روزنامه هیواد

د لوېدیځو ولایتونو اوسېدونکی په پارلمانی ټاکنو کې ګډون ته پوره چمتو والى لری

چارواکی د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو هرات، غور او نیمروز کې د پارلمانی ټاکنو لپاره د چمتووالی خبر ورکوی: خو د دغو ولایتونو خلک بیا د امنیتی ګواښونو او په ټاکنو کې د درغلیو د مخنیوی غوښتنې هم کوی.

په هرات ولایت کې ۱۶۱ تنو د پارلمانی انتخاباتو لپاره ځانونه کاندید کړی چې ۲۸ یې ښځې دی.په دغه ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر احمدشاه قانونی وایی چې د ټاکنو لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی او خلک کولای شی په ډاډه زړه په دغه ملی بهیر کې  ګډون وکړی.

قانونی : (( د هرات ولایت له ټولو شریفو اوسېدونکو غوښتنه کوی چې د ولسی جرګې په راروانو ټاکنو کې چې د تلې په ۲۸مه کېږی ګډون وکړی. انتخابات به په هر حالت کې کېدونکی وی او د کاندیدانو له منځه به د دغه ولایت سهمیه رامخ ته کېږی.))

قانونی زیاته کړه چې په ټاکنو کې د درغلیو د مخنیوی په موخه یو لړ ځانګړی تدابیر نیول شوی، چې د تطبیق په حال کې دی: (( اصلی خبره دا ده که د هغو کسانو چې نومونه یې ثبت کړی اکثریت یې په انتخاباتو کې ګډون وکړی او د خپلې خوښې کاندیدانو ته رایې ورکړی، په پایله کې به صادق او پاک زړی خلک چې هېواد او خلکو ته ژمن وی، پارلمان ته لاره پیدا کړی.))

قانونی وایی چې د ښار او ولسوالیو په کچه په مجموعی توګه ۴۶۰ انتخاباتی مرکزونه موجود دی، خو د امنیتی ستونزو له امله به یوازې ۳۰۰ د راى ورکوونکو پر مخ خلاص وی.

ها خوا د غور ولایت چارواکی هم د انتخاباتو لپاره د چمتووالی خبره کوی.

چارواکی ډاډ ورکوی چې خلک به د امن په فضا کې په انتخاباتو کې ګډون وکړی

د والی ویاند عبدالحی خطیبی وایی:
((  په غور ولایت کې ۳۰ تنو پارلمانی ټاکنو ته ځانونه کاندید کړی چې ۵ یې ښځې دی. اوس انتخاباتی کمپاینونه په شدت سره ادامه لری او موږ هیله من یو چې د غور ولایت اوسېدونکی د امن په فضا کې په ټاکنو کې ګډون وکړی.))

د خطیبی په وینا، غور ۲۸۴ ټاکنیز مرکزونه لری چې ۱۱۰ یې بند او پاتې نور به یې د رای ورکوونکو پر مخ پرانیستی وی.

ده وویل چې تېره میاشت د غور په ناامنو سیمو کې څو پوځی عملیات هم وشول چې دا به په ټاکنو کې د خلکو ګډون ته شرایط برابر کړی.

بلې خوا ته د نیمروز د والی ویاند علی مهاجر وایی چې په دغه ولایت کې ټولټال ۱۵ تنه پارلمانی ټاکنو ته درېدلی چې ۳ یې ښځې دی.

مهاجر هم د امنیتی ستونزو یادونه کوی: « په نیمروز ولایت کې ۶۸ ټاکنیز مرکزونه شته چې د ۱۸ مرکزونو امنیتی وضعیت ښه نه دی.» خو مهاجر له دې سره سره وایی چې د نیمروز خلک په انتخاباتو کې ګډون ته ډېر علاقمند شوی دی: (( له نویو کاندیدانو سره ډېر خلک علاقمند شوی چې په انتخاباتو کې ګډون وکړی، دوى کارتونه اخیستی او سټېکرونه یې هم لګولی او راى ورکولو ته چمتوو دی.))

د هرات، غور او نیمروز ولایتونو اوسېدونکی وایی له ستونزو سره سره په ټاکنو کې ګډون کوی

د افغانستان د لوېدیځو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکی د انتخاباتو په بهیر کې له ناامنیو، په ټاکنو کې له درغلیو او په دغې پروسه کې د زورواکانو له دخالته اندېښنې لری، خو په عین وخت کې په انتخاباتو کې د خلکو پر ګډون ټینګار کوی، د هرات ولایت یو اوسېدونکی داسې وایی:

((که خلک په ټاکنو کې ګډون ونه کړی، نو دا کار د افغانستان د دښمنانو په ګټه دی، باید ګډون وکړی. دا د دوی ایمانی او وجدانی دنده ده.))

کاندیدان هم ډېر له امنیتی وضعیته شکایت کوی. په غور ولایت کې یوه کاندیده وایی: (( موږ د امنیتی ستونزو له وجې ځینو لری پرتو سیمو ته په خپله نه ځو، بلکې نور کسان استوو، حتی په ښاری سیمو کې هم ناامنې سیمې شته چې موږ هلته نه شو تلای.))

د نیمروز ولایت یو اوسېدونکی بیا پر دې ټینګار کوی چې انتخابات باید شفاف او عادلانه وی: (( زما پیغام ټولو مشرانو او کشرانو ته دا دی چې شفاف انتخابات وکړی. انتخابات دې د ورورولۍ او برابرۍ په فضا کې وشی.))

په پام کې ده چې د افغانستان د ولسی جرګې انتخابات به له درېـیو کلونو ځنډ وروسته، د روان (۱۳۹۷)کال د تلې میاشتې په ۲۸ مه وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید