روزنامه هیواد

د لیبیا د جګړې ښکېلو خواوو پر دایمی اوربند هوکړه وکړه

د لیبیا د جګړې ښکېلو خواوو سمدستی د دایمی اوربند د ټینګښت په سر تړون لاسلیک کړ.د ملګرو ملتونو له‌خوا په رسمیت پېژندل شوی حکومت او د خلیفه حفتر ډله د سویس په جنوا کې تر پنځو ورځو خبرو وروسته د جمعې په ورځ موافقې ته ورسېدل.په دې تړون سره هیلې ژوندۍ شوی، چې د لیبیا د یوې لسیزې جګړې او وینې تویېدو ته د پای ټکی کېښودل شی.د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوېترېش دغه تړون ته رسېدل ستایلی.اخوا د ناټو سرمنشی هم د دغه تړون هرکلی، خو په تطبیق‌یې ټینګار کړی. ینس سټولټنبرګ وایی: (( موږ د دغه اوربند له اعلامه هرکلی کوو او د ملګرو ملتونو د هغو ټولو هڅو ملاتړ کوو، چې د لیبیا د شخړې د سوله‌ییز حل لپاره‌یې کړی. دایمی سوله‌ییز حللارې ته اوربند مهمه دی، خو باید ټولې خواوې د اوربند درناوی وکړی او تطبیق‌یې کړی.)) د لیبیا د جګړې خواوې به په تونس کې سیاسی خبرې پیلوی ،څو په راتلونکی حکومت او د انتخاباتو په ترسراوی سره جوړ شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید