روزنامه هیواد

د لغمان دینی عالمان: اورکم دې پر دایمی سوله بدل شی

پرون د دوشنبې په ورځ د لغمان د مرکز او ولسوالیو لسګونو دینی عالمانو د وسله والو طالبانو له لوری د تاوتریخوالی د کمېدو اوونۍ ملاتړ او ژر د بین الافغانی مزاکراتو د پیل غوښتنه وشوه. په غونډه کې د لغمان والی ښاغلی محمد اصف ننګ سربېره، د حج اوقافو رییس مولوی نجیب الله هاشمی او لسګونو دینی عالمانو ګډون کړی  و. په پیل کې د حج اوقافو رییس سید نجیب الله هاشمی له لوری د غونډې له پیژندنې سربېره د ټولو دینی عالمانو په استازولۍ د تاوتریخوالی د کمېدو اوونۍ خوښی وښوده او دا چاره یې د یو تلپاتې اوربند لپاره خورا مهمه یاده کړه، نوموړی د جګړې په زیانونو او په سوله ییز چاپېریال کې د اسلام مبارک دین له نظره هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. هغه وویل، د دې ولایت ټول ولسونه او دینی عالمان د تاوتریخوالی د کمېدو له اوونۍ ملاتړ او ژر د بین الافغانی مزاکراتو د پیل غوښتنه کوی. د حج اوقافو رییس دغه راز د لغمان د مرکز او ولسوالیو په ټولو دینی عالمانو غږ وکړ چې په هر ځای او سیمه کې دې د سولې غږ جاری وساتی. په ورته وخت کې د لغمان والی ښاغلی محمد اصف ننګ د دینی عالمانو له یاد اقدامه ملاتړ وښوده او ژمنه یې وکړه چې دیوه مسوول په توګه له ټولو هغو چارو خوښی ښکاره کوی چې د دایمی اوربند او تلپاتې سولې ته لاره هواروی. هغه وویل، افغان ځواکونه په خورا ښه ډول د تاوتریخوالی د کمېدو د اوونۍ اړوند له مرکز د راغلی رهنمود پیروی کوی او بریالی دی. هغه له دینی عالمانو غوښتنه وکړه چې د فکری رغونې او د جګړې د عواملو د پیدا کېدو او له منځه وړلو په اړه دې خپل دینی او ملی مسوولیت په ښه ډول ادا کړی. د لغمان والی دغه راز د حج اوقافو رییس ته لارښوونه وکړه چې د مرکز او ولسوالیو په کچه د دینی عالمانو یو ګروپ دې جوړ او په بېلا بېلو موضوعاتو او د بهبود په خاطر به میاشتنۍ غونډې ترسره او د دوی وړاندیزونه او غوښتنې به عملی کېږی. ننګ د افغان ځواکونو د ستاینې سربېره دوی، د ملی نوامیسو او د خاورې د دفاع اتلان یاد کړل او د دوی جګړه یې د وطن د ساتنې لپاره برحقه وګڼله. نوموړی د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په نیک پال ونیولې او له دینی عالمانو یې غوښتنه وکړه چې د تلپاتې اوربند او سولې لپاره دې له وسله والو طالبان هم له جګړې او ورور وژنې د لاس اخیستنې لپاره چمتو کړی. هغه دغه راز دینی عالمانو ته په خطاب کې وویل.: (( تاسې لا هڅه وکړئ چې د خپلې صادر کړې اعلامیې د تقویت لپاره له طالبانو سره خبرې وکړئ او دوی له جګړې منع کړئ.)) دغه راز په غونډه کې ګڼو نورو دینی عالمانو هم خبرې وکړې او د تاوتریخوالی د کمېدو له اوونۍ یې ملاتړ او د تلپاتې اوربند غوښتونکی شول.  په دغه غونډه کې د دینی عالمانو پنځه ماده ییز پرېکړه لیک هم صادر شو،چې په کې له ښکېلو غاړو د جګړې د بندېدو غوښتنه، د تاوتریخوالی د کمېدو د غځېدلو او د دایمی اوربند غوښتنه، د بین الافغانی مزاکراتو د ژر پیل، له نړیوالی ټولنې له افغان حکومت سره د دوامداره مرستو غوښتنه او له افغان ملی امنیتی ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلا م کړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید