روزنامه هیواد

د ملی امنیت شورا غونډې د ارزګان او سرپل ولاىتونو امنیتی وضعیت وارزاوه

د افغانستان د اسلامی جمهورىت د جمهور رییس محمد اشرف غنی په مشرۍ د ملی امنىت شورا غونډه وړمه ورځ له غرمې مخکې په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوه.په دې غونډه کې د ۱۳۹۶ل کال د غبرګولی د ۱۲ نېټې د لارىونونو، چې د محمدسالم اىزدىار په شهادت بدل شول، د ارزونې مؤظف پلاوی خپل ابتداىی راپور وړاندې شو.د ملی امنىت شورا غونډې لوى څارنوالۍ ته لارښوونه وکړه چې ىاد راپورپه مشخصه موده کې نهاىی کړی.همدارنګه غونډې د هېواد عمومی په ځانګړی ډول د ارزګان او سرپل ولاىتونو امنىتی وضعىت وارزاوه او د ىادو ولاىتونو د امنىتی وضعىت د ښه والی او د دښمن د تهدىدونو د دفعه کولو په موخه ىې لازمې لارښوونې وکړې.په پاى کې د امنىتی او دفاعی ارګانونو مسوولىنو ته د ارزګان ولاىت د امنىتی وضعىت د ښه والی په موخه د بىړنىو اقداماتو او همدارنګه اړوندو مسوولىنو ته د وروستۍ پېښې بې ځاىه شوىو سره د بىړنىو بشری مرستو په اړه لارښوونې وشوې.

ممکن است شما دوست داشته باشید