روزنامه هیواد

د ماشومانو د حقونو قانون تصویب شو

ولسی جرګې د ماشومانو د حقونو په اړه تقنىنی فرمان له څو کلن ځنډ وروسته د راىو په اکثرىت پرون تصوىب کړ.  د ماشومانو د حقونو په اړه د ولسمشر ۳۶۲ ګڼه دا تقنىنی فرمان په ۱۶ فصلونو او ۱۰۸ ماد کې پرون د ښځو د حقونو کمېسىون د جرګې عمومی مجلس ته وړاندې کړ. په دغه فرمان پرون هم لانجه وشوه او د تقنىن کمېټې مشر نذىر احمد حنفی ووىل، په دغه قانون کې د ماشوم د عمر تعىـین اسلامی نه دى او که تعدىل په کې رانه شی مجلس به تحرىم کړی: (( د دغه قانون په ىوه ماده کې ماشوم تر ۱۸ کلنى کم عمره کس بلل شوى، خو په قرآنکریم او حدىثو کې ماشوم هغه دى چې د بلوغ نښې په کې نه ښکاری.))

هغه ټىنګار وکړ چې د ماشومانو د حقونو د تقنىنی فرمان دا ماده د اساسی قانون خلاف ده او  باىد چې د بلوغ علاىم په قانون کې ذکر شی. خو عبدالقىوم سجادی بىا ووىل، په دې د تقنىن کمېټې په دغه قانون کې د مصوونىت او شرعی تکلىف بحثونه مختلط کړی او دا قانون د اسلام له نظره هېڅ ستونزه نه لری.   په همدې حال کې د ښځو د حقونو کمېسىون مشرې ناهىد فرىد هم ووىل، چې په قانون کې د ماشوم د عمر ذکر په امنىتی لىکو کې د هغوى د جذب د مخنىوی لپاره شوى او کومه ستونزه نه لری. بالاخره په جلسه کې ناستو ۱۰ نه تر ۱۵ پورې وکىلانو د جرګې د نصاب د ماتولو په خاطر جلسه ترک کړه، خو بىا هم ۱۴۶ وکىلانو دا قانون تاىىد کړ او ىوازې ۳ سره کارتونه ىې هم پر ضد جګ شول.  د ىادونې ده چې د ماشومانو د حقونو د خوندىتوب قانون له کلونو راهىسې په ولسی جرګه کې د سن په برخه کې د ستونزو له کبله پروت و.

ممکن است شما دوست داشته باشید