روزنامه هیواد

د مزارشریف-کابل – پېښور د رېللارې پر پروژې د ۵ هېوادونو استازی خبرې کوی

د افغانستان، ازبکستان، روسىې، قزاقستان او پاکستان د رېلارو استازی پرون /دوشنبه/ په تاشکند کې سره راټول شول چې په رېلارې د افغانستان له لارې د پاکستان او منځنۍ اسىا د نښلولو پر پروژې خبرې وکړی. دا غونډه به نن سې شنبې هم دوام ومومی، ټاکل شوې ده چې په دې دوه ورځىنۍ غونډه کې له مزارشرىف څخه تر کابل او پېښور پورې د رېللارې د جوړېدو پر پروژې خبرې وشی. ازبکستان همداراز موافقه کړې چې د مزارشرىف ریلار به له هرات او اىران سره وصل کړی.دا پروژه به ۳۰ زره افغانانو ته د کار موقع برابره کړی او د افغانستان دولت ته به د ټرانزىټ له درکه د کال له ۴۰۰ میلىونه تر ۵۰۰ میلىون ډالره عاىد په برخه کړی.له اټکلونو سره سم د دغو دوو پروژو د عملی کېدو په صورت کې به د افغانستان او منځنۍ اسىا او دغه راز د جنوبی او منځنۍ اسىا ترمنځ تجارتی راکړه ورکړه څو برابره زىاته شی.دا پروژه د هغې سترې پروژې برخه ده چې ترانس افغان نومېږی او هند له اروپا سره نښلوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید