روزنامه هیواد

د ملکې ګوهر شاد بېګم په درناوی علمی او څېړنیز سیمینار جوړ شو

دملکې ګوهرشاد بیګم د  زیږیدنې دشپږ سوه شپیتمې کالیزې په مناسبت داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  په اهتمام  پرون په کابل کې  علمی او څیړنیز سیمینار جوړ شو.  دباختراژانس دخبریال دخبرله مخې، دغه سیمینار  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دمسوولینو اورییسانو ، یوشمیر دولتی چارواکو او دعلمی اوفرهنګی شخصیتونو په شتون جوړ شو.  دسیمینار په پیل کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ  په بېلابېلو  برخوکې د ملکې ګوهرشاد بیګم دژوندانه دبېلابېلو  اړخونو اوکارنامو په باره کې  خبرې وکړې او  ویې ویل چې په ګوهر شاد اغا مشهوره ملکه ګوهرشاد بیګم د هېواد یوه له پوهو او ویاړلو شخصیتونو څخه وه . داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې  څرګنده کړه چې ملکه ګوهرشاد بیګم دنومیالیو ، نیکو کارو ، ادب  دوستو ، هنرپالو ،  پتمنو او پوهو ښځو له جملې څخه او دتیموریانو ددورې دسیاستوالو له جملې څخه وه .  دې زیاته کړه چې ملکه ګوهرشاد بیګم په بېلابېلو  پیړیو کې سترې کړنې او فعالیتونه لری له دې جملې  څخه له سمرقند څخه هرات ته دپایتخت  لېږدونه،  بنسټونو په تیره بیا دتاریخی څلو او آبداتو جوړولو ته پاملرنه اودغه راز ملکه په دې باوری وه چې ښوونه او روزنه دیوه هېواد دپایښت بنسټ دى . حسینې ساپۍ وویل چې ملکې ګوهرشاد دهېواد په تاریخ کې مهم رول لوبولى دى او دهېواد ښځې کولاى شی دهغې ویاړلې  کارنامې الګو وګرځوی .  دغه راز دسیمینار علمی غونډې درییسې  په توګه د فوزیې ارال ،   دمرستیالې په توګه دجنرالې  خاټول احمدزۍ او دمنشی په توګه دمرضیې ارزو له انتخاب وروسته په کار پیل وکړ .په دې غونډه کې څیړنپوه کتابخان فیضی د (( ګوهرشاد بیګم و کار کرد های فرهنګی وى ، ډاکتر فاروق انصاری  د( دید کلى به نقش سیاسى ګوهرشاد بیګم ) ستورى شمس مایار د ( ملکه  ګوهر شاد بیګم شخصیت چند بعدى وتاریخ ساز کشور ) ، محبوبې  بابکرخیل د( ملکې ګوهرشاد بیګم سیاسی ، فرهنګی او ټولنیزې  هڅې ) ، څیړنپوهې طوبا ابوی صادق د ( کارکردهاى فرهنګی ملکه ګوهرشاد بیګم ) او پوهنیار احمد ولی عالمی د ( جایګاه زنان در دوره تیموریان هرات ) تر عنوانونو لاندې مقالې  په وار سره  ولوستلې .  دغه راز  حمید الله  عبدالاحد زی دګوهرشاد بیګم دمقبرې  دسبک او جوړښت په اړوند تصویری معلومات وړاندې کړل . دسیمینار په بهیرکې  دملی تیاتر دممثلانو په واسطه  د( سخن تاریخ ) تر عنوان لاندې تیاتری  نمایش  اجرا شو .  دغه راز دسیمینار اته فقره ییز پریکړه لیک داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسلاکارې صالحې  خالقی اسحق زى په واسطه ولوستل شو ، چې په یوه برخه یې  دتیموریانو ددورې  دتاریخی آبداتو په ساتنې اوبیا رغاونې ،  دملکې ګوهرشاد بیګم په نامه دمډال اویا جایزې په جوړولو ، دملکې ګوهرشادبیګم په نامه دیوه علمی او فرهنګی مرکزپه جوړولو ، دهغې دشخصیت دزیاتې پیژندنې په اړوند  دبین المللی سیمینار دجوړولو او دغه راز په یوه ټولګه کې ددې سیمینار  دمقالو په چاپولو باندې ټینګار شوى دى . په پاى کې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معیین  پوهاند محمد رسول باوری  دسیمینار کار مثبت وارزاوه  اودملکې ګوهر شاد درول او دفرهنګی اوسیاسی کړنو او مقام په باره کې یې  خبرې وکړې . پوهاند باوری ګوهرشادبیګم دهېواد یوه سابقه لرونکی او ویاړلې ښځه  وبلله دغه راز پوهاند باوری  له هغوپوهانو څخه  چې علمی اوڅیړنېزې  مقالې یې لیکلې وې  او دغه راز دسیمینار له برخه والو څخه مننه وکړه .

ممکن است شما دوست داشته باشید