روزنامه هیواد

د ملکی مرګ ژوبلې په اړه د بشری حقونو د کمېسیون اندېښنه!

په روان لمرىز کال کې ملکىانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمېسىون اندېښنې راپارولې دی.

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسىون د روان لمرىز کال پیل ملکىانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې له پلوه خونړى بولی او وایی چې دغه وضعىت باىد دوام ونه کړی.

د دغه کمېسىون اجرائیوی ریىس موسى محمودی وایی چې د روان لمرىز کال په لومړىو درېـىو ورځو کې په هلمند، کندوز او کابل کې ملکىانو ته د مرګ ژوبلې اوښتلو خلک اندېښمن کړی دی.

ښاغلی محمودی د شنبې په ورځ آزادۍ راډىو سره په خبرو کې پر ملکىانو حملې وغندلې او زىاته ىې کړه چې وروستۍ پېښې دا ښیی چې ښکېلې خواوې د خلکو د خوندىتوب په برخه کې په خپلو ژمنو عمل نه کوی: (( موږ د تېر کال په څېر د دغه کال په پىل کې هم مرګ ژوبله لرله، د ملکی وګړو د خوندىتوب لپاره په پالېسىو کې د بدلون کومه اراده نه لىدل کېږی او دا د زىاتې اندېښنې او محکومىت وړ ده، دغه موضوع د تاوترىخوالی د زىاتېدو لامل کېږی او د تېر په څېر به بىا هم خلک قربانی شی.))

د بشری حقونو خپلواک کمېسىون په داسې حال کې اندېښنه ښیی چې د نوی لمرىز کال په لومړىو درېىو ورځو کې په هلمند، کندز او کابل کې خونړىو حملو ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله واړوله.

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د شنبې په سهار د بزګر د مېلې د مراسمو پرمهال په یوه ورزشی لوبغالی کې دوه چاودنې وشوې.

د افغانستان د کورنىو چارو وزارت وایی: په دغې پېښه کې درې تنه وژل شوی او ۳۱ نور ټپیان دی چې زىاتره ىې ملکی وګړی دی.

دا شان د کندز د ولاىتی شورا یو شمېر غړو ازادی راډىو ته وىلی دی چې د دغه ولاىت په ګل تپې ولسوالۍ کې د بهرنىو ځواکونو د وړمې شپې په هوایی حمله کې د شپږو ماشومانو او درېىو ښځو په ګډون، ۱۲ تنه وژل شوی دی.

د دې ترڅنګ د نوی کال په لومړۍ ورځ هم د کابل ښار کارته سخی ته نږدې په درېىو چاودنو کې شپږ تنه ووژل شول او ۲۳ نور ټپیان شول.

د نوی لمرىز کال په لومړىو درېىو ورځو کې ملکی وګړو ته اوښتې مرګ ژوبلې خلک هم زىات اندېښمن کړی او دوى وایی چې له هرې ممکنې لارې باىد د جګړې او ملکی وګړو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو مخه ونىول شی.

د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په ۱۳۹۷ لمرىز کال کې ملکی وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله په تېرو اتلسو کلونو کې بې سارې ګڼلې او وىلی ىې دی چې د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې شمېر ۴۰۰۰ تنه و چې ۹۲۷ ىې ماشومان دی.

طالبانو د بشری  حقونو د خپلواک کمېسىون د دغې اندېښنې په اړه تر دې مهاله څه نه دی وىلی، خو له دې وړاندې یې وىلی وو چې د ملکی وګړو خوندىتوب دوى ته لومړىتوب لری. افغان چارواکو په ځانګړې توګه، ولسمشر محمد اشرف غنی په تېر کال کې د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې په زىاتېدو اندېښنه ښودلې او ټینګار ىې کړى چې باىد مخنىوى ىې وشی.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنىو چارو وزارت د وىندوى د دفتر سرپرست نصرت رحىمی وایی : ټولو امنىتی ځواکونو ته لارښوونه شوې ده چې د عملىاتو پرمهال د ملکی خلکو ژوند ته پام وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید