روزنامه هیواد

د محمد اکبر کرګر  (( داستانی کلیات)) کتاب چاپ شو

څو کاله وړاندې مې له استاد کرګر سره ملګرتیا پیل شوه او ما ته یې د لیکوالۍ او څېړنې په اړه هر اړخیزې مشورې راکولې، چې ټولې لارښوونې یې زما په ذهن کې دی او همدارنګه به ما هڅاوه چې خپل علمی او فرهنګی کارونه لا ګړندی کړی. هماغه و، چې د استاد څو نوی کتابونه چاپ شول.

د علمی کارونو په دغه جریان کې مې ورته وویل: ستا داستانی کلیات تدوینوم، ځکه چې پخوانی چاپ شوی داستانی آثار دې نه پیدا کېږی، خو استاد نه منله او داسې یې ویل: زما اکثره داستانی آثار چاپ شوی ، د بیا چاپ اراده یې نه لرم، خو ما به په ځواب کې ورته ویل: ستا د ۱۳۶۰ کلونو داستانی آثار نه پیدا کېږی او نوی چاپ شوی داستانی آثار دې هم هر چېرته نه شته. زما له ډېر تاکید وروسته یې ومنله او له یو کلن کار وروسته مې کار پای ته ورساوه او دا دى (داستانی کلیات (( د محمد اکبر کرګر په قلم)) په نامه چاپ شو.

دغه کتات د اوو چاپ او ناچاپ شویو داستانی آثارو مجموعه ده، چې د کرونولوژی په نظر کې نیولو سره (( شېبې، سینده ځه، سینده بهېږه، چې ماشومان سندرې وایی، انځورونه که هېنداره، یادونه او نکلونه او له تورتمه روایت دى!)) مخکې چاپ شوی وو او وروستۍ اوومه ټولګه((د ستورو شمېر)) اثر چاپ شوى نه و او په کلیاتو کې چاپ شو.

د استاد کرګر په دغو داستانی آثارو کې لومړنى چاپ شوی اثر ((شېبې)) دی. په دغه اثر کې له ټولو پخوانی داستان ((شپېلۍ)) نومېږی، چې په ۱۳۵۲ لمریز کال کې لیکل شوى او د وروستۍ ناچاپې ټولګې ډېر داستانونه په ۲۰۱۸ میلادی کال کې لیکل شوی دی.

په دغو څلور نیمو لسیزو کې استاد کرګر د ژوند له بېلابېلو مرحلو سره مخامخ شوی دی. کله چې د ځوانۍ په جوش او خروش کې و، په لیکنو کې یې کلیوالی انځورونه لیدل کېدل او په لیکنیزه ژبه کې یې هم تاثیرات شته. د سیاست د وخت لیکنې یې سیاسی، انتقادی، اصلاحی او ریالیستیک موضوعات لری. له بندی کېدلو وروسته یې لیکنې بل ډول وې او د مهاجرت د وخت داستانونه یې د عروج هغه مرحله ده، چې لیکنې یې له روانپوهنې، فلسفې، سیاست پوهنې، ټولنپوهنې او نورو علومو سره ډېره اړیکه لری، چې لوی دلیل یې د ارواپوهنی د آثارو ډېره مطالعه، د فلسفې زده کړې، په سیاست کې ونډه او دا چې انسان ټولنیزه هستی ده، نو د استاد په لیکنو کې ټولنیز مسایل هم لیدل کېږی. د لیکوال پنځونې د انسان له داخلی تاثیراتو سره اړیکه لری، چې په دغو داخلی تاثیراتوکې بهرنۍ اغېزې مهم رول لری او همدغه بهرنی حسونه، د دنننیو حسونو په جوړولو او پیاوړی کولو کې مهم رول لری، نو ځکه د استاد کرګر لیکنې هم په بېلابېلو وختونو کې شوې او ډول ډول منځپانګې لری.د منظومو او منثورو کلیاتو تدوینول د متن څېړنې په مېتودولوژی پورې اړه لری، چې ما په دغه کار کې  د داستانونو کرونولوژی په نظر کې نیولې او د استاد کرګر ټول داستانونه له پیله تر پایه په منظم ډول یو په بل پسې راوړل شوی دی. د دې کار ارزښت په دې کې دى، چې د استاد ټول چاپ او ناچاپ داستانونه په یو اثر کې ټول او د ورکېدو مخه یې ونیول شوه او د کرګر صاحب ټول داستانی آثار په همدې کلیاتو کې موجود دی.

په پای کې د الله تعالی شکر ادا کوم، چې دا توانایی یې راکړه، چې له ډېرو بوختیاوو سره سره د کار دا برخه مې هم پای ته ورسوله او استاد کرګر ته د ډېر عمر لاسونه لپه کوم، چې پښتو ژبې ته نور کار هم وکړی.

سید اصغر هاشمی

ممکن است شما دوست داشته باشید