روزنامه هیواد

د ماشومانو د زړه عملیاتو د مرکز ډبره کېښودل شوه

د هېواد اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون په کابل کې د اندراګاندی روغتون په اډانه کې د ماشومانو د زړه عملیاتو د مرکز د بنسټ ډبره کېښوده. په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز وویل، چې یاد مرکز د ایټالیا د پراختیایی مرکز د ۳ میلیونه یورو په لګښت په اساسی ډول جوړېږی. هغه وویل، چې په دغه مرکز کې به ټول لازم تجهیزات، عملیات خونه، د تشخیص مرکز جوړېږی او د زړه د جراحۍ د ډاکټرانو لپاره د ستاژ دوره هم په کې پیلېږی. د عامې روغتیا وزیر زیاته کړه، د دغه مرکز د فعالېدو لپاره به لومړى په ګاونډیو او نورو نړیوالو هېوادونو کې د لوړو زده کړو والا افغانان استخدام شی او نور پرسونل به یې د روزنې لپاره هند ته واستول شی. د هېواد اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د دغه مرکز جوړېدل اساسی ګام وباله او ویې ویل، چې د داسې مرکز د نه شتون له امله تر اوسه هم افغانان د زړه ناروغیو د یوه ساده تشخیص په برخه کې هم له ستونزو سره مخ دی. اجرائیه رییس د اېټالیا له مرستو د مننې ترڅنګ د ټولو هغو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو له مرستو قدردانی وکړه، چې له افغانستان سره یې په روغتیایی برخه کې مرسته کړې ده. ډاکټر عبدالله عبدالله وویل: په دې وروستیو کې د زړه ناروغۍ په ځانګړی ډول په ماشومانو کې پر زړه سوری ناروغانو ستونزه ډېره شوې؛ چې د داسې مرکز د جوړېدو اړتیا تر هر څه ډېره لیدل کېږی. اجرائیه رییس هیله وښوده، چې یاد مرکزبه  په ټاکلی مهال او په اساسی ډول ورغول شی، چې هېوادوالو ته اساسی خدمات وړاندې کړی. اجرائیه رییس زیاته کړه، چې د زړه ناروغیو د درملنې په برخه کې د سرې میاشتې نوښت او د چین په ګډون د یوشمېر هېوادونو او خصوصی سکتور ونډه د ستایلو وړ ده. هغه له عامې روغتیا وزارت وغوښتل چې خپلو هیلو او ارمانونو ته د رسېدو لپاره ډېر کار ته اړتیا ده او نوموړى د ډېر کار روحیه د عامې روغتیا وزارت په رهبرۍ او طبی پرسونل کې وینی.
اجرائیه رییس د افغانستان د طبی پرسونل د خدماتو ستاینه وکړه چې په وینا یې په سختو شرایطو کې افغانانو ته خدمات وړاندې کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید