روزنامه هیواد

د مسکو غونډه او په وړاندې یې غبرګونونه

سمېع الله سمېع

دویمه او وروستۍ برخه

د عباس ستانکزی خبرې:

   له حامدکرزی وروسته د طالبانو د پلاوی مشرعباس ستانکزی خبرې وکړې او دکاغذ له مخې یې خپله وینا واوروله.عباس ستانکزی په خپلو پخوانیو خبرو ټینګار وکړ، نوموړی وویل، چې دوى د افغانستان اساسی قانون نه منی، ځکه په وینا یې دغه قانون له غرب څخه راکاپی شوى دى. ستانکزی همدا راز وویل، چې له سولې وروسته دوى په ګډه داسلامی قوانینو مطابق اساسی قانون او افغان شموله نظام جوړوی، ده له تور لېست څخه دځینو طالب مشرانو ، دنومونو لرې کول، د زرګونو طالب بندیانو د آزادولو او طالبانو ته دیو رسمی دفتر د پرانیستلو غوښتنه هم وکړه،  چې دده په باور سولې ته لاښه زمینه برابره شی.

 دمحمدیونس قانونی خبرې:

 د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره دحنیف اتمر د انتخاباتی ټکټ لومړی مرستیال محمدیونس قانونی خبرې وکړې، نوموړی وویل، چې تېرو تجربو ته په پام باید دجګړو پرځاى ټول مسایل دخبرو له لارې حل شی، نه له نظامی لارو چارو ، قانونى وویل: ټول افغانان په هېواد کې دبهرنیانو دحضور مخالف دی،ده دستانکزى خبروته په اشارې وویل: هېڅوک په افغانستان کې دواک د انحصار په فکر کې نه دی اونه باید څوک دواک دانحصار خبرې وکړې .

نوموړې وویل: دستانکزی په خبروکې دژور اختلاف څه نه شته اوهرڅه دخبرو له لارې دحل وړ دی، ده داساسی قانون تعدیل ته په اشارې وویل: افغانستان دسیمې په کچه غوره اسلامی قانون لری، خودا په دې مانا نه ده چې تعدیل په کې امکان نه لری، نوموړی دغه راز وویل په هېواد کې سولې ته درسېدلو یوازینۍ لاره خبرې دی، او د بشپړې سولې لپاره دغه ډول خبرې باید تعقیب او دوامدارې  وساتل شی.

 دمحمدمحقق خبرې:

 محقق په خپلو خبر وکې له طالبانو وغوښتل چې له افغانانو سره خبروته کېنی او اوربند اعلان کړی، محقق ټینګار وکړ، چې موږ ټول افغانان یو او باید په خپلو منځونوکې دجګړې او وژلو لپاره دلایل ونه لټوو، نوموړى همدا راز وویل، چې موږ ټول مسلمانان یوو او باید له ورور وژنې لاس واخلو.

 دعطامحمدنور خبرې:

له محقق وروسته عطا محمدنور دکاغذ له مخې په خپلو خبروکې دایمی سولې ته درسېدلو لپاره دموقت حکومت په جوړولو ټینګار وکړ، څو طالبان له همدې لارې په نظام کې شامل اوخپله ونډه واخلی. دغونډې د ځینو غړو په غوښتنه د رسنیو استازی له غونډې وایستل شول او د پردې ترشا خبرو داوم درلود.له ټولو ښه خبره داوه ،چې دغونډې دلومړۍ ورځې بهیر په ژوندۍ بڼه دافغانی رسنیو له لارې خپور شو او د افغانستان ټولو خلکو د تلویزیونونو له لارې دغونډې دګډونوالو خبرې او ناسته پاسته ولیدله. داسې فکر کېده چې د دوى په منځ کې دسولې په اړه هېڅ ډول اختلاف شتون نه لری.

دعباس ستانکزی دخبرو په وړاندې د افغانانو غبرګون او مظاهرې:

  شېرمحمد عباس ستانکزی د مسکو په غونډه کې ویلی وو چې د افغانستان اوسنى اساسى قانون دمنلو وړ نه دى افغان ځواکونه باید سره منحل او بندیان باید خوشی شی.

 دغونډې په لومړۍ او دوهمه ورځ د افغانستان په ډېرو ولایتونو لکه :کابل، ننګرهار، کونړ، پکتیا، خوست، کندهار، هلمند، او  هرات کې دعباس ستانکزی دخبرو په غبرګون کې سختې مظاهرې وشوې او دخپلو امنیتی ځواکونو قربانۍیې وستایلې او دګلونو په ورکولو سره یې د دوى دقربانیو ستاینه وکړه، مظاهره کوونکو ویل چې داساسی قانون او د افغانستان دویاړلو امنیتی ځواکونو ساتل د دوى په وړاندې سرې کرښې دی او داىې په ډاګه کړه: د سولې په وړاندې  چې زموږ امنیتی ځواکونه ،ملی ارزښتونه او ملی ګټې زموږ ددښمنانو له ګټو قربانی شی  هغه سوله نه منو او نه یې غواړو، موږ په افغانستان کې تلپاتې او باعزته سوله غواړو.

 دمسکو تاریخی غونډې دا هیلې خلکوته پیداکړې ،چې طالبان به ضرور د ملی یووالی له حکومت سره د بین الافغانی خبرو ژبه پیداکوی.همدارنګه د مسکو غونډې نړۍ ته دا وښودله چې طالبان هم دیو واحد ملت په توګه غواړی په افغانستان کې دنړیوالو ضمانتونو په شتون کې دیوې تلپاتې سولې غوښتونکی شی او نه غواړی چې نور د پردیو په لمسون ورور وژنې ته دوام ورکړی. دهمدغه باور له مخې د طالبانو په اړه ټولو افغانانو یو نوى فکر اونوى ذهنیت پیدا اوپه دې باور دی چې نور  دافغان سولې په وړاندې د دښمنانو دسیسې دوام نه شی پیدا کولاى او انشاالله چې په ټول افغانستان کې به ولسمشر محمداشرف غنی په پوره تدبیر او له خپلو خلکو سره  دپوره مشورې له لارې د افغانستان دخلکو په وړاندې خپل تاریخی مسوولیت سرته ورسوی او دسولې تلپاتې لمربه په ټول افغانستان کې وځلوی.

د مسکو غونډې دویمه ورځ:

 دمسکو غونډې دویمه ورځ دسلواغې په ۱۷ مه دتړلو دروازو ترشا په یو هوټل کې پیل شوه دغونډې لومړۍ ورځ هم په همدغه هوټل کې پیل شوې وه. په دې غونډه کې دبندیانو خوشی کېدل ، له افغانستا نه دبهرنیو ځواکونو وتل، له افغانستان څخه دنورو هېوادونو پرضد ګټه نه اخیستل اوپر ځینو نورو موضوعاتو هراړخیزې خبرې وشوې. دغونډې په پاى کې په یوه ګډه اعلامیه کې چې دحضرت عمر زاخیلوال له خوا ولوستل شوه راغلی.دبهرنیو ځواکونو په بشپړو وتلو او دسولې له تړون  وروسته د ټولو قومونو په بشپړاو عادلانه مشارکت سره د پیاوړی مرکزی اسلامی حکومت پرجوړولو ټینګار شوى دى. افغانستان به په سیمه ییزو اونړیوالو منازعاتوکې بېطرفه وی او افغان خاوره به دنورو هېوادونو پرضد نه کاریږی. د کنفرانس ټولې ګډون کوونکې  خواوې په اجماع سره دبین الافغانی خبرو ټول شموله اوپه منظمه توګه دتداوم لړۍ اړینه بولی او توافق لری چې دهېواد په دې حساس حالت کې نوموړې غونډې په منظمه توګه جوړې شى . داعلامیې په ۹ مه ماده کې راغلی وو، چې بله  غونډه به د قطر په دوحه کې جوړه شی.دغونډى په پاى کې پخوانی ولسمشر حامدکرزی ، محمدیونس قانونی، عطامحمدنور ،محمدمحقق او یو شمېر نورو ګډونوالو دغونډې دپایلو په اړه خبرې وکړې.د سلواغې په ۱۸ مه بیاهم په یو شمېر ولایتونوکې دامنیتی ځواکونو په پلوۍ مظاهرې وشوې او دخپلو امنیتی ځواکونو قربانۍ یې دګلانو په ورکولو سره وستایلې.

 د عبدالسلام حنیفی دخبرو په وړاندې د امریکا دبهرنیو چارو وزارت غبرګون:

 د سلواغې په ۱۷ مه یو شمېر رسنیو د خلیلزاد له خولې خبر ورکړچې له طالبانو سره یې له افغانستان څخه دامریکایی عسکرو د وتلو په اړه دغسې پرېکړه نه ده کړى، موږ د افغانستان حالت ته ګورو بیا به دخپلو عسکرو دوتلو په اړه پرېکړه کوو. دبهرنیو چارو وزارت دخبرو له قوله متحده ایالاتو دخپلو ځواکونو دوتلو لپاره کومه نېټه نه ده اعلان کړى، په افغانستان کې دامریکایی پوځیانو دحضور په اړه هر راز بدلون له شرایطو سره تړلى دى، موږ د ځواکونو دشمېر داحتمالی کمولو لپاره پرمهالوېش سلانه ده کړې.

په کابل کې د بهرنیو هېوادونو له سفیرانو سره دولسمشر غنی کتنه:

 په داسې حال کې چې په مسکو کې د طالبانو او افغان سیاستوالو ترمنځ دغونډې دلومړۍ ورځې بهیر روان و، ولسمشر محمداشرف غنی په کابل کې دبېلابېلو هېوادونو له استوګنو سفیرانو سره په دلکشا مانۍ کې وکتل.په دې کتنه کې ولسمشر غنی دټاکنو په ګډون د افغانستان د روانو  حالاتو او د افغانستان په مشرۍ او مالکیت د  سولې اوامنیت په اړه خبرې وکړې. غنى وویل: سوله به دافغانانو په مشرۍ او مالکیت ممکنه وی او زموږ خلک د باعزته او تلپاتې سولې غوښتونکى دی. د افغانستان دینی عالمانو هم دغونډو په سرته رسولو داخبره کوله، چې دسولې خبرې باید یوازې له افغان دولت سره وشی، داځکه چې افغان دولت اجرایوی صلاحیت لری.

 په مسکو کې له طالبانو سره د ضمیرکابلوف کتنه:

 دمسکو له دوه ورځنۍ غونډې وروسته د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړى استازی ، ضمیر کابلوف دسلواغې په ۱۸ مه په مسکو کې له طالب پلاوی سره دافغان سولې په اړه خبرې وکړى. په دغو خبروکې ضمیر کابلوف وویل : روسیه چمتو ده چې د طالبانو او امریکا تر منځ له افغانستان څخه دامریکایی سرتېرو د وتلو په برخه کې همکاری وکړی.

په امریکا کې د مسکو دغونډې اغېزې:

 د مسکو دغونډې دخبرو، له دوه ورځنی بهیر او دغونډې دګډون کوونکو له پرېکړه لیک څخه دامریکا چارواکو ډېرڅه زه کړل اوپه دې پوه شول چې په افغانستان کې سوله نه یوازې د افغانستان دخلکو غوښتنه ده ، بلکې دامریکا دولس غوښتنه هم ده.

 داځکه چې په افغانستان کې دجګړې دوام په هرکال کې دولسمشر ترمپ په خبره دامریکا لپاره پنځوس میلیارده ډالره تمامیږی. ولسمشر ترمپ په خپله کلنۍوینا کې هم وویل، چې دسولې خبرې دزلمى خلیلزاد ، په وسیله روانې دی ،که چېرې سوله وشی ، نو امریکا په افغانستان کې خپل ځواکونه کموی. دامریکا دسنا په مجلس کې یوشمېر سناتوران هم په دې باور دی چې د افغانستان جګړه د امریکا لپاره ډېره ګرانه تمامیږی ، جمهوریت غوښتونکی سناتور اندیال په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلى چې ، دامریکا هدف په افغانستان کې د القاعده  ډلې له منځه وړل و، موږ په افغانستان کې دخپلو ځواکونو شتون او د میلیارډونو ډالرو لګښت ته دلیل نه لرو. اوس هغه وخت را رسیدلى ، چې امریکا په خپل ټول توان سره هڅه کوی چې په افغانستان کې په نږدې راتلونکى کې سوله تامین شی .په خپله د افغان سولې لپاره دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی خلیلزاد د سلواغې په ۱۹ مه دجمعې په ورځ په واشنگټن کې دامریکا دسولې په پوهنتون کې وویل: موږ هڅه کوو چې له طالبانو سره پر سوله هوکړه وکړو او دولسمشرۍ له ټاکنو مخکې دسولې په تړون موافقه وکړو.

کېداى شی چې په راتلونکی کې د مسکو غونډې په اړه نور کورنی او بهرنی غبرګونونه هم رامنځته شی، چې په خپل وخت سره به دافغانستان خلک دنوموړو غبرګونونو په اړه سالم قضاوت وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید