روزنامه هیواد

د ملی دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د ملی اردو او پولیسو په اړه د سیګار راپور ناسم وباله

د افغانستان دملی دفاع او کورنىو چارو وزارتونو د امرىکا د ځانګړې پلټونکې یا سىګار د هغې ادعا په اړه چې ګوندې د ملی اردو او پولىسو د روزنې په برخه کې د امرىکا د دفاع وزارت لهخوا لګول شویو سلګونو مىلىونو ډالرو موثره نتىجه نه ده ورکړې ردوی.دوى وایی ،چې د دغو پروګرامونو له لارې د افغان امنىتی او دفاعی ځواکونو مهارتونه او وړتىاوې ډېرې لوړې شوی .د کورنىو چارو وزارت مرستىال وىاند نصرت رحىمی د پنجشنبې په ورځ آزادۍ راډىو سره په خبرو کې د سىګار د دغې ادعا په اړه وىلی:(( دوى دا ادعا کړې ،چې کومې روزنې، ورکشاپونه او مشورې، چې د نړىوالو سلاکارانو لهخوا افغان امنىتی او دفاعی ځواکونو ته ورکړل شوی موثرىت نهلری، موږ دا ادعا ردوو او واىو، چې د پام وړ موثرىت لری.))دا په‎داسې حال کې ده چې د سىګار په هغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوى راغلی چې دوى د ۲۰۱۵ مىلادی کال د جنورۍ مىاشتې نه د ۲۰۱۸ مىلادی کال تر اپریل مىاشتې افغان امنىتی او دفاعی ځواکونو ته د روزنې او مشورو ورکولو هڅې ارزولی دی.په راپور کې راغلی چې دملی دفاع وزارت د نېمګړی پلان او کمزورې څارنې او ارزونې له امله دملی دفاع او کورنىو چارو وزارتونو کې د دغو هڅو او پروګرامونو پر مختګونه او مؤثرې پاىلې نامعلومې دی.سىګار واىی: له ۲۰۱۰ مىلادی کال راهىسې چې دملی دفاع وزارت له قراردادىانو سره د ىو مىلىارد او ۶۲۰ مىلىونه ډالرو څلور قراردادونه کړی ،چې د افغانستان د ملی اردو او کورنىو چارو وزارتونو سرتېرو او پولىسو ته روزنه ورکړی.په راپور کې دا هم راغلی چې د ۴۲۱ مىلىونه ډالرو په ارزښت دوه قراردادونه‌ ىې تر اوسه هم دوام لری چې په روانه نوومبر مىاشت کې به ختم شی.بل‎خوا د افغانستان دملی دفاع وزارت وىاند غفور احمد جاوېد هم د سىګار راپور ناسم بولې او وایی ، چې د امرىکا د دفاع وزارت له‎خوا افغان امنىتی او دفاعی ځواکونو ته روزنىز او د مشوره ورکوونې پروګرامونه ډېر ګټور تمام شوی.ښاغلی جاوېد زىاته کړه:(( دغه پروګرامونه که روزنىز دی او که مشورې تی، ډېر مؤثر دی، تاسو ولىدل ، چې افغان امنىتی او دفاعی ځواکونه وتوانېدل، چې د پارلمانی ټاکنو امنىت ىی خوندی کړ او په ښه توګه ىې مدىرىت کړ، د همدغه روزنىزو پروګرامونو له امله د دوى ظرفىت لوړ شوى دى.))

ممکن است شما دوست داشته باشید