روزنامه هیواد

د مرمر ډبرو په کانونو کې په وړه کچه د کان کیندنې د تړون د تعدیل په موخه، ۹ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

کانونو او پترولیم وزارت د هرات د مرمرو ډبرو په کانونو کې په وړه کچه د کان کیندنې د تړون د تعدیل؛ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د کانونو او پترولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان، چې د دوشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د کان کیندنې د خصوصی شرکتونو له استازو سره د تړونونو د لاسلیک په موخه جوړ شوی کنفرانس ته وینا کوله، زیاته کړه: د مرمر ډبرو د استخراج په ۹ تړونونو کې رامنځته شوی تعدیلات د نړیوالو سټنډرډونو په رڼا کې تر سره شوی دی، څو په راتلونکې کې حقوقی ستونزې رامنځته نشی.

مېرمن نهان وویل، چې د کان کیندنې د ۱۴۷ وړو او منځنیو پروژو له ډلې څخه یو شمېر یې له سختو تخنیکی او حقوقی ستونزو سره مخ وې او تړون کوونکو شرکتونو نه شو کولاى چې له لومړنی تړون سره سم کار تر سره کړی.

هغې وویل، ۹ پروژې، چې نن ورځ یې د تړونونو د تعدیل هوکړه لیکونه؛ لاسلیک شول، ۱۴۷ پروژې په کې شاملې دی چې تړون کوونکو شرکتونو یې دوه کاله وړاندې د تعدیل غوښتنه کړې وه.د کانونو او پترولیم وزارت سرپرستې په تېرو وړو او متوسطو پروژو کې د مشکلاتو شتون، د وړو تړونونو د لاسلیک په برخه کې د دغه وزارت د بشپړې تجربې نشتون یاد کړ.

هغې زیاته کړه چې د مالیې، اقتصاد، سوداګرۍ، عدلیې، کانونو او پترولیم وزارتونو او د ملی تدارکاتو ادارې د ګډې کمېټې لخوا د یادو ۹ تړونونو د څېړنې بهیر، څو میاشتې ونیولې او په پاى کې تر بشپړېدو وروسته دادی نن لاسلیک شول.

آغلې نهان ټینګار وکړ چې په وړه کچه د کان کیندنې د ۹ تړونونو د تعدیل د هوکړه لیکونونو د لاسلیکېدو پر اساس د هرات د اوبې او چشت شریف ولسوالیو د مرمر ډبرو کانونو اړوند شرکتونه مکلف دی، چې د یوې میاشتې په اوږدو کې خپل د ګټې اخیستنې پلان د کانونو وزارت ته وسپاری څو نوموړى وزارت د ګټې اخیستنې د پلان له منظورۍ وروسته شرکتونو ته د استخراج اجازه ورکړی.

د کانونو او پترولېم وزارت سرپرستې وویل چې ۲۰۱۹ کال په افغانستان کې د استخراجی صنایعو پر سکتور د پانګې اچونې کال دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید