگڼه داده، چې ثابت حالت لری او له ستار رباب او دلرباسره توپیر لری. هارمونیه په اصل کې ۴۲ پردې لری، پخوا ۲۷ اوبیا یې ۲۹ پردې لرلې. دغه پردې درې یعنې منځنی، لاندنی اولوړ موقعیتونه لری.

ده د هارمونیې اوپیانو ترمنځ دتوپیر په اړه څرګنده کړه: پیانو هم دموسیقۍ دتاری آلو په چوکاټ کې شاملېږی، خو هارمونیه دهوا په واسطه کارکوی،  نو ددواړو آلو ترمنځ توپیر شته. پیانو سیمونه لری او له پردوسره نښلول شوی دی نو ویلى شم ، چې پیانو تاری آله ده.دپیانو کار ونه اوپراختیا لوړه او دپردو شمېریې دهارمونیې په پرتله ډېردى.

ښاغلی عرفان په محفلونوکې له پیانو څخه دګټې اخیستنې په تړاو وویل: مامخکې هم وویل، چې دپیانو دغږ وسعت ډېر دى، خو زموږ په هېواد کې له پیانو څخه لږ کار اخیستل کېږی. هغه اهتزازات، چې په پیانو کې لیدل کېږی هغه په برقی کاسیو کې نه لیدل کېږی. اصلی پیانو په هغو کنسرتونوکې کارول کېږی، چې په ثابت ډول ور څخه کار واخیستل شی. که چیرې پیانو وښوریږی بې سره اوبې نظمه کېږی، نو له دې کبله په عامو کنسرتونو او محفلونو کې نه کارول کېږی، خو په هغو ځایونوکې ، چې ستیز شتون لری دنورو آلو ترڅنګ پیانو هم غږول کېږی، نو زه ځوانان دهارمونیې زده کولو ته رابولم او په دې برخه کې باید هڅه او اوهاند وکړی.

محبوب _ نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید