روزنامه هیواد

د ملی امنیت شورا: د ملکی مرګ‌ژوبلې عاملین طالبان او د هغوی ملګرې ترورېستی ډلې دی

د ملی امنیت شورا وایی: د دوی موندنې ښیی چې طالبان او د هغوی ملګرې ترورېستی ډلې په افغانستان کې د ملکی مرګ‌ژوبلې د غوڅ اکثریت عاملین دی.د ملی امنیت شورا د دفتر په اعلامیه کې چې وړمه  ورځ خپره شوې راغلی چې طالبان پر ملکیانو په حملو کې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه لاس لری.د اعلامیې له مخې په افغانستان کې د ۲۰۲۰م کال په اپرېل میاشت کې طالبانو ۱۴۱ ملکی وګړی وژلی او ۲۷۵ نور یې ټپیان کړی دی.په داسې حال کې چې طالبانو د یوناما راپور رد کړی، افغان حکومت یو ځل بیا له دې ډلې غوښتی چې له جګړې لاس واخلی او د سولې خبرو ته حاضر شی.دا وروسته له هغه چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې په راپور کې وویل، چې طالبانو په اپرېل میاشت کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ملکیانو ته ۲۵ سلنه او افغان حکومتی ځواکونو ۳۸ سلنه زیاته مرګ‌ژوبله اړولې ده.د دې ادارې پر وینا په همدې میاشت کې افغان حکومت ته هم د ۱۷۲ ملکی وګړو تلفات راجع شوی دی چې د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله ۳۸ سلنه زیاتوالی ښیی.افغان حکومت وایی چې له امریکا سره تر موافقې له لاسلیک مخکې او وروسته طالبانو تاوتریخوالی انتخاب کړی او له افغان حکومت سره‌یې له مخامخ خبرو تر ننه پورې ډډه کړې ده.د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی وایی، چې د افغانستان حکومت د سولې مذاکراتو ته چمتو دی او له طالبانو غواړی چې ورته اقدام وکړی.ده زیاته کړه: (( موږ هیله لرو طالبان نورې پلمې جوړې نه‌کړی او له تاوتریخوالی لاس واخلی. په واقعیت کې ښکاره کړی چې دوی سوله غواړی ،ځکه څو موده مخکې یې په قطر کې له امریکا سره موافقه لاسلیک کړه، خو افغانان داسې تاثر اخلی چې دوی برعکس د موافقې تر لاسلیک وروسته تاوتریخوالی زیات کړی.)) صدیقی زیاته کړه، چې اوس وخت مسووولیت طالبانو ته راجع کېږی چې ایا دوی سوله غواړی که جګړې ته دوام ورکوی.د قطر په دوحه کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین بیا وایی، چې د ستونزې حل د دوحې د موافقه لیک په عملی کولو کې دی، چې د طالب بندیانو تر راخوشی کېدو وروسته بین‌الافغانی خبرې پیل شی.په همدې حال کې وړمه ورځ په علنی توګه خپاره شوی راپور کې د امریکا دفاع وزارت عمومی سرپلټونکی د دې هېواد کانګرېس ته ویلی، چې که څه هم امریکا له طالبانو سره موافقه لاسلیک کړې ده، خو ځینو پېښو پوښتنې راپورته کړې چې ایا د سولې بهیر به عملی شی که نه او د موافقې تر لاسلیک وروسته‌یې تاوتریخوالی لا زیات کړی.په دې راپور کې راغلی چې طالبانو په افغانستان کې د ائتلافی ځواکونو پر وړاندې تاوتریخوالی کم کړ، خو پر افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو یې حملو ته دوام ورکړ.د راپور له مخې امریکا بیا هم په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر له ۱۳ زرو څخه ۸۶۰۰ ته کم کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید