روزنامه هیواد

د ملی دفاع وزارت د پنټاګون وروستى اقدام جدی نه‌ګڼی

د افغانستان دفاع وزارت د امریکا د دفاع وزارت وروستۍ پرېکړه ډېره جدی نه ګڼی. پنټاګون یا د امریکا د دفاع وزارت ویلی، د امریکا او مکسیکو پر پوله د دېوال جوړولو لپاره د افغان امنیتی ځواکونو د ملاتړ له بودجې څه باندې ۶٠٠ میلیونه ډالره راګرځوید امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهان د دغه ١٣٠ کیلو متره دېوال د جوړولو لپاره د یو نیم میلیارد ډالرو بودجې انتقال تصویب کړى دى. دغه پیسې په بېلابېلو قراردادونو کې سپمول شوی دی.امریکایی چارواکو د جمعې په ورځ د نوم نه ښوولو په شرط ویلی، چې په‌دې یو نیم میلیارد ډالرو کې د افغان امنیتی ځواکونو د ملاتړ له حسابه هم څه باندې ۶٠٠ میلیونه ډالره راګرځول شوی، خو د افغانستان دملی دفاع وزارت مرستیال ویاند زبیر عارف وایی: په‌دې برخه کې دوى کوم رسمی بیان نه‌دى لیدلى:(( څرنګه چې دا د دولتونو ترمنځ قرارداد دى دفاع وزارت په‌دې برخه کې کوم دریځ نه‌لری. زه یوازې غواړم دا موضوع تاسو ته روښانه کړم، هغوى داسې اعلام کړى موږ له هغو قراردادونو ،چې په هغو کې سپماشوې ده، د هغو سپما پیسې دې خوا ته اړوو. هغه چارواکی هم د نوم نه ښوولو په شرط دا خبره کړې. کوم رسمی سند یا بیان نه‌‌شته، په‌دې حصه کې موږ کوم خاص نظر هم نه‌لرو.))د امریکا متحدو ایالتونو په روان میلادی کال کې د افغان امنیتی ځواکونو د ملاتړ لپاره ۴ اعشاریه ٩ میلیارد ډالره اختصاص کړل.ځینې انتقادکوونکی وایی: د افغان ځواکونو د ملاتړ له بودجې د پیسو کمول پر افغان دفاعی او امنیتی ځواکونو چې د افراطی وسله‌والو پرضد په مبارزه بوخت دی، ناوړه اغېز کوی. خو یوه امریکایی چارواکی روېټرز ته ویلی:(( دا له افغانستان سره زموږ د تعهد له څرنګوالی سره هېڅ تړاو نه‌لری.))له مکسیکو سره پر پوله د دېوال جوړولو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه د متحدو ایالتونو د کانګرېس له مخالفت سره مخامخ شوې ده او کانګرېس حاضر شوى نه‌دى، چې د دې دېوال د جوړولو لپاره پېشنهاد شوې بودجه تصویب کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید