روزنامه هیواد

د مخابراتو په سکتور کې د پانګونې فرصت برابر دى

د مخابراتو سکتور مسوولینو د اترا ادارې او مخابراتی شرکتونو ترمنځ د اړیکو، د مخابراتی شفافو خدمتونو، نوری فایبر پر پراختیا، لازیاتې پانګونې، د مالیې او فریکونسۍ پر ستونزو، مځکې او بانکی پورونو ته د لاسرسی په اړه خبرې وکړې.وروسته د جمهوررییس فرهنګی سلاکار اسدالله غضنفر د جمهوررییس حکم ولوست چې په کې راغلی و و: په مخابراتی سکتور کې د پانګوالو د لازیاتو هڅولو، مدیریت او د دولتی ادارو له لوری د چارو د لاښه والی په خاطر لاندې مراتب منظور دی:- د مخابراتی سکتور د زیربناو لپاره مځکو، ملکیتونو او دولتی تاسیساتو ته د ښه لاسرسی په خاطر د مځکو خپلواکه اداره او مالیې وزارت مؤظف دی، چې په مناسبه بیه دولتی مځکې او ملکیتونه د اړوندو قوانینو مطابق د مخابراتی شرکتونو په واک کې ورکړی.

– د افغانستان برېښنا شرکت مکلف دى ،چې له تبعیض پرته د مخابراتو سکتور ته د انرژۍ د رسولو په خاطر د پلور د پالیسۍ مطابق په هغو سیمو کې چې برېښنا شته د مخابراتی سایټونو برېښنا تامین کړی.

– ټولو امنیتی او ملکی ارګانونو ته لارښوونه کېږی چې پانګوالو په ځانګړی ډول د مخابراتی سکتور پانګوالو  سره د هر ډول خنډونو او ستونزو په له منځه وړلوکې جدی همکاری وکړی.

– د افغانستان بانک، مالیې وزارت، د اترا اداره او بانکی سکتور مؤظف دى ، چې سترو په ځانګړی ډول د مخابراتی سکتور پانګوالو ته د قرضې په خاطر د پور ورکولو واضح پالیسی په درېیو میاشتو کې د تائید او منظورۍ په خاطر د اقتصاد عالی شورا ته وړاندې کړی.

– د مالیې وزیر تر څارنې لاندې د اقتصاد او عدلیې وزیرانو، مخابراتی خدمتونو ادارې (اترا) او د مخابراتی شرکتونو د یوه استازی په غړیتوب کمېسیون مؤظف دى چې د مخابراتی سکتور د مالیې د ارزولو په خاطر خپلې غوښتنې په درې راتلوونکو میاشتو کې د اقتصاد عالی شورا ته وړاندې کړې. د هېواد جمهوررییس د پانګونې لپاره د مخابراتی سکتور دچمتووالی مننه وکړه وې ویل: حکومت په دې برخه کې د مخابراتی شرکتونو هر اړخیز ملاتړ کوی.هغه د نوری فایبر پر پراختیا ټینګار وکړ وې ویل: ټولې دولتی ادارې، جوماتونه، ښوونځی، پوهنتونونه او اکاډمیک مرکزونه به په نوری فایبر سره وصل شی. جمهوررییس زیاته کړه: په مساوی ډول په مخابراتی سکتور کې د پانګونې لپاره فرصت برابر دى او په دې برخه کې هېڅ انحصار نه شته.جمهوررییس محمداشرف غنی څرګنده کړه: د مخابراتی سکتور حقوقی موضوعات حل کېږی او زیاته یې کړه: مخابراتی شرکتونو سره د امنیت او انرژۍ په برخه کې هراړخیزه همکاری کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید