روزنامه هیواد

د مـطالـعـې ارزښــت

ایا مطالعه کول زموږ د مقالې لپاره اهمیت لری؟ د مقالې د لیکلو لپاره څنګه باید مطالعه وکړو، په مقاله لیکلو کې له کومو لارو چارو څخه ګټه واخلو او له کومو ماخذونو څخه په کوم ډول استفاده وکړو. د مقالې لیکلو لپاره مطالعه ډېر اهمیت لری، یعنې د وخت  او زمان تېرېدل او ډېره مطالعه د مقاله لیکونکی په کارونو کې پیاوړتیا پیدا کوی. په همدې ډول د تحقیقاتی کارونو لپاره د منابعو او ماخذونو مطالعه هم ډېر ارزښت لری او دغه مطالعه په ساینسی او د ټولنیزو علومو په څېړنو کې لومړنی ضرورت دی. له مطالعې مخکې باید څېړونکی مواد ډلبندی کړی، اول لاس او دویم لاس ماخذونه سره بېل کړی او کوښښ وکړی، چې د دویم لاس او درېیم لاس منابعو پر ځای له اول لاس منابعو څخه استفاده وکړی، ځکه چې اکثره وخت په دویم لاس او درېیم لاس منابعو کې غلطۍ ډېرې وی، نسبت اول لاس منابعو ته. څېړونکی د موادو او منابعو د مطالعې په وخت کې باید د استفادې وړ اثار او مواد  په دوو برخو ووېشی:یو ډول هغه اثار دی چې د څېړنې په وخت کې زیاته استفاده ترې کېږی او د څېړنې اړوند مواد او موضوعات په کې زیات وی او بل ډول هغه اثار دی، چې د څېړنې اړوند مواد او موضوعات په کې کم پیدا کېږی او لومړۍ ډله اثار باید د اصلی او کلیدی اثارو په ډول کارآمد وی او دویمه ډله اثار فرعی اثار دی. اول باید اصلی اثار ولوستل شی او ورپسې د فرعی اثارو لوستل اړین دی. د اثارو دغه ډلبندی د موادو د یوشانوالی او سره بېلوالی پر بنیادونو کېږی، د  درجه بندۍ ګټه دا ده چې پرموادو غور او فکر اسانېږی. د وخت د ضایع کېدو مخه نیسې او د څېړونکی له څېړنې سره مرسته کوی. څېړونکی د موادو او منابعو د مطالعې په وخت کې د اصلی او فرعی اثارو هغه برخې باید مطالعه کړی، چې د څېړنې اړوند موضوعات په کې وی او یا د معنا په لحاظ یو له بله سره معنوی اړیکه ولری، که چېرې د څېړنې اړوند مواد په یو اثر کې له پیله تر پایه په ټولو برخو کې لږ لږ راغلی وی، نو څېړونکی مجبور دی چې، ټول اثر ولولی. د مقالې لیکلو لپاره دوامداره مطالعه، دمنابعو درلودل، د ځانګړو منابعو تشخیصول او فردی روزمره مطالعه اهمیت لری.  د هر کار د ژر او ښه پرمخ بېولو لپاره فکری تمرین ته ډېره  اړتیا شته د مطالعې په وخت کې فکری تمرکز یو ځانګړی اهمیت لری او ډېر اړین جز بلل کېږی. د فکری تمرین د نه شتون په صورت کې که تاسو ساعتونه، ساعتونه مطالعه هم و کړئ، کومه ځانګړې ګټه به ترې وانه خلئ، یعنې نه به پر لوستو پوه شئ او نه به یې پر مفهوم.د حافظې د غوره والی لپاره توجه هم ډېره اړینه ده، که په تاسو کې د فکری تمرین وړتیا وی، نو حافظه به مو هم پیاوړې وی او په ډېر لږ وخت کې ډېر څه زده کولی شئ، خو که د مطالعې پر مهال مو خیالات ګډوډ وی، نو ستاسو په حافظې کې څه شی نه ساتل کېږی. د غوره مطالعې او ښې حافظې لپاره اړینه ده، چې تاسو د فکری تمرین صلاحیت ولرئ.

د پاملرنې لپاره په ټولنیز ډول دوه ډوله عوامل شتون لری:

۱ – کورنی عوامل

۲ – بهرنی عوامل

الف: کورنی عوامل

۱- د خوب لږوالی یا د خوب ستونزې

۲ – نامتوازن او غیر صحی خواړه

۳ – ورزش نه کول

۴ – بدنی زخمونه یا دردونه

۵ – بدنی ناروغۍ

۶ – اروایی خپګانونه، فشارونه او نور

پورتنی ټول هغه عوامل دی، چې مطالعې او فکر کولو ته زمینه نه شی برابرولای

 ب: بهرنی عوامل :

بهرنی عوامل هم لکه د کورنیو عواملو غوندې پر مطالعه  او فکر کولو خپل تاثیرات لری. لکه

۱ – د مطالعې په وخت کې پر ډېر اوچت مېز اویا پرډېر ټیټ مېز لوستل کول

۲ – د مطالعې پر مهال په نا آرامه ځای کې کېناستل،( لکه خرابه چوکۍ او نور….)

۳ – د چاپېریال خرابوالی ( ډېر شور او غالمغال)

۴ – موسیقی

۵ – ډېره روښنایی او یا تلونکې او راتلونکې روښنایۍ

۶ – ډېره تودوخه یا ډېر ساړه

۷ – تلویزیون، رادیو، مبایل او نور

۸ – په خونه کې د نورو خلکو خبرې اترې

۹- د ملګرو یا د کورنۍ د غړو مداخله او داسې نور هېڅکله هم په  پرله پسې ډول (پرته له وقفې) مطالعې ته دوام مه ورکوئ. د مطالعې په دوران کې خامخا  لږه وقفه اخلی چی په دې سره ستاسو په فعالیت کې تر ډېرې اندازې غوره والی او ښه والی راتلای شی او دې ته مو اماده کوی، چې تر ډېره وخته پرته له ستړیا او زړه تنګۍ څخه مطالعه وکړئ؛ ددې لپاره چې څېړونکی ډېره او پرلپسې مطالعه وکړی، د مطالعې په دوران کې ورته وقفه ضروری ده.

باصره امانی صافۍ د کابل پوهنتون
د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د پښتو څانګې د درېیم کال محصله

ممکن است شما دوست داشته باشید