روزنامه هیواد

د ملی دفاع وزارت: د داعش پرضد پوځی عملیات د طالبانو نه ، بلکې د افغان ځواکونو دنده ده

د افغانستان دفاع وزارت وایی ،چې په ننګرهار ولاىت کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو پرضد مبارزه د افغان ځواکونو دنده ده، نه ده د نورو ترورىستی ډلووروسته له دې چې د وسله والو طالبانو ىوه مهم غړی په ننګرهار ولاىت کې د داعش ډلې د له منځه وړلو لپاره د پراخو عملىاتو د پلان خبر ورکړ د ملی دفاع وزارت وایی،  چې د داعش او نورو ترهګرو ډلو له منځه وړل د افغان ځواکونه دنده ده.په تېره اوونۍ کې د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې تر ولکې لاندې سىمې د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېدې او شاوخوا ۲۵۰ جنګىالی او مشران ىې افغان ځواکونو ته تسلىم شول.دملی دفاع وزارت وىاند جنرال محمدرادمنش آزادۍ راډىو ته ووىل، چې د طالبانو او داعش ترمنځ خپلمنځی اختلافونه شته خو دى زىاتوی چې د هېواد ملی، دفاعی ځواکونه به ټولې ترهګرې ډلې بې توپىره په نښه کړی او له مىنځه به ىې ىوسی:(( د افغانستان ملی اردو، د هېواد له ملی حاکمىت، ملی شتمنۍ او جغرافىې څخه دفاع کوی. د دهشتګرو ډلو ترمنځ چې هره موضوع وی، موږ د هغوى پرضد بې توپىره او على السوىه خپله مبارزه او عملىات سرته رسوو.))د طالبانو ىوه مهم چارواکی افغان اسلامی آژانس ته وىلی ، چې دوى د داعش ډلې حرکات له پىله څارل، خو وروسته له دې چې د ملکی وګړو پرضد د هغو جناىتونه اوج ته ورسېدل، نو دوى د جدی اقدام پرىکړه وکړه.د راپورونو له مخې د داعش ډلې وسله وال اوس مهال د ننګرهار ولاىت د شىنوارو او همداراز د بټی کوټ او روداتو ولسوالىو په ځىنو سىمو کې فعال دی.د طالبانو ىوه چارواکی چې مخکې ىې ىادونه وشوه له افغان اسلامی آژانس سره په مرکه کې ادعا کړې چې په ننګرهار کې د داعش پرضد د عملىاتو لپاره ىې پراخ پلان جوړ کړى او په دې ترڅ کې له کندهار، هلمند، ارزګان او نورو ولاىتونو څخه د دوى سلګونه جنګىالی دې ولاىت ته رسىدلی دی. ښاغلى رادمنش وایی ، چې په ګڼ شمېر سىمو کې د ټولو ترهګرو ډلو پرضد پوځی عملىات روان دی:(( همدا اوس په افغانستان کې ۱۱ ځاىه عملىات په ۱۰ ولاىتونو کې دوام لری چې د افغانستان ملی حاکمىت او ملی شتمنی او د هېواد د خلکو ژوند او مصوونىت تل په پوځی عملىاتو کې زموږ په لومړىتوب کې دی.))داعش ډله په ۲۰۱۴ م کال کې په عراق او سورىه کې له پرله پسې ماتو وروسته په افغانستان کې راڅرګنده شوه. د دې ډلې وسله والو د راپورونو له مخې لومړى په ارزګان کې او وروسته د ننګرهار ولاىت په سرحدی ولسوالىو کې خپل فعالىت پىل کړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید