روزنامه هیواد

د ملی تدارکاتوکمېسیون د امنیتی او دفاعی بنسټونو پروژې وارزولې

د ملی تدارکاتو کمېسیون غونډه د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غنی په مشرۍ وړم مازدیګر په ارګ کې و شوه.په دې غونډه کې، د ملی تدارکاتو ادارې د تدارکاتی بهیر د چټکتیا، د پروسو د شفافیت او په امنیتی سکتور کې د لا زیاتو تدارکاتی آسانتیاوو په موخه په امنیتی سکتور کې د تدارکاتو اصلاحی طرحه له مشخصو وړاندیزونو سره وړاندې کړه ،چې ملی تدارکاتو کمېسیون یې هرکلی او په هغه اړه لازمې لارښوونې وکړې. پر دې سربېره په دې غونډه کې د ملی دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د لارښوونو، یادښتونو او تدارکاتی موضوعاتو غوښتنې کمېسیون ته وړاندې شوې چې تر بحث وروسته د اړوندو بنسټونو مسوولینو ته مشخصې دندې وسپارل شوې او ټینګار وشو، چې د انحصار د مخنیوی، د داوطلبانو او قراردادیانو د مالیاتی تصفیې میکانېزم، د پانګونې بهیر ارزونې، د اټکلی بیو د ټاکلو لپاره د معیارونو رعایت او د لا زیاتو تدارکاتی آسانتیاوو رامنځته کولو لپاره هڅه وکړی.  په دې غونډه کې د کمېسیون پر غړو سربېره د ملی تدارکاتو ادارې مسوولینو او ملی او بین المللی څارونکو هم حضور درلود

ممکن است شما دوست داشته باشید