روزنامه هیواد

د ملی تدارکاتو کمېټې د کار او بوختیا لپاره د سترو پروژو تړونونه لاسلیک کړل

د افغانستان داسلامی جمهوریت د جمهور رییس محمداشرف غنی په مشرۍ ملی تدارکاتو کمېسیون غونډه وړم ماښام په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې ۴۵ تدارکاتی مورده وارزول شول چې په پایله کې یې ملی تدارکاتو کمېسیون د څه باندې ۷،۱۱ میلیارد افغانیو په ارزښت ۴۴ مورده منظور شول. د انرژۍ او اوبو وزارت اړوند د غور ولایت پنځه مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه هم په منظور شویو تدارکاتی مواردو کې شامله ده. دغه راز په ۱۰ ولایتونو کې د ۱۷ لیلیو د جوړولو پروژو قرارداد د ورکړې منظوری،  په ۲۷ ولایتونو کې د ۲۷ ورزشی جمنازیمونو او د کنفرانسونو د تالارونو د جوړولو قرارداد، په ۳۴ ولایتونو کې د ۳۶ جوماتونو او فاتحې صالونونو د جوړولو قرارداد، په ۳۴ ولایتونو کې د ۱۰۲ تم‏ځایونو د جوړولو قرارداد پروژه او د افغانستان د اسلامی جمهوریت د مالی، اداری عملیاتی او حمایوی واحد لوى ریاست اړوند د هرات ولایت تاریخی ګودامونو د ترمیم پروژې قرارداد چې په دغو تدارکاتی مواردو کې شاملېږی. د غور  ولایت د ۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پر پروژې د بحث پر مهال جمهوررییس غنی ټینګار وکړ، د دغه ولایت اوسېدونکی برېښنا ته عاجله اړتیا لری  او د اوبو او انرژې وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې د پیشنهادی داوطلب سره  دې مذاکره وکړی او دغه پروژه دې په کم وخت کې په غور کې عملی کړی. له بلې خوا، د فواید عامې وزارت اړوند د نورستان ولایت له دوآب څخه ترمنډول پورې د لومړۍ برخې  دویم لاټ د سرک د فسخې د منظورۍ غوښتنه تصویب او دغه وزارت مکلف شو چې بدیل وړاندیز او راپور یې کمېسیون ته وړاندې کړی. سربېره پر دې د طوطی میدان بلاک ( امو سیند ګاز) پروژې د تدارکاتی مرحلو د منظوری د فسخې وړاندیز او د یادې پروژې د تدارکاتی مرحلو د بیا پیلېدو د منظوری غوښتنه، د ۲ قلمه پوستکی لرونکې څېړۍ او ارچې لرګیو د قرارداد د فسخه کولو غوښتنه او د ملی دفاع وزارت د ۲۰۷ظفر قول اردو د قطعاتو او جزو تامونو د اړتیا وړ۷ قلمه ملحقاتو د برابرونې او تدارک قرارداد د فسخه کولو د منظورۍ غوښتنه هم د ملی تدارکاتو کمېسیون له خوا منظور شوه. دغه راز ملی تدارکاتو کمېسیون له غور او ارزونې وروسته د پنځو پروژو د تعدیل د منظورۍ غوښتنه تائید کړه. په دې غونډه کې له اجنډا سره سم د کمېسیون غړو، د دغه کمېسیون د مخکېنیو پرېکړو د لارښوونو د تحقق پر راپور چې شپږ پروژې پکې شاملې دی، بحث وکړ چې تائید یې کړې. خو د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند د غور ولایت د پوزه لېچ اوبو برېښنا دستګاه د جوړولو پروژې د مودې د غځولو قرارداد د تعدیل د منظورۍ غوښتنه  په دې اساس چې پېشنهادی داوطلب په کافی اندازه توانایی نه لری رد شوه او دغه وزارت ته دنده وسپارل شوه چې بدیل یې ملی تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړی. د افغانستان د اسلامی جمهوریت د عملیاتی او مالی حمایوی ادارې عمومی ریاست د بنائی ساختمانی تصدۍ تخنیکی او مالی بنیادونه د پیاوړتیا په موخه د لارښوونې غوښتنه کمېسیون ته وړاندې کړه چې کمېسیون یې غوښتنه د دې تصدۍ په اړه د راپور تر  وړاندې کولو پورې په پرنسیب کې تصویب کړه. ملی دفاع وزارت د درملو او طبی لازمو موادو او لابراتوری ریجنټونو د قرارداد په اړه د ملی تدارکاتو کمېسیون د مخکېنۍ پرېکړې په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه او ملی تدارکاتو کمېسیون د تدارکاتو ملی ادارې ته لارښوونه وکړه چې د ملی دفاع وزارت د صحی ریاست سره په همغږۍ دغه موضوع وارزوی او د اړتیا وړ  ریجنټونو د برابرولو لپاره دې بېړنی اقدامات وکړی. د BDO کمپنۍ په اړه چې د اوبولګولو د پروژو په اړه کافی تجربه نه لری د اوبو او انرژۍ وزارت د لارښوونې وړاندیز تر ارزولو وروسته منظور شو او دې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې کمېسیون ته بدیله طرحه وړاندې کړی. د افغانستان د وسپنۍ پټلۍ خپلواکې ادارې د اقینې د وسپنۍ پټلۍ په سټیشن کې د ۱۰ کیلومتره وسپنۍ پټلۍ پروژې د سروې، ډیزاین او د ساختمان د تمدید قرارداد د راتلونکو مرحلو په اړه  د لارښوونو وړاندیزغونډې ته وکړ چې ملی تدارکاتو کمېسیون له هر اړخیزو بحثونو وروسته مالیې وزارت ته دنده وسپارله، ترڅو د دغې پروژې د اړتیا وړ بودجه برابره کړی. په دې غونډه کې د ملی تدارکاتو کمېسیون پر رییس او غړو سربېره، د ملی تدارکاتو ادارې مسوولینو، د ملی شورا د مالی او بودجې او اقتصاد کمېسیونونو ملی څارونکو هم حضور درلود.

ممکن است شما دوست داشته باشید