روزنامه هیواد

د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې ستراتېژی وړاندې شوه

افغان حکومت تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې د سیمې په کچه د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې د اغېزمنې ستراتېژۍ د بشپړېدو خبر ورکړ. د نېشه‌یی توکو په وړاندې د مبارزې وزارت پرون په سپېدار ماڼۍ کې د دغې ستراتېژۍ دوهمه مسوده د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ چې په‌کې د یو شمېر هېوادونو سفیرانو او استازو ګډون درلود د بحث لپاره وړاندې کړه. په یادې مسودې له هر اړخیزو بحثونو وروسته ښاغلی عبدالله د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې په برخه کې د هېوادونو ترمنځ د نه‌همغږۍ او همکارۍ خبره وکړه او د دغې پدیدې د له‌منځه وړلو لپاره‌یې پر عملی اقداماتو ټینګار وکړ. دا په داسې حال کې ده چې د یادې ستراتېژۍ لومړۍ مسوده څو میاشتې وړاندې د افغانستان د نېشه‌یی توکو په وړاندې د مبارزې وزارت او د سیمې د ۹ هېوادونو د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې د متخصصینو له‌خوا جوړه شوه. د نېشه‌یی توکو په وړاندې د مبارزې وزارت په خبره، د سیمې په کچه د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې د ستراتېژۍ د جوړولو هدف په عملی چوکاټ کې د مخدرو موادو د کښت، تولید او قاچاق مخنیوى دى. د پرونۍ غونډې زیاترو ګډونوالو مخدر مواد د ټولې نړۍ لپاره جدی خطر وباله او په دې برخه کې یې د ګډو او عملی اقداماتو ژمنې وکړې. د دوى په خبره، غیر قانونی مخدر مواد، له تنظیم شویو جنایتونو، فساد او ترورېزم سره مرسته کوی. د وروستیو راپورونو له مخې په ټوله نړۍ کې ۳۱ میلیونه وګړی د مخدرو موادو له رنځه د خلاصون لپاره درملنې ته اړتیا لری او هر کال د نېشه‌یی موادو د زیاتې کارونې او په دې پورې اړوند روغتیایی ستونزو له امله ۴۵۰ زره کسان مری. افغان حکومت د سیمې په کچه د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې د ستراتېژۍ د جوړولو خبره په داسې حال کې کوی چې په هېواد کې ۳،۵ میلیونه وګړی له مخدرو موادو په مستقیم او غیر مستقیم ډول اغېزمن دی، خو له دې ټولو سره سره هیله شته چې د دغې پالېسۍ په جوړېدو سره به د نړۍ ټول هېوادونه په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونه له مخدرو مواد سره د مبارزې په برخه کې عملی ګامونه واخلی.

محمد واصل وصال

ممکن است شما دوست داشته باشید