روزنامه هیواد

د ملا برادر خوشی ‌کېدل او د افغان سولې په اړه نوی پرمختګونه

د ملی یووالی حکومت له رامنځته کېدو وروسته، د تېر په پرتله د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د پیل په موخه، ډېرې هڅې وشوې؛ خو دغو هڅو د څلورو کلونو په تېرېدو سره کومه رغنده پایله ونه لرله او دا پروسه په یو ډول له بن‌ بست سره مخ شوه، چې له امله یې په وروستیو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل په موخه ځینې ګامونه واخیستل شول.

د دغو ګامونو پر دوام، باور دا دی، چې په پاکستان کې له زندانه د ملا برادر په ګډون د طالبانو د درېیو مهمو چارواکو خوشی‌ کېدل او د هېواد دننه د یو شمېر نورو پېښو رامنځته کېدل ـ چې په ملی او نړیواله کچه هم د خلکو پام ور اوښتى دى ـ هغه ګامونه دی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل په موخه اخیستل کېږی؛ خو افغان حکومت بیا د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو وروستۍ هڅې، یوازې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل په موخه بولی.که څه هم د افغان سولې په اړه ډېر بحثونه کېږی؛ خو په وروستیو کې یې ځینې خواوې خورا پېچلې او ګونګې ښکاری. دا چې د سولې په تړاو وروستی پرمختګونه یا اخیستل شوی ګامونه څه دی، له زندانه د ملا برادر خوشی‌ کېدل به د سولې بهیر ته څه ورکړی او په ټولیز ډول دا پروسه اوسمهال په کوم لوری روانه ده؟ هغه پوښتنې دی چې دلته یې د ځوابولو هڅه شوې ده.د افغان سولې په تړاو د وروستیو هڅو او پرمختګونو په اړه ګومان دا دی، چې د زلمی خلیلزاد له ټاکل کېدو وروسته له
طالبانو سره د سولې په تړاو ګامونه اخیستل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوری نږدې دوه میاشتې وړاندې زلمی خلیلزاد په دغه وزارت کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د رهبرۍ لپاره د ځانګړی سلاکار په توګه وګومارل شو. نوموړی د خپل نوی ماموریت پیل د افغان سولې په تړاو د همغږۍ رامنځته کولو په موخه د افغانستان په ګډون پنځو هېوادونو (افغانستان، پاکستان، سعودی عربستان، متحده عربی امارات او قطر) ته په لس ورځنی سفر سره وکړ.خلیلزاد افغانستان ته د سفر پر مهال له افغان ولسمشر او اجرائیه رییس سره پر کتلو سربېره، له یو شمېر افغان سیاستوالو، جهادی مشرانو او د افغانستان په سیاسی ډګر کې مطرح څېرو سره هم خبرې وکړې.نوموړی، سره له دې چې د پاکستان سرسخت منتقد امریکایی سیاستوال هم دی، خو د خپل ماموریت په لړ کې یې اسلام‌آباد ته هم سفر وکړ او له پاکستانی چارواکو سره یې د افغان سولې په باب خبرې وکړې. خلیلزاد پر پاکستان غږ وکړ، چې له افغان حکومت سره د سولې په برخه کې همکاری وکړی.پر پاکستان سربېره زلمی خلیلزاد سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو او قطر ته هم سفرونه وکړل. له دغو سفرونو داسې انګېرل کېږی، چې نوموړى هڅه کوی،چې د دغو هېوادونو په همکارۍ له یوې خوا طالبان د سولې خبرو ته وهڅوی او له بلې خوا د همدغو هېوادونو، په ځانګړې توګه د سعودی عربستان په مرسته اسلام‌آباد هم د افغانستان د سولې په قضیه کې رښتنې همکارۍ ته وهڅوی.

د ملا برادر خوشى ‌کېدل:

له طالبانو سره د سولې په تړاو د سیمه‌ییزو هڅو او پرمختګونو پر دوام شنونکی په دې اند دی، چې په پاکستان کې له زندانه د مهمو طالب چارواکو، په ځانګړې توګه د ملا عبدالغنی برادر خوشى ‌کېدل، د دغو هڅو او پرمختګونو یو هیله‌بښونکی او مثبت ګام دی.

ملا عبدالغنی برادر، چې څو ورځې وړاندې په پاکستان کې له زندانه آزاد شو، د ارزګان ولایت اوسېدونکى دی. نوموړى له هغو څلورو کسانو څخه یو و، چې په ۱۹۹۴م کال کې یې د طالبانو تحریک پیل کړ، برادر د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ملا محمد عمر مرستیال، د هرات والی او د دغه تحریک لوی درستیز هم پاتې شوى.

په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته، ملا برادر د وسله‌والو طالبانو د مقاومت د یو مهم غړی په توګه د بهرنیو ځواکونو او افغان حکومت پر وړاندې جګړه پیل کړه، چې وروسته له نهو کلونو په ۲۰۱۰ م کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پاکستانی استخباراتو او امریکایی ځواکونو له لوری ونیول شو. د نوموړی د نیولو په اړه ویل کېږی؛ ملا برادر ځکه د پاکستان له‌خوا ونیول شو، چې هغه غوښتل له افغان حکومت سره خبرې وکړی.که څه هم پاکستان له زندانه د ملا برادر د خوشى کېدو خبر په ۲۰۱۳م کال کې هم خپور کړ، خو هغه مهال دا خبر د نوموړی کورنۍ ته نږدې کسانو او طالبانو رد کړ؛ خو تازه په پاکستان کې د ملا برادر په ګډون د دریو طالب چارواکو د خوشى کېدلو خبر داسې مهال خپرېږی، چې په وروستیو کې له طالبانو سره د سولې په اړه خپله امریکا هڅې پیل کړې  او له همدې کبله ویل کېږی چې ملا برادر د امریکا په غوښتنه د قطر هېواد د بهرنیو چارو وزیر په همکارۍ خوشى شوى ، ځکه تېره اوونۍ د قطر د بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد ته سفر کړى او له عمران خان سره یې لیدلی وو. په ټوله کې ویلی شو، چې په پاکستان کې له زندانه د ملابرادر خلاصون که د سولې په خبرو کې د باور جوړونې لپاره وی، نو دا بیا یو مثبت ګام دى. له بلې خوا نوموړی د طالبانو په تحریک کې یو پوخ سیاستوال، اغېزلرونکى او په ټوله کې د سولې او روغې جوړې طرفدار کس دی، له همدې کبله داسې تحلیلونه هم شته، چې ښایی نوموړى په دې تمه خوشى شوى وى، چې له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو اترو د پیل لپاره کار وکړی.د دې ترڅنګ چې په پاکستان کې له زندانه د ملا برادر او دوو نورو طالب چارواکو خلاصون، د افغان سولې په تړاو د پرمختګ او د سولې لپاره یوه برخه ګڼل کېږی.  پر دې ټولو سربېره، په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره له پاکستانه علاوه، د سیمې ځینې نور هېوادونه لکه: ایران، روسیه او چین هم اغېزناک رول لوبولى شی؛ خو دا چې دغه هېوادونه په افغانستان کې د امریکا له حضوره په وېره کې دی او د امریکا حضور د سیمې لپاره ګواښ ګڼی، اړتیا ده چې په افغانستان کې د سولې په موخه د دغو هېوادونو د ریښتنې همکارۍ لپاره د دوی باور تر لاسه شی. د دې باور ترلاسه کولو لپاره اړتیا ده چې امریکا له هرې ممکنې لارې کار واخلی او د خپل حضور په اړه د دغو هېوادونو بدګمانی له منځه یوسی. که څه هم اوسمهال داسې ښکاری، چې د دغو هېوادونو رول له پامه غورځول شوی دی.

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز

ممکن است شما دوست داشته باشید