روزنامه هیواد

د لوګر په پل علم  کې د کډوالو په ښارګوټی کې د روغتیایی کلینیک  ودانۍ جوړېږی

دلوګر په مرکز پل علم  کې دمهاجرینو په ښارګوټی کې دیوه روغتیایی  کلینیک دودانۍ دجوړولو کار  پرون پیل شو. دلوګر والی محمد انور اسحق زی  د دې ودانۍ د کار د پیل په مراسمو کې وویل ،چې د دې کلینیک  ودانۍ د ملګروملتونو دسازمان دعالی کمیشنرۍ  په مرسته داتو میلیونو  افغانیو په لګښت  دلوګر دپل علم ښار  د مهاجرینو په ښارګوټی کې په شپږو میاشتو کې جوړېږی او په کې اته خونې ، دانګړ د دېوال ، دسپتیک څاه د اوبو دزیرمې جوړولو او داړتیا  وړ ملحقات په پام کې نیول شوی دی .                             اختر

ممکن است شما دوست داشته باشید