روزنامه هیواد

د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پیغام

د ملګرو ملتونو د عمومی ټولنې د پرېکړې له مخې د می ۳ مه د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ نومول شوې او دا ورځ په ملی او نړیواله کچه نمانځل کېږی.

د مطبوعاتو د آزادۍ نړیوالې ورځې د نمانځنې اصلی موخه دا ده چې حکومتونه او ملتونه یو ځل بیا د مطبوعاتو آزادۍ ته خپل ژمنتیا نوې او تر پخوا لا پیاوړې کوی. همدارنګه مطبوعات هم خلکو ته د دقیقو، بې پرې او کره معلوماتو په رسولو کې خپله مسلکی ژمنتیا نوې کوی.د مطبوعاتو آزادی د افغانستان په اساسی قانون او همدارنګه ټولیزو رسنیو او نورو نافذو قوانینو کې تضمین شوېده. که ټاکل شوې وی، چې موږ په تېرو نولسو کلونو کې پر ترلاسه شویو بریاوو وغږېږو، نو له هر ډول شک پرته د رسنیو وده او پرمختګ او همدارنګه د بیان آزادی او اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسی حق زموږ یوه ستره لاسته راوړنه ده. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت     د دغې لاسته راوړنې ساتلو او لا پیاوړی کولو او بنسټی کولو ته نن یو ځل بیا خپله پیاوړې او نه ماتېدونکې ژمنه نوې کوی.موږ سږ کال دا ورځ په داسې شرایطو کې نمانځو چې د کرونا ویروس د انسانانو ژوند ته ستر ګواښ پېښ کړی دی او همدارنګه ګڼې ټولنیزې، فرهنګی او اقتصادی ستونزې یې راټوکولی دی. په دغه راز کړکېچن حالت کې خلک دقیقو او کره معلوماتو ته اړتیا لری. همدارنګه موږ باید د سولې بهیر بری ته ورسوو او په دې اړه هم دقیقو معلوماتو ته اړتیا ده.

دا د رسنیو مسوولیت دی چې باید په اوسنی خورا حساس او ستونزمن پړاو کې خلکو ته دقیق او بې پرې معلومات ورسوی او اجازه ورنه کړی چې معلوماتی تشه رامنځ ته شی او بیا ناسم او غلط معلومات دا تشه ډکه کړی.

په پای کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبری د هېواد ټولو خبریالانو او د رسنیو نورو کارکوونکیو ته د می درېمې – مطبوعاتو نړیوالې ورځې مبارکی وایی او دوی ته د اطلاع رسونې په چارو کې د لا ډېرو بریاوو هیله کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید