روزنامه هیواد

د لغمان والی د درېیو پروژو قرار دادونه له بېلابېلو شرکتونو سره لاسلیک کړل

د مهترلام ښاروالۍ له لوری د څه باندې یو شپېته میلیونه افغانیو په ارزښت د درېیو بېلا بېلو پروژو قرار دادونه له بېلا بېلو شرکتونو سره لاسلیک شول.ددغه قرار دادونه د لیندۍ په ۲۷ مه د لغمان والی ښاغلی محمد آصف ننګ، د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزی او د قرار دادی شرکتونو له لوری لاسلیک شول.د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزى وایی، چې د (۶۱۵۷۹۷۴۶) افغانیو په ارزښت یې درې بېلا بېل قرار دادونه له درېیو مختلفو شرکتونو سره لاسلیک کړل چې د نوی ۱۳۹۹ مالی کال په لومړۍ میاشت کې به یې عملی چارې پیل شی.دى وایی: په دغو قرار دادونو کې د (۱۳۶۶۶۲۲۶) افغانیو په ارزښت د بابا صاحب دښته کې د دوو پارکونو د احاطې دېوالونه، د (۱۳۱۰۰۰۰۰) افغانیو په ارزښت د مهترلام ښاروالۍ لپاره د یوه سکواټور او دوو ډمپر ډوله موټرونو اخیستل او دغه راز د (۳۴۸۱۳۵۲۰) افغانیو په ارزښت د کابل ــ جلال اباد په سترې جوړېدونکې هډه کې د انتظار خونې مجهز سالون شامل دی.په ورته مهال د لغمان والی ښاغلی محمد آصف ننګ قرار داد اخیستونکو شرکتونو ته لارښوونه وکړه چې ژر دې په پوره کیفیت او د قرار داد مطابق ټولې چارې مخته یوزی.ده دغه راز د مهترلام ښاروالۍ له مسوولینو هم مننه وکړه چې د رغونې چارو په برخه کې یې هڅې ګړندۍ روانې دی.بل لورته بیا ددغو پروژو د درې واړو قرار داد اخیستونکو شرکتونو مسوولینو ډاډ ورکړ چې په پوره ژمنتیا او صداقت سره چارې مخته وړی او په ټاکل شوی وخت به خپل کارونه بشپړ کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید