روزنامه هیواد

د ملکی وګړو وژنې د سختې اندېښنې وړ دی

په ډېرې خواشینۍ سره چې په دې وروستیو کې د ملکی وګړو مرګ ژوبلې بیا ډېرې شوې دی، دغه وګړی په ترهګریزو بریدونو، د افغان حکومت په وړاندې د طالبانو او نورو مخالفو وسله والو بهرنیو یرغلګرو ملېشو او یا هم د ترهګرۍ او اورپکۍ پرضد عملیاتو کې وژل کېږی، خو تر ټولو د سترې اندېښنې وړ خبر دا ده، چې طالبان او ترهګرې ډلې، چې له بهره یې ملاتړ کېږی، ملکی خلک د ځان د دفاع په توګه کاروی! طالبان او ترهګرې ډلې په کلیو او بانډو کې له ملکی خلکو باج اخلی، پرې شپې اړوی، له کورونو یې د جګړې د لومړۍ کرښې ترڅنګ په زوره د خپلو وسله تونونو په توګه کار اخلی، کله چې طالبان په کلیو کې د یو چا کور ته لاړ شی، ډوډۍ خوری او یا هم د کور د خلکو له خوا له وېرې ډوډۍ خوړلو او یا شپې تېرولو ته بلل کېږی او یا هم کله ،چې په جوماتونو کې غونډې کوی او د بریدونو پلانونه جوړوی، نو د رپوټونو پر بنسټ د افغان او یا بهرنیو ځواکونو تر بریدونو لاندې نیول کېږی. په وردګو کې یوه ورځ د یوه سړی کور ته طالبان ورغلی، چې ډوډۍ په کې وخوری، رپوټ ورغلى، چې دلته طالبان را ټول شوی، چاپه ورغلې، طالبان له کوره تښتېدلی، د کور خاوند د هغوى موټرسایکلونه ګوښې ته کړی، خو خپله د افغان ځواکونو له خوا کلا بند شوى، د کور خاوند ورته هر څه په ډاګه ویل، چې طالبانو ډوډۍ غوښته، کور ته راغلل او د تاسو له راتګ سره سم وتښتېدل، له کورنیو ځواکونو سره هم د هغه پرضد د کوم اقدام واک او اختیار نه و، نو یې له کوربه پوښتنه وکړه: (( دولت ښه دى، که طالبان؟ )) د کور خاوند ورته وویل: (( دواړه لوری، خو موږ بدبخته یوو، چې د تاسو د جګړې قربانی کېږو! )) دغه راز حالت حاکم دى، په کلیو کې خلک د طالبانو زور نه لری، هغوى بېوزله او بې وسلې ملکی خلک دی، که طالبان د شپې ځاى ترې وغواړی او یا هم ډوډۍ، هغوى مجبور دی، چې د طالب ډلې غوښتنې ته سر ټیټ کړی، خو په اصل کې له دې ډلې سخت په تنګ دی، ولې به نه وی په تنګ!!! خو چاره نلری، په همداسې حال کې کله چې طالب او نورې ترهګرې ډلې په نښه کېږی، نو هرو مرو یې په ترڅ کې ملکی وګړی د سر او مال درانه زیانونه ګالی. په دې وروستیو کې د هېواد په مرکزی، سویلی او شمالی او دغه راز ختیځو زونونو کې په همدې توګه ملکی وګړی د جګړې قربانی کېږی، په ختیځ کې خو ملکی وګړی د پاکستان د ملېشو ،چې داعش نومی او دغه راز طالب ډلې په ولکه کې دی، مال او ملک یې هم نه شی تصرف کولى، تر ډېره د دې ډلو له خوا برمته کېږی هم، له همدې امله د ملکی وګړو تلفات رامنځته کېږی او دا په هر ډول حالت کې د منلو او زغملو نه دی! په دې اړه هم په ملی او هم په نړیواله کچه خواشینی څرګندېږی رپوټونه وایی، چې په ۲۰۱۸ مىلادی کال کې څه باندې ۳۸۰۰ افغان ملکىان وژل شوی دی، چې کوچنیان په کې شامل دی. دا په افغانستان کې په تېره لسیزه کې د کوچنیانو د تلفاتو په اړه ستره اندېښنه ده. له ۲۰۰۹ مىلادی کال راهیسې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، ۳۲ زره ملکیان په افغانستان کې وژل شوی او ۶۰ زره نور ټپیان شوی دی. د ملکی وګړو د خوندىتوب او عدالت غوښتنې ګروپ معلومات پر اساس د فېبرورۍ پر نسبت په مارچ کې ملکی مرګ ژوبله نېږدې ۳ برابره جګه شوې ده، روان کال په فېبرورۍ مىاشت کې ۱۶۵ ملکی کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. ىاده مرګ ژوبله د ۲۰۱۸ کال د مارچ په پرتله هم زىات والى ښیی. په اپرېل میاشت کې هم ډېرو ملکی وګړو ته د سر زیانونه اوښتی دی، خو تر اوسه پورې یې رسمی شمېرې نه دی په ډاګه شوې، ځکه نږدې هره اوونۍ ملکی وګړی وژل کېږی! دا وژنې په هېڅ توګه د منلو نه دی، دا منو چې طالبان به کورونو کې را ټولېږی، یا به هم د کومې کورنۍ غړى یا بچۍ طالب وی او له ځانه سره به وسله وال طالبان بیایی، خو پر داسې کورنیو بریدونه هېڅ روایت نه لری، ځکه ملکی وګړی په کې زیان وینی، موږ ولیدل، چې په میدان وردګو کې د طالب ډلې د له منځه وړلو په چاپو او په تېره بیا شپنیو عملیاتو کې واړه ماشومان چې آن د خداى پاک ج له خوا هم مسوول نه دی، یعنې معصوم دی، ووژل شول. په تېره کب میاشت کې څو څو ځله د ملی امنیت شورا او له کورنیو دفاعی، امنیتی او نورو مسوولو ادارو او یا هم د ناټو له قوماندانۍ سره ولسمشر محمد اشرف غنی په دې اړه غونډې وکړې او له هغوى یې د ملکی وګړو د خوندیتوب لپاره طرحې وغوښتې، ولسمشر غنی په روښانه توګه هغوى ته سپارښتنه وکړه، چې د ترهګرۍ او اورپکۍ ضد جګړه او عملیاتو کې باید ملکی وګړی خوندی وی! ښایی هغوى طرحې جوړې کړې وی، خو بیا هم کله چې ملکی وګړی وژل کېږی اویا یې هم طالب د ځان د دفاع لپاره کاروی، نو دا د سختې اندېښنې وړ مسئله ده، چې په همدې توګه د حکومت او ملت ترمنځ واټن رامنځته کوی او دا واټن بیا لا پسې پراخېږی او بالاخره په تقابل او ټکر بدلېږی. که طالب ډله او یاهم افغان ځواکونه د جګړې په ترڅ کې د ملکی وګړو خوندیتوب ته پام ونه کړی او خداى مه کړه دا لړۍ دوام ومومی، نو ژر ده، چې د جنګی جنایتونو پلټنه وشی او ملت په پراخه کچه غږ پورته کړی!

تمیم

ممکن است شما دوست داشته باشید