روزنامه هیواد

د ملی دفاع وزارت هېواد ته د افغان پیلوټانو د روزنې د پروسې د انتقال هڅه کوی

د افغانستان د ملی دفاع وزارت وایی: افغان پوځی پیلوټان لا هم په بهر کې په زده کړو بوخت دی، خو هڅه کېږی چې په هېواد کې دننه د دوی د روزنې پروسه پیاوړې شی.

په امریکا کې د افغان پوځی پیلوټانو د روزنې په اړه د سیګار له دې څرګندونو وروسته چې امریکا به د بېلابېلو لاملونو له امله دغه پروسه تر راتلونکو څو میاشتو پورې ودروی، د افغانستان د دفاع وزارت هم وایی چې هڅه کېږی ، چې افغان پیلوټان په هېواد کې دننه وروزل شی. د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد زبیر عارف پرون آزادۍ راډیو ته ویلی: که څه هم اوس مهال په امریکا، چین او یو شمېر نورو هېوادونو کې افغان پیلوټان تر روزنې لاندې دی، خو دا پروسه به افغانستان ته را انتقال شی.ده وویل: زموږ هغه مرکزونه او پیلوټان چې تر دې وړاندې په امریکا کې وو، اوس دلته په کابل او شینډنډ کې دی، اوس دا مرکزونه دلته جوړ شوی او همدلته خلک روزو، خو لا هم یو شمېر پیلوټان په چین، امریکا، سلواک او متحده عربی اماراتو کې تر روزنې لاندې دی، موږ هڅه کوو ، چې هغه روزونکی او مرکزونه هم دلته را انتقال کړو.ښاغلى عارف وایی: له افغانستانه بهر د پیلوټانو پر روزنې زیات لګښتونه راتلل او دا پرېکړه هم د ډېرو لګښتونو د مخنیوی په هدف شوې.د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال د افغانستان د هوایی ځواک د الوتکو شمېر شااوخوا سلو ته رسېږی.دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت څارونکې ادارې یا سیګار په خپل یوه تازه راپور کې ویلی، چې امریکا به په هغه هېواد کې د افغان پیلوټانو روزنه تر ۲۰۲۰ کال پورې ودروی.د دغې ادارې د راپور پر بنسټ، د هوایی ځواک یو شمېر افغان پیلوټان به د روزنې په لړ کې تښتېدل، یا هم له روزنې وروسته به خپل هېواد (افغانستان) کې په خلافو رشتو کې په کار ګمارل کېدل.سیګار وایی: دا پرېکړه د افغانستان د ملی اردو او امریکایی ځواکونو په ستراتیژۍ کې د تفاوتونو له امله شوې .که څه هم په بهر کې له روزنې د افغان تښتېدلو پیلوټانو د شمېر په اړه کره معلومات نشته، خو له دې وړاندې سیګار په خپل یوه راپور کې ویلی، چې شااوخوا ۱۵۲ افغان پیلوټان له روزنې او خدمته تښتېدلی، هغه څه چې د افغانستان د دفاع وزارت یې ردوی او وایی، چې تر دې دمه یوازې ۱۲ پیلوټان بهر ته د روزنې لپاره تر استولو وروسته بېرته هېواد ته د خدمت لپاره نه دی راستانه شوی، خو یو شمېر افغان پوځی کارپوهان وایی: غوره دا ده، چې افغان پوځی پیلوټان له هېواده بهر وروزل شی، ځکه دلته ورته لازمې آسانتیاوې نه دی برابرې.پوځی کارپوه عبدالباری عارض وایی: اوس چې داسې پرېکړه شوې، د افغانستان د ملی دفاع وزارت ته په کار ده ، چې د افغان پوځی پیلوټانو د روزنې لپاره په امن او اطمینانی سیمو کې دا مرکزونه جوړ او لازم وسایل او وسایط هم ورته برابر کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید