د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
دملی دفاع وزارت د نیویارک ټایمز دا خبره ردوی چې ګواکې د افغانستان د هوایی ځواک د پیاوړتیا لپاره د امریکا هڅې بې نتیجې دی.دغه وزارت وایی: د افغان هوایی ځواکونو په اړه د نیویارک ټایمز وروستۍ لیکنه ناسمه ده. د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید د شنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته ویلی: افغان هوایی ځواکونه لوړ ظرفیت او پرمختللې جنګی الوتکې لری.ده وویل: (( لومړى دا چې موږ دغه راپور ردوو، ځکه زموږ هوایی ځواکونه اغېزمن واقع شوی، موږ نوې الوتکې لرو ۳۰ بلک هاک الوتکې رارسېدلی، همداشان د پیلوټانو تعلیم او روزنه مو روانه ده، تاسې شاهد یاست چې زموږ پیلوټان هوایی عملیات ترسره کوی.))ښاغلى جاوېد وایی: په دې برخه کې به د امریکا مرستې تر ۲۰۲۳ میلادی کاله دوام ولری او په پام کې ده ، چې افغانستان تر دغه کاله سلګونه نورې الوتکې هم ولری.کابل چاپ یو شمېر رسنیو د امریکایی ورځپاڼې نیویارک ټایمز په حواله لیکلی ،له یوولسو کلونو راهیسې چې امریکا د افغان هوایی ځواکونو د پیاوړتیا لپاره هڅې پیل کړی ، په دې برخه کې تراوسه کابو ۸ میلیارده ډالره مصرف شوی، دغه هڅې بې نتیجې روانې دی.نیویارک ټایمز د ځینو متخصصینو له قوله لیکلی، چې افغانان د الوتکو د خوندیتوب او د هوایی ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د امریکا دوامدارو مرستو ته اړتیا لری.دا په داسې حال کې ده ، چې د الوتکو د تخنیکی ستونزو او یا د طالبانو د حملو په نتیجه کې تراوسه اته افغان پوځی هلیکوپټرې نسکورې شوی .د دغو هلیکوپټرو د غورځېدو په پېښو کې یو شمېر لوړپوړی افغان پوځیان او ملکیان هم وژل شوی.افغانستان په روسیه کې پر جوړو شویو څو هلیکوپټرو سربېره، نورې جنګی الوتکې لکه سوپر توکانو ((ای ۲۹)) هم لری. امریکا په دې وروستیو کې یو شمېر بلک هاک الوتکې هم افغان پوځی ځواکونو ته ورکړی دی.په ورته وخت کې ځینې پخوانی نظامیان د افغانستان د هوایی ځواکونو لوړ لګښت ته په کتو په دې باور دی، چې دغه هېواد په دوامداره توګه د امریکا مرستو ته اړتیا لری.د افغانستان دملی دفاع وزارت پخوانی لوی درستیز شېر محمد کریمی وایی : ((اوس هم موږ ضرورت لرو، څرنګه چې زموږ هیله او غوښتنه ده، هوایی ځواکونه مو په پښو نه دی درېدلی، له یوې خوا مرسته شوې او له بلې خوا جګړه ده او تلفات او ضایعات په کې لرو، له همدې امله زموږ هوایی ځواکونه پیاوړتیا او ملاتړ ته ضرورت لری.))ښاغلى کریمی وایی: د هوایی ځواکونو د پیاوړتیا لپاره، چې تر اوسه میلیاردونه ډالر مصرف شوی، کافی نه دی او په دې برخه کې باید بهرنۍ او په تېره د امریکا مرستې دوام ولری.د ښاغلی کریمی په خبره، افغان هوایی ځواکونو د دولت د وسله والو مخالفینو د ماتولو لپاره ډېر فعالیتونه کړی، خو په کار ده ، چې په دې برخه کې لګښت نور هم ډېر شی.