روزنامه هیواد

د ملی نګارستان  ودانۍ له ترمیم وروسته پرانیستل شوه

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې وزیرې حسینې صافۍ د ملی نګارستان ودانۍ له مرمت اوترمیم وروسته پرون بیا پرانیستله .   د ملی نګارستان ودانۍ چې دڅه د پاسه سل کلنه لرغونتیا لری  دهغې د تاریخی اسالت په ساتنې سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پرمختیایی بودجې څخه دکابو  لسو میلیونو افغانیو په لګښت د یو کال  په بهیر کې  ترمیم او مرمت  شوه .   ددغې ودانۍ د بیا پرانیستلو په مراسمو کې  په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکارانو اویوشمېر رییسانو هم شتون درلود د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وزیرې  خبرې وکړې او د دې تر څنګ چې د ملی نګارستان د ودانۍ بیا پرانیستل یې د هنری آثارو د ساتنې په لاره ارزښتناک  ګام وباله څرګنده کړه چې باید د ملی نګارستان مسوولین د هېواد دهنرمندانو په تېره بیا د ځوانو هنرمندانو د هنری آثارو  د نندارتونو د جوړولولپاره منظم فرهنګی پروګرامونه ترلاس لاندې ونیسی او په بېلابېلو مناسبتونو په میاشت کې لږ ترلږه دوه نندارتونونه  جوړ کړی .   حسینې صافۍ وویل، چې د هنری آثارو په واسطه کولاى شو دافغانستان اصلی او تاریخی  څېره له ټولو ښکلاوو سره خلکو او ځوان نسل ته وښ یو .   دغه راز د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې وزیرې  ټینګار وکړ، چې د ملی نګارستان له لارې دې نندارې ته د هنرمندانو د آثارو دوړاندې کولو  لپاره زیاتې زمینې برابرې  شی،  چې مینه وال هم وکولاى شی د ملی نګارستان  دنندارتونونو آثار وګوری .  په دغو مراسمو کې د هنرستان رییس محمد  هاشم شارق هم  دملی نګارستان دودانۍ د مرمت او ترمیم  دکار د بهیر په اړوند معلومات ورکړل او په دې برخه کې  یې د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت د مشرتابه  له همکارى  څخه مننه وکړه .   ده زیاته کړه، چې د ملی نګارستان دنمایشاتو په سالونونو کې دروغنی رنګ ، ابی رنګ ، کیندنې ،  پنلسی رنګ  ، میناتورى ، خطاطۍ  ،کولاژ ، ابدنې اومجسمې  د تابلوګانو په  ګډون  ٣٣٨ هنری آثار نندارې ته وړاندې شوی دی .   ده دملی نګارستان یولړ ستونزو او اړتیاوو ته اشاره وکړه او ویې ویل ، چې ملی نګارستان د آثارو دنمایش  معیاری سالون ، د هنری آثارو ډیپو ، د آثارو دترمیم لابراتوار ، دنندارتون د آثارو مخصوصو لایتونو ، دتهوې سیستم  ، هنری کتابتون ، د آثارو  ډیجیټل کولو ، دانترنټ شبکې پیوستون اودغه  راز د مسلکی روزنیزو پروګرامونو د جوړولو په خاطر د فرصتونو برابرولو ته اړتیا لری .   حسینې صافى  د دغو مراسمو په پاى کې د ملی نګارستان آثار او د دغې  ادارې بېلابېلې برخې وکتلې . د ملی نګارستان مسوولې صابرې  رحمانی وویل، چې د ملی نګارستان نندارتون  د یوې  اوونۍ لپاره په وړیا ډول د مینه والو پرمخ پرانیستى دى .  دې څرګنده کړه، چې نګارستان  د هنرمندانو په خدمت کې دى او هنرمندان کولاى شی چې ددغه بنسټ له لارې خپل  آثار نندارې ته وړاندې کړی . باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید