روزنامه هیواد

د ملی بودجې په سند کې دې د کارموندنې پروژې شاملې شی

د مالیې وزارت سرپرست او په بنسټیزو چارو کې د ولسمشرۍ د عالی مقام ستر سلاکار محمد همایون قیومی او د یاد وزارت د مالی مرستیال زاهد همدرد په مشرۍ د ۱۳۹۹ مالی کال د ملی بودجې استماعیه غونډې جوړې شوې.

په دې غونډو کې له مهال ویش سره سم د عامې روغتیا، مالیې، صنعت او سوداګرۍ، ملی دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسوولینو ګډون کړی وو. همدا شان د بودجې د کمېټې غړو، مدنی ټولنو استازو، د افغانستان دعامه مطالعاتو بنسټ، د افغانستان د روڼتیا څار او ملی بودجې عدالت غوښتونکو ډلې هم شتون درلود.

په لومړی سر کې د یادو ادارو استازو ته د ۱۳۹۹ مالی کال د استماعیه غونډو اصلی چوکاټ روښانه او د دې ادارو بودجوی اړتیاوو او امکاناتو ته په کتو د راتلونکی مالی کال په ملی بودجه کې یې د لومړیتوبونو د په پام کې نیولو په تړاو هر اړخیزې خبرې وشوې.

د مالیې وزارت سرپرست او د یاد وزارت مالی مرستیال ټینګار وکړ، چې د ملی بودجې په سند کې هغه پروژې ورګډې شی ، چې د خلکو په ورځنی ژوند، اقتصادی وضعیت، کارموندنه او ملی عوایدو مثبته اغېزه لری او اقتصادی ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره له افغانستان سره مرسته وکړی.

د یادونې وړده، چې د ملی بودجې استماعیه غونډې به په پرله پسې توګه له ټولو بودجوی واحدونو سره و شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید