روزنامه هیواد

د مخابراتی کمپنیو د نرخونو د کنټرول ځانګړې تګلاره پلې کېږی

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزیر وایی: له دې وروسته به د مخابراتی شرکتونو پر وړاندې له نرمښته کار وانه خیستل شی.په افغانستان کې له مخابراتی خدمتونو د ګټې اخیستونکو په شمېر کې ورځ تربلې زیاتوالی راځی، خو د یو شمېر کابل ښاریانو په خبره، د مخابراتی کمپنیو خدمتونه ورته د قناعت وړ نه دی.دوی وایی:(( زما نوم محمد حضرت دی، د مخابراتی کمپنیو له کاره موږ رضایت نه ښیو، دا ځکه چې دوی شخصی ګټې ډېرې په نظر کې نیسی، په کرېډېټ باندې لګښت ډېر راځی، خدمتونه یې له لایحې او اصولو سره برابر نه دی، اوس په کې د غلا سیستم دود شوی دی.))(( زما نوم امین الله دی، په فېسبوک کې ډېره کمزوری ده، انټرنټی لګښتونه هم زیات شوی ، له ما نه یې څو وارې پیسې وهلی دی، زما غوښتنه دا ده، چې غلا بنده شی، نور خدمتونه ښه شی، اوس چې یوه اوونیزه بسته فعاله کړې، نورې پیسې هم درنه وهی.))د مخابراتو او معلوماتی ټنکالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې ۲۳ میلیونه وګړی مخابراتی خدمتونو ته لاسرسی لری.په مخابراتی کمپنیو بله نیوکه دا ده، چې په خپل سر خلکو ته بېلابېل خدمتونه فعالوی او په بدل کې ترې پیسې ګرځوی.د کابل ښار ټکسی چلوونکی عبدالجبار له همداسې یو کار سره مخ شوى.دی وایی:(( له مانه یې پیسې پټولې، زنګ مې ورته وواهه، ځواب یې نه کړ، بیا له نږدې ورغلم، خپل حال مې ورسره شریک کړ، راته ویې ویل ،چې تا کومه سندره ثبت کړې ده، ما ویل ما نه دی کړې، که تاسو کړی، دا مناسبه نه ده، بیا هم دا ستونزه حل نه شوه، نو سیمکارټ مې بدل کړ.))د مخابراتی خدمتونو په برخه کې بله ستونزه چې خلک ورڅخه شکایت کوی، هغه د مخابراتی پوښښ ده چې د خلکو په خبره په زیاترو ځایونو کې مخابراتی دستګاوې سم کار نه کوی، خو د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت بیا وایی، چې اوسمهال د افغانستان ۸۹ سلنه خاوره د مخابراتی خدمتونو تر پوښښ لاندې ده، خو د خلکو دغو شکایتونو ته د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی ټنکالوژۍ د وزیر شهزادګل اریوبی ځواب څه دی؟ښاغلی اریوبی د سې شنبې په ورځ په کابل کې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ د کلنی راپور د وړاندې کولو په غونډه کې وویل:(( یو څه وخت مهلت ورکوو، چې دوی اصلاحات راولی، خو که اصلاح نه شول، لومړۍ سپارښتنه ده، دوهم جریمه ده او که بیا هم ونه شول، اړ یو چې جواز ورڅخه واخلو، له دې وروسته مراعات نه شته، زه هېڅ مراعات نه کوم او که دا کارونه مې عملی نه کړل، اماده یم استعفا ورکړم او تاسو غوندې یو بل کار پیدا کوم.))ښاغلی اریوبی د مخابراتی کمپنیو د نرخونو د کنټرول په برخه کې هم د ځانګړو تګلارو د پلی کېدو خبره کوی او خلکو ته ډاډ ورکوی، چې مخابراتی کمپنۍ به خلکو ته ځواب ورکوونکې وی.    واصل وصال

ممکن است شما دوست داشته باشید