روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه او د افغانانو غوښتنه

افغانانو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه ډېره تمه لرله، چې دا غونډه به د افغانستان د اوسنی وضعیت په اړه مهمه پرېکړه وکړی او پر افغانستان به د پردۍ مخامخ جګړې د مخنیوی لپاره جدی اقدامات وکړی. د دې لپاره افغان حکومت ګڼ شواهد تیار کړی وو، چې پاکستان له افغانستان سره په مخامخ جګړه کې ښکېل دی او دغه راز دغه هېواد د طالبانو، ترهګریزو ډلو او خپلو ملېشو پر مټ د افغانستان پرضد جګړه کوی، دا جګړه اوس بربنډه شوې ده او دا د نړیوالو معیارونو خلاف عمل او پر افغانستان یرغل دی، له همدې امله افغانستان له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتنه کوی، چې د دې جګړې په مخنیوی کې مهم رول ولوبوی او د پاکستان د ترهګرۍ مخنیوی وکړی.

بالاخره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه وړمه ورځ (د اګېست په  ۶ مه ، د زمری په ۱۵مه) د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره جوړه شوه. افغانستان، هند، ناروې او استونیا د دې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې وه چې پاکستان ته په کې د ګډون اجازه ورنکړل شوه. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمی استازی غلام محمد اسحاقزی په دې غونډه کې روښانه کړه، چې د نړیوالو قطعنامو په پام کې نیولو سره له ملګرو ملتونو او امنیت شورا غواړو، چې د طالبانو پر وړاندې اقدام وکړی او د دغې ډلې وروستی ورانکاره فعالیتونه وڅاری!

د ده په خبره طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی نو له همدې امله د نړیوالو بنسټونو مسوولیت دی، چې ددغه ډلې پر وړاندې اقدام وکړی. اسحاقزی روښانه کړه، چې طالبان په پاکستان کې مرکزونه، امن پټنځایونه او روزنځایونه لری نو ځکه دوی هڅه کوی نړیوالو ته د طالبانو اصلی مرکزونه په ډاګه کړی. هغه دا هم ووېیل، چې پاکستان ته په کار ده چې له طالبانو سره خپلې همکارۍ ودروی او له افغان سولې سره رښتینې همکاری وکړی.

په اصل کې باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته له دې هم ډېر څه وړاندې شوی وای، لکه د افغانستان پرضد د پاکستان مخامخ جګړه، د افغانستان پر زېرمو، لکه اوبو، کانونو، تاریخی اثارو او … د پاکستان، روسیې او ایران جګړه او دغه راز د افغانستان له پرمختګ، سولې، امنیت او ثبات سره د هغوی مخالفت، دا هغه څه وو، چې ملګرو ملتونو او امنیت شورا ښه په غور سره باید پرې تمرکز کړی وای او داسې پرېکړه لیک یې صادر کړی وای، چې له مخې یې لومړی دا لوری په ځانګړې توګه پاکستان له مخامخ جګړې لاس په سر شوی وای او بیا د افغانستان په وړاندې د ترهګرۍ د ځالو او روزنځایونو پرضد اقدام شوی وای او همدا رنګه د ترهګرۍ او اورپکۍ د تمویل، ساتنې او روزنې ادارو پرضد اقدام شوی وای، خو له بده مرغه چې نه داسې قوی او پیاوړی استدلال وړاندې شو او نه هم د امنیت شورا تر اوسه دا اقدامات نه دی کړی او لا هم مالومه نه ده، چې دا اقدامات به وکړی او که څنګه؟ خو ضروری دی، چې ویې کړی، ځکه له دې امله نه یوازې افغانستان په بحران کې دی، بلکې سیمه او نړۍ هم د دې ترهګرۍ او ناوړو سیالیو له امله په خطر کې دی!

دا سمه ده، چې د افغانستان استازی او د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هند او ځینو نورو اړخونو استازیو ووېیل چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرو روزونکی دی او د افغانستان استازی ټینګار وکړ چې نړیوال باید په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو مرکزونه په نښه کړی، خو دلته اوس د امنیت شورا پرېکړه ضروری ده، چې باید په عادلانه توګه یې وکړای شی او د افغانستان په وړاندې د یرغل دفع کولو ته ملا وتړی. موږ دا شک ځکه کوو، چې پاکستان له دې انکار کړی او استازی یې سره له دې، چې د امنیت شورا په دې غونډه کې نه دی پرېښودل شوی، خو بیا هم وایی، چې ګنې پاکستان د افغانستان ښه ګاونډی دی او د سولې په بهیر کې مخامخ رول لری.

پوښتنه دا ده، چې کوم ګاونډی او کوم رول، اوس دا ګردې نړۍ ته مالومه ده، چې پاکستان ترهګری پالی او پاکستان له افغانستان سره په مخامخ جګړه کې ښکېل  دی، د هغوی ملېشې هره ورځ په افغانستان کې وژل کېږی او یا هم نیول کېږی!

له دې ور هاخوا نورو څېړنو ته هېڅ اړتیا نشته، چې ملګری ملتونه یا یې هم د بشری حقونو کمېسیونونه د افغانستان د وضعیت او د پاکستان د جګړې په اړه وکړی، بلکې اقدام په کار دی او له ملګرو ملتونو او د امنیت شورا په شمول له نړیوالې ټولنې د افغانانو غوښتنه دا ده، چې پر افغانستان د پاکستان، ایران او روسیې له خوا د تپل شوې یا هم مخامخ جګړې د  بندولو لپاره اقدام وکړی. دا نه یوازې ترهګری ده، بلکې پر افغانستان یرغل دی او د ملګرو ملتونو پر یوه غړی او د نړیوالې ټولنې پر یوه ملت دا یرغل ستر جنایت دی او افغانان حق لری، چې ملګری ملتونه او نړیواله ټولنه یې په دفاع کې ودریږی!

ممکن است شما دوست داشته باشید