روزنامه هیواد

د ملی نګارستان ترمیم شوی آثار نندارې ته وړاندې شول

د ملی نګارستان د اثارو د یوې برخې نندارتون چې مرمت شوی دی پرون په کابل کې د یوې ورځې لپاره نندارې ته وړاندې شول. دغه اثار د طالبانو د واکمنۍ په دوران کې زیانمن شوی وو . په دې نندارتون کې یو دېرش اثار چې د رسامۍ او انځور ګرۍ ، روغنی او آبی اثار په کې شامل دی، د بهرنیو ماهرانو په واسطه د ملی نګارستان، د مدنی ټولنې او په کابل کې  د برېتانیا د علمی او فرهنګی مرکز  په ملاتړ ترمیم شوی دی.  په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت پرځاى شول د جمهوری ریاست فرهنګی سلاکار زرین انځور د هغو بنسټونو د نوښت اوکړنو په ستاینې سره چې داثارو د ترمیمولو اوساتنې په برخه کې همکاری کوی  وویل: هیله ده چې داکار دوام ومومی او هغه ټول اثار چې د جګړې په تېره بیا د طالبانو د واکمنۍ په دوران کې د هېواد دغه اثار او مجسمې ویجاړې شوې دی ترمیم شی.  د مراسمو په دوام د برتش کانسل فرهنګی مسوولې تمنا فقیرزاده د هغو اثارو په برخه کې چې ترمیم شوی دی معلومات ورکړل او ویې ویل یو ملت هغه وخت ژوندى پاتې کېږی چې فرهنګ او هنر یې ژوندی پاتې شی . په دغو مراسمو کې د فرهنګ او مدنی ټولنې د بنسټ رییس تیمور شاه حکیم یار د زیانمنو شویو اثارو په اړوند خبرې وکړې او ویې ویل چې کابو دوه سوه لس اثار د طالبانو د واکمنی په دوران کې ویجاړ شوی،چې د ارزونې پربنسټ  ١۵٠ اثار یې د ترمیم وړ دی او له دې جملې  څخه  ٣١ اثار ترمیم شوی دی او پاتې اثار به هم په پرله پسې ډول د برېتانیا په ملاتړ ترمیم شی .  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معیین  پوهاند محمد رسول باوری هم د اثارو دکتنې په وخت کې د دغو بنسټونو له خوښت څخه په قدردانی سره له ملی نګارستانه وغوښتل چې په څو پروګرامونوکې دې هغه ترمیم شوی اثار چې ملی هویت دى نندارې ته وړاندې کړی.  باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید