روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د لوى درستیز تر قوماندې لاندې په مالستان کې پراخ عملیات پیلېږی

د افغانستان د ملی اردو لوى درستیز جنرال محمد شریف یفتلی پرون /سې شنبه/ په داسې حال کې د غزنی مالستان ولسوالۍ ته ورسېد، چې طالبانو د دې ولسوالۍ د نیولو ادعا وکړه. راپورونه وایی چې افغان امنیتی ځواکونه په مالستان کې د طالبانو پر ضد پراخې حملې ته ځان تیاروی. لوى درستیز وویل چې د یاغیانو پر ضد به عملیات ښایی همدا نن /سې شنبه/ پیل شی. طالبان وایی، مالستان ولسوالی یې نیولې له بلې خوا ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه خبرپاڼه کې اعلام وکړ چې د غزنی په یو شمېر سیمو کې یې پراخ عملیات پیل کړی دی. افغان حکومت ویلی چې مالستان او جاغوری ولسوالیو ته یې کومکی ځواکونه استولی دی. د غزنی په ولایتی شورا کې د جاغوری استازی وایی چې طالبان د جاغوری ولسوالۍ په پوله کې ځاى پر ځاى شوی او هڅه کوی چې یو وار بیا پر دې ولسوالۍ برید وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید