روزنامه هیواد

د ملی اردو ۲۸۰ لوړپوړی افسران تر عدلی تعقىب لاندې دی

د افغانستان دفاع وزارت واىی، په تېرو څلورو کلونو کې له فساد سره د دغه وزارت مبارزه جدی وه او په همدې دلىل ىې د جنرالانو په ګډون د اردو سلګونه افسران تر عدلی تعقىب لاندې نىولی دی.

د دغه وزارت وىاند غفور احمد جاوىد امرىکا غږ ته ووىل، چې د لوړپوړو افسرانو محاکمه دا ښىی، چې دفاع وزارت له فساد سره په مبارزه کې ژمن دى.د هغه په وىنا د اردو دغه افسران په کابل، ننګرهار، بلخ او ىو شمېر نورو ولاىتونو کې په علنی توګه محاکمه شوی دی.هغه زىاته کړه: (( تقرىباً د ۲۸۰ تنو دوسىې ترتىب شوې ، ۷۹ تنه ىې د خپلو اعمالو په سزا رسېدلی، عدلی او قضاىی بهىر تاسو ته معلوم دى، چې وخت نىسی خو په دغه برخه کې موږ ښې لاسته راوړنې لرلې دی، په دغه جمع کې ډګر جنرال، تورن جنرال، برىد جنرال، ډګروال، جګړن، ډګرمن ټول شامل دی، لومړى ځل دى چې په تېرو څلورو کلونو کې د ډګرجنرال په کچه محاکمه کېږی.))ښاغلی جاوىد له خلکو څخه وغوښتل، چې له فساد سره په مبارزه کې له دغه وزارت سره همکاری وکړی او د ىاد وزارت اړوند په هره اداره کې چې د فساد موضوعات وىنی، رىپوټ دې ورکړی.دا په داسې حال کې ده، چې دوه کاله وړاندې د افغانستان د بىا رغونې لپاره د امرىکا سر مفتشې ادراې ىا سىګار د افغانستان په اردو کې د خىالی سرتېرو له موجودىته خبر ورکړى و.

ممکن است شما دوست داشته باشید