روزنامه هیواد

(( د لښکرګاه – کندهار لارې خلاصولو عملیات پیل شوی ))

د هلمند امنیتی مقامات وایی چې د لښکرګاه – کندهار د لویې لارې د پرانیستل کېدو لومړی پړاو عملیات وړمه شپه پای ته ورسیدل، خو د لارې د بشپړه امنیت لپاره نوی ګامونه اخلی.تر دوو اوونیو شدیدو جګړو وروسته د کندهار – لښکرګاه پر لویه لاره  تازه دمی ځانګړی افغان ځواکونه لښکرګاه ښار ته رسیدلی.یاده لاره لاهم د عامو ترافیکو پرمخ تړلې ده خو د هلمند والی یاسین خان وایی ،چې ژر به یاده لاره د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره هم چمتو شی.د هلمند والی یاسین خان امریکا غږ ته ویلی، چې د کندهار – لښکرګاه د لویې لاری د پرانیستل کېدو او د ایمی امنیت لپاره ځانګړو افغان ځواکونو لومړی پړاو عملیات بشپړه کړه.یاسین خان زیاته کړه : (( پر ۶۰۱ شهرا د لومړی پړاو عملیات په بریالیتوب تر سره شول او د پلان مطابق به ددې لارې په ګډون ګڼې نورې هغه سیمی بیرته امن شی ،چې څه موده مخکی ترې امنیتی ځواکونو تاکتیکی شاتګ کړی وو.))د کندهار – لښکرګاه لویه لار ۸۰ کیلو میتره واټن لری ،چې په میوند ولسوالۍ کې د کندهار – هرات له لویې لاری څخه جلا شوې.نوموړې لاره د هلمند د مرکز لښکرګاه په ګډون د هلمند د ۶ ولسوالیو لپاره یوازنۍ مواصلاتی لار ده چې په تړل کېدو سره یې په هلمند کې د خوراکی او نورو اړتیا وړ توکو بیې هم ډېری لوړی شوی.دوې اوونۍ وړاندې د هلمند پر مرکز لښکرګاه او دغه راز پر نادعلی، نهرسراج او ناوه ولسوالیو وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه وکړل ،چې د لښکرګاه ښار د څلورمی حوزې په ګډون یې د یادو ولسوالیو ځینې برخې تر خپلې ولکې لاندی راوستی.حکومتی چارواکی وایی ، چې د ملکی تلفاتو د مخ نیوی لپاره یې له یادو سیمو څخه تکتیکی شاتګ کړی او اوس یې د بېرته نیولو لپاره پوځی عملیات پیلوی.د دفاع وزات لوی درستیز جنرال یاسین ضیا، د کورنیو چارو وزارت امنیتی معیین جنرال عبدالصبور قانع او د ملی امنیت ولایتی مرستیال جنرال نظرعلی واحدی د هلمند د پوځی عملیات د څارنې لپاره له تیری اوونۍ راهیسې په لښکرګاه ښار کې دی.د هلمند والی یاسین خان د هلمند د پوځی عملیاتو په اړه وایې، چې د لویو لارو پر سر د وسله والو طالبانو له لوری د اېښودل شویو ماینونو له منځه وړل له لاسه د وتلو سیمو بیرته تصفیه د دوی په لومړیتوب کې ده.ده په دې باب وویل : (( وسله والو طالبانو د لښکرګاه – کندهار د لویې لاری په ګډون ګڼ پلونه او پلچکونه له منځه وړی، د لارو د ترمیم او امنیت تر څنګ به د وسله والو طالبانو له لوری د اېښودلو شویو ماینونو د له منځه وړلو او د لښکرګاه ښار د څلورمی حوزې په ګډون له لاسه د وتلو ټولو سیمو د تصفیې لپاره ژر یو لړ اقدامات په ۳ برخو کې تر سره شی.))په هلمند کې دا مهال تر ټولو لویه ستونزه د جګړو له سیمو څخه د بېځایه شویو کورنیو ده چې شمېر یې تر لسو زرو کورنیو پوری رسېږی.یاد کډوال د لویو لارو د پرانیستل کېدو او دغه راز د خپلو سیمو د امن کېدو غوښتنه لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید