روزنامه هیواد

د ماشوم لپاره د مورشیدی ګټورې دی

د مور شیدې د ماشوم لپاره په زړه پورې خواړه دی. هېڅ ډول شیدې یا نور خواړه د مور د شېدو ځاى نه شی نیولاى لکه چې الله(ج) فرما یی: ژباړه ((او مور ګانې دې خپلې شیدې خپل اولاد ته دوه کاله پوره ورکړی)) همدارنګه د طب له نظره هم ثابته شوې ده چې د ماشوم د نور مالې ودې، انکشاف او ښې روغتیا لپاره د مور شیدې هر اړخیز مغذی مواد لری ځکه ژر تر ژره د ولادت نه وروسته د مور او ماشوم حالت باید ارزیابی شی او د امکان په صورت کې ماشوم ته د مور شیدې پیل شی.

څرنګه چې د مور د شیدو په ارزښت د اسلام او طب له نظره پوه شوو، نو ضروری خبره ده چې د مورد شیدو ګټې هم مطالعه شې.

۱:- د ماشوم لپاره فوق العاده مناسب او طبیعی خواړه دی.

۲:- هر وخت چې ماشوم شیدی و غواړی ورته اماده وی.

۳:- د تودوخې درجه یې د ماشوم لپاره په زړه پورې وی.

۴:- جوړولو ته یی اړتیا نشته د مور په تی کې خپله جوړیږی او نورو لوښو او شیانو ته یی اړتیا نه لیدل  کیږی.

۵:- هر وخت چې استعمال شی دماشوم لپاره تازه خواړه وی.

۶:- له میکروبونو څخه پاکې وی، هغه میکروبونه چې مرض تولید وی په کې نشته.

۷:- د مور د شیدو هضم نسبت نورو خوړو ته د ماشوم لپاره اسانه وی.

۸:- د مور او ماشوم د ګډې مینې سبب کېږی.

۹:- د مور د شیدو په مقابل کې حساسیت نه لیدل کېږی ځکه چې کا ملاً د ماشوم په کولمو کې هضمېږی.

۱۰:- د مور شیدې اقتصادی دی.

۱۱:- هغه ماشومان چې د مور شیدې خوری د غایطه موادو( (PH  یې تیزابی وی او د ځینو میکروبونو د ودې او تکثر څخه مخنیوی کوی.

۱۲:- د مور په شیدو کې د فعال لیپاز شتوالی د یوې خوا څخه د شحمیاتو د هضم او د شحمی اسیدو د پیداکیدو سبب کېږی چې دغه شحمی اسیدونه د کلسیم د جذب سبب کیږی او د نوی زیږیدلی ماشوم له وظیفوی تیتابې څخه مخنیوى کوی او له بلې خوا دغه شحمی اسیدونه ددماغی نسج د ودې سبب کېږی.

همدارنګه دشحمی اسیدونو موجودیت په شیدوکی فکرکېږی چی په راتلونکی ژوندکې له اتیروسکلروزس څخه مخنیوى کوی اوهمدغه شحمی اسیدونه دامیب اوجاردیاپه مقابل کی ماشومانوته معافیت وربښی.

۱۳:- دمور په شیدو کې  Cornitine  شته چې شحمی اسیدونه مایتوکاندریا ته انتقالوی چې د ځیګر د                 Keto genic فعالیت لپاره ضروری دی.

۱۴:- د موردشیدو ژر شروع کول (نیم ساعت کې) نوی پیداشوی ماشوم ته د Oxytosin هارمون دافراز سبب کیږی چی داهارمون درحم دتقلص سبب کېږی ،دولادت دپروسی له وینی بهیدنی مخنیوی کوی اودموردمړینی خطرراکموی.

۱۵:- د شیدو ورکولو په وخت کې د مورګانوتخمدانونه هګۍ نه جوړوی چې د ولادتونو د فاصلې سبب کېږی.

۱۶:- هغه مورګانې چې خپلې شیدې خپلو ماشومانو ته ورکوی هغوی دتی او رحم له سرطانو څخه محفوظې وی او همدارنګه هغه اضافی شحم چې د حاملګۍ په دوران کې د مور په وجود کې جمع شوی وی په مصرف رسېږی او د مور د ښکلا سبب کېږی.

۱۷:-    Taurin     په کافې اندازه د مور په شیدو کې موجود وی. د نوموړې مادې رول په انسانانو کې تر اوسه پورې معلوم نه دى، خو په حیواناتو کې د سترګو د استحالې او ړوندوالی څخه مخنیوی کوی.

۱۸:- د مور د شیدو خوړونکو ماشومانو ذکاوت نسبت هغو ماشومانو ته چې په پوډری او حیوانی شیدو تغذیه شوی وی زیات وی.

۱۹:- د مور په شیدو کېI GA,IgG ، Macrophage ،Loctoferin    ،لمفوسیت حجرات او پاراامینوبنزویک اسید شته د باکتریایی او ویروسی میکروبونو لکه پولیو،سری، ستافیلوکولونو، کولرا،ملاریا،تیتانوس،  E.coli  او د تنفسی او هضمی سیستم د میکروبونومخنیوی کوی.

۲۰:- ایډز یوه وژونکۍ ناروغی ده او۱۴فیصده د شیدو له لارې انتقالېږی د مور د شیدو ګټه فوق العاده زیاته ده ،نو نړیوال روغتیایی سازمان ، هغه میندې چې پر ایډز اخته وی ، اقتصادی حالت یی خراب وی او خواړه په صحی شرایطو برابرولی نه شی ،نو هغو مورګانو ته توصیه کوی چې خپلو ماشومانو ته شیدی ورکړی.

د طب علماوو د مور د شیدو د نه ورکولو په هکله درې حالته په ګوته کړی دی چې عبارت دی له Phenyl ketonurie   ،Galaet osemia  او مزمنې سرطانی ناروغۍ چې په دوامدار صورت سره دواګانې خوری او ناروغ زیات ضعیف او ناتوانه وی، نو په پورتنیو حالاتو کې د مور د شیدو دایمی بندېدل صورت نیسی.

د یادونې وړ ده چې په یو تعداد حالاتو کې په موقتی ډول شیدې ورکول باید قطع شی.

الف: هغه حالات چې په مور پورې مربوط دی.

د پښتورګو ځنډنۍ عدم کفایه،د زړه عدم کفایه، فعال توبرکلوز،ملاریا، وچکۍ(محرقه)، خوارځواکۍ(سؤتغذی)، خبیثې ناروغۍ (سرطان)، شدیدنیوروزس، هغه سایکوزش چې د ماشوم د پیداکیدو وروسته پیداکیږی، شدیده وینه بهیدنه،له دواګانو څخه ناوړه استفاده، د ځینو دواګانو له استعمال په وخت کې لکه انټی بیوټیک، ستروسیدونه او د چاړان ضد دواګانې ، د تی دڅوکې چاودنه، دتی دڅوکې  دننه خواته کش کیدل په دی وخت کې له تی نه شیدې رودل جواز نه لری. شیدې دې ولوشل شی او ماشوم ته دې ورکړ شی، ډېر پړسېدلی تی، د تی آپسې   Eclampsia   (د حاملګۍ په وخت کې د وینې د فشار لوړېدل)

ب:- هغه حالات چې په ماشوم پورې مربوط دی.

۱:- (  Clift Lip  )(لب چاک) او ( Clift Palat  )کام چاک

۲:- پریمچورتی(هغه نوزادان چې وزن او میعا د د حمل یې کم وی)

۳:- د مور د ماشوم استقلابې تشوشات لکه:
( Galactosemia )او(  Phenyl Ketonuria   )

الحاج رنځورمل دوکتور نور مقصود ستانکزى د استقلال روغتون ترینر متخصص

ممکن است شما دوست داشته باشید