روزنامه هیواد

د لوګر لپاره د طالبانو د اکمالاتو  مسوول ونیول شو

کورنیو چارو وزارت وایی، پولیسو یې په لوګر ولایت کې د طالبانو د اکمالاتو مسؤول نیولى دى.کورنیو چارو وزارت په دې اړه په خبرپاڼه کې ویلی چې وړمه شپه د ملی پولیسو ځانګړیو ځواکونو د یو لړ هدفی عملیاتو په ترڅ کې د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د اکمالاتی برخې مسؤول نیولى دى.خبرپاڼه کاږی، نیول شوى کس ګل حسین نومېږی چې د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د پولیسو له لوری نیول شوى دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید