روزنامه هیواد

د مسکو غونډه له افغان سولې سره مرسته نه شی کولای

د بهرنیو چارو وزارت وایی: د مسکو غونډه له افغان سولې سره مرسته نه شی کولای.دغه وزارت زیاتوی: د مسکو په غونډه کې افغان پلاوى، ځکه ګډون نه کوی چې دا ډول غونډې د افغان سولې له روان بهیر سره مرسته نه شی کولای.د دغه وزارت ویاند صبغت الله احمدی آزادۍ راډیو ته ویلی: افغان حکومت لا له وړاندې د نه ګډون په اړه سلا او مشورې کړی: (( موږ په دې باور یو، چې داسې غونډې له افغان سولې سره مرسته نه شی کولای او ټاکل شوې هم نه ده، چې موږ په کې ګډون وکړو، مخکې مشورې شوی، موږ پلان مشخص کړی، تمه لرو، چې ټول هېوادونه په ځانګړې توګه، روسیه په خپلو ژمنو عمل وکړی.))د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلی: ټاکل شوې چې د فبرورۍ په پنځمه او شپږمه د افغانستان په اړه په مسکو کې کنفرانس جوړ شی.د دې کنفرانس تنظیموونکو په بیان کې ویلی، چې هدف یې په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواوو سره مرسته ده، چې په خپلو دریځونو کې اختلاف کم کړی.وړاندې په بیان کې راغلی چې په دې غونډه کې د پاکستان او ایران استازی هم برخه اخیستلای شی، خو تراوسه دغو دوو هېوادونو د ګډون په اړه څه نه دی ویلی.په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین د جمعې په ورځ وویل، چې د دوی یو پلاوى به د مسکو غونډې ته ورشی.شاهین زیاته کړې، چې یو شمېر مخور افغانان به چې په حکومت کې نه دی، خو په ټولنه کې نفوذ لری، د مسکو په غونډه کې برخه واخلی. د راپورونو له مخې، پخوانى ولسمشر حامد کرزی، ملا عبدالسلام ضعیف، حکمت خلیل کرزى او محمد محقق غواړی چې د مسکو په غونډه کې ګډون وکړی.دغې دوه ورځنۍ غونډې ته عطامحمد نور، اسماعیل خان او ځینو نورو افغان سیاستوالو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.دغې غونډې ته په اروپا کې مېشت یو شمېر مخکښ افغان سیاستوال هم ورغوښتل شوی دی. په رپوټ کې هڅه شوې، چې به دې غونډه کې د سولې د عالی شورا د ګډون په اړه هم دغه شورا وپوښتی، خو بریالی شوی نه دی .له دې مخکې د مسکو په غونډه کې هم د افغان حکومت رسمی پلاوی ګډون نه و کړى، خو د سولې د عالی شورا یو پلاوى هغې غونډې ته ورغلى و.په ورته وخت کې د ولسی جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو شمېر غړی وایی: باید د سولې په اړه هره جوړېدونکې غونډه کې د افغان حکومت استازی ګډون وکړی.د دغه کمېسیون غړې آرین یون وایی: که د افغان حکومت استازی په دې غونډه کې ګډون نه کوی، ګټې به یې کمې وی.دې وویل:(( ټول کنفرانسونه چې د سولې لپاره په بهر کې جوړېږی، باید د افغان حکومت استازی په کې ګډون وکړی، موږ دا ډول غونډې ستایو.))دا په داسې حال کې ده ،چې ۳ میاشتې مخکې هم په مسکو کې د افغان سولې په اړه غونډه جوړه شوې وه. طالب او امریکایی استازو تېره اوونۍ په قطر کې هم د سولې په اړه شپږ ورځنۍ خبرې او بحثونه وکړل.او ټاکل شوې چې د سولې لپاره د هڅو په دوام د فبرورۍ په ۲۵ مه د افغان سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړى استازى زلمى خلیلزاد یو ځل بیا په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر له استازیو سره وګوری.

ممکن است شما دوست داشته باشید