روزنامه هیواد

د لبنان په سواحلو کې ولاړه ایرانۍ بېړۍ

ایرانۍ تېل وړونکې بېړۍ ، چې امریکا د تحریمونو په لېست کې شامله کړې، د یکشنبې او دوشنبې په ورځ د لبنان په سواحلو کې ګرځېده. ګمان دا دی ، چې دغه بېړۍ د ایران سپاه پاسداران اړوند ده او د سوریې ولسمشر بشار اسد رژیم ته په غیر قانونی ډول تېل لېږدوی. دا مسئله د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچونو لامل شوې.دغه ایرانۍ تېل وړونکې بېړۍ چې څو اوونۍ وړاندې په جبل‌الطارق کې د برېتانیا د سمندری ځواکونو له‌خوا درول شوې وه، د اګسټ پر ۱۸مه وروسته له هغه خوشې شوه او د مدیترانې سمندرګی پر لور لاړه چې سوریې ته د نه‌تللو تضمین ترې واخیستل شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید