روزنامه هیواد

د منظور پشتین نیول به لا پښتانه ځوانان سره متحده کړی

په پاکستان کې ځینې سیاستوال او فعالان د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر او یو شمېر غړو نیول پاروونکی او ناقانونه کار بولی.پخوانی سناتور او د عوامی نشنل ګوند د پښتونخوا مشر افراسیاب خټک وایی، چې د منظور پشتین نیول به لا پښتانه ځوانان سره متحده کړی او د ده په خبره د پاکستان حکومت به له سخت عکس‌العمل سره مخ شی.ښاغلی خټک زیاتوی:  (( د پی ټی اېم مشر منظور پښتون او د هغه د ملګرو محسن داوړ او نورو کسانو نیول کېدل د غندنې وړ قدم دی. دا غیر قانونی قدم دی. اساسی قانون یا ایین کې د موجودو آزادیو خلاف قدم دی.))ښاغلی خټک وویل: د پی ټی اېم مشرانو او د جانی‌خېلو لاریونوالو د ترهګرۍ خلاف غږ پورته کړی، خو حکومت‌یې مخه نیسی او زندان ته‌یې اچوی.د راپورونو په اساس د پاکستان پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین، د پاکستان د پارلمان برحاله غړی او د غورځنګ مخکښ محسن داوړ له ګڼو نورو کسانو سره نیولی دی.د پی ټی اېم (د پښتون ژغورنې غورځنګ) فعالان وایی، چې د مشرانو له نیول کېدو سربېره به دوی خپل لاریون ته دوام ورکوی.د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین وړمه ورځ د جانی‌خېلو له لاریونوالو سره د یوځای کېدو په لاره د پولیسو له‌خوا ونیول شو.د غورځنګ غړی عالم زېب محسود د پښتین د نیول کېدو د پېښې وېډیو او له پولیسو سره د هغه مکالمه په خپله فېس‌بوک پاڼه خپره کړې ده.په وېډیو کې منظور پشتین له پولیسو سره بحث کوی ،چې په زور د خلکو مخه نه‌شی نیولی.د پښتورن ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی عبدالله ننګیال په ټوېټر لیکلی چې منظور پشتین او محسن داوړ دېره اسماعیل خان زندان ته انتقال شوی دی.تر دې شاوخوا درې میاشتې مخکې د غورځنګ بل مخکښ غړی او د پارلمان برحاله استازی علی وزیر د پوځ او حکومت خلاف وینا په تور زندان ته اچول شوی دی.د خېبر پښتونخوا په جانی‌خیلو سیمه کې کابو اوونۍ مخکې د څلورو ځوانانو مړی موندل شوی چې خلک‌یې په غبرګون پاڅېدلی.لاریونوالو د دغو څلورو وژل شویو ځوانانو مړی هم له ځانه سره اخیستی او وایی چې تر اسلام‌اباده ځی او خپلو مظاهرو ته به دوام ورکوی.دوی چې په سیمه کې د ترهګرو ډلو او وسله‌والو پر ضد د حکومت غوڅ اقدامات او د ځینو سیمه‌ییزو چارواکو ګوښه کېدل غواړی د پېښور او دېره اسماخیل خان د سړک د بندولو ګواښ هم کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید