روزنامه هیواد

د ملګرو ملتونو په مرکزی دفتر کې د کوفی عنان پر مړىنه غمرازی وشوه

په نىوىارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزی دفتر کې د ملګرو ملتونو د پخوانی سرمنشی کوفی عنان پر مړىنه غمرازی وشوه.د ملګرو ملتو اوسنی سرمنشی انتونىو ګوتىرىس ووىل:(( په دې وختونو کې چې سىاسی اختلافات او سختې شخړې په زىاتېدو دی، موږ تر بل هر وخت د کوفی عنان سولې غوښتونکی روحىې ته ډېره اړتىا لرو.))کوفی عنان د شنبې په ورځ د اتىا کلونو په عمر د سوىس په بېرن ښار کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.کوفی عنان لومړى افرىقاىى تورپوستى و ، چې په ۱۹۹۷ میلادی کال کې د ملګرو د سرمنشی په توګه غوره شو او تر ۲۰۰۶ کاله ىې دوې دورې دا دنده مخته ىووړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید